
په یوه هېواد کې دیموکراسي هغه وخت پلې کېدې شي چې هلته دیموکراتان موجود وي. په افغانستان کې پرته له شکه دیموکرات شخصیتونه او ډلې شته. خو له بده مرغه دیموکرات شخصیتونه اکثره خیالي دیموکراتان دي. دوۍ د یموکراسي غواړی خو د راوستو له پاره یې هلې ځلې خپل مسؤلیت نه ګڼي او په یوه یا څو محدودو مرکزونو د راټولېدو جرئت هم نلري. داهم معلومه چې د هغه څه له پاره چې ولس هلې ځلې نه وي کړي یا حاکم قشر له خوا او یا د باندینیو ځواکونو له خوا پرې تحمیل شي هغه نتیجه نه ورکوي.
د دیموکراسۍ یو ښه نظام دی چې تطبیق او پخیدل یې متحدو او متعهدو دیموکراتو قوتونو ته اړتیا لري. دیموکرات قوتونه باید د خپل سیاسي بلوغ له پاره مبارزه وکړي. د بې طرفۍ کلمه او د سیاسي ډلو سره د ګډ کار نه ډډه کول د مسؤلیت او مبارزې له ډګره د تېښتې نه بل مفهوم نه شي افاده کولې. په افغانستان کې دیموکراتې ډلې او ګوندونه ځکه کمزوري دي چې خیالي دیموکراتان ځان ته زحمت نه ورکوي. دوۍ غواړي چې هم غازیان، هم شهیدان او هم روغ او جوړ په کورونو کې ناست د هستۍ او مقام خاوندان وي.
نو ځکه اوس سیاسي میدان د امریکا، ایران، روسیې او پاکستان له برکته داسی دیموکراتو ډلو او ټوپک په لاس سوله دوستانو ته پاتې دی چې انسانیت یې په کړو شرمیږي؛ د وطن هره لویشت خاوره یې ددې هېواد د بچیانو په وینو رنګ کړې، د خلکو په مال او ناموس یې تېرې کړې، په هېواد کې یې د نفاق او دښمنۍ اورونه بل او زموږ کلي او ښارونه یې په کنډوالو بدل کړي دي. ددغه دیموکراتانو له ډلې یو هم د شمالی ټلوالې د نظار د شورای او پنجشیر مافیا مرکزی غړې، ښاغلې ډاکتر عبدالله عبدالله دې چې اوس یې د ولسمشرۍ مقام ته سترګې سرې کړي او د ایران په بې شمیره پیسو یې کمپاین پیل کړې.
د افغانستان خلک په مجموع کې او د شرقي، جنوبی، جنوب غربي ولایتونو خلک په خاصه توګه د اوسنې حکومت نه ناراضه دي. دوۍ د خپلو سیمو د بې امنیتۍ او نه پراختیا ملامتیا په حکومت او په تیره بیا په ولسمشر کرزی اچوي. کېدې شي په دې هکله سړې کرزي ته ګوته ونیسي، ځکه چې د دولت د مشر په توګه لږ تر لږه اخلاقي مسؤلیت ده ته راجع کیږي. خو دا به هم پوره بې انصافي وي چې ټول مسؤلیت د کرزي په غاړه واچول شي او د هغه د حکومت دارۍ په وخت کې د افغانستان د سیاسي قوتونو جوړښت، سیمه ییزو مناسباتو، په هېواد کې د مېشتو خارجي قوتونو خودسري او د کرزي محدود سیاسی، پوځي، اقتصادي امکانات د نظره وغورځول شي.
د کرزي په وسیله د مسؤلیت د اشغال نه مخکې هرڅه د شمالي ټلوالې لاس ته ورغلي وو، چې ښاغلې عبدالله یې کیلییز غړې دی. جمعیت اسلامي په کلونو کلنو د افغانستان هستي او نیستي په خپل لاس کې نیولې وه. د بن کنفرانس په دغه حالت کې کوم بدلون رانوست حتې د دغې ټلوالې نارواوو ته یې د مشروعیت رنګ هم ورکړ. کرزې د ګاندي په شان تش لاس او پرته د ساتونکو په یوه چپن کې کابل ته راغی. ده نه پولیس، نه اوردو او نه کوم منظم سیاسي ګوند لاره، چې ددغې ټلوالې د وحشت مخه ونیسي او نه هم په هېواد کې موجودو خارجیانو ددغې ټلوالې د ناخوالو د مخنیوي سره کومه علاقه لرله. ددې نه پرته ایران او پاکستان هم په افغانستان کې د بې امنیتۍ د پراختیا او د کرزي د حکومت د کامیابۍ په لاره کې د خنډونو پیدا کولو له پاره خپل ټول امکانات په کار اچولي. همدغه شان روسی د افغانستان د حکومت په ځاۍ د خپلو لاسپو او دهغو په سر کې د نظار شورای سره خپې اړیکې ساتلې او دغه مافیایې ډلې ته یې هرډول امکانات په لاس ورکړي وو.
اوس چې دغې ټلوالې یوځل بیا مټې رانغښتي او غواړي چې د ډاکترعبدالله په وسیله یوځل بیا د افغانستان هستي او نیستي په خپله قبضه کې راوړي د افغانستان خلک د یوه ایډیال انتخاب چانس نه لري. دوۍ باید د بدو او نابودۍ ترمنځ انتخاب وکړي. کیدې شي کرزي یو ایډیال انتخاب نه وي او نه پورتني ترخه واقعیتونه ښاغلې کرزې د مسؤلیت نه خلاصولې شي. خو دا مکمنه ده چې د کرزي په انتخاب سره د افغانستان په حالاتو کې څه ګټور بدلون راشي. داهم کېدې شي اوسني ناوړه حالت دوام وکړی او یا لږ څه نور هم خراب شي. خو داچې د عبدالله په انتخاب سره به څه رامنځ ته شي اټکل یې دومره مشکل نه دی. ځکه ډاکتر عبدالله او دده ملګرو خپل امتحان ورکړې او بیا ازمویل به یې لویه ګناه او تاریخي غلطي وي.
د افغانستان خلک دې د څو کاله پخوا پیښوته ځیر شي او د ښاغلې عبدالله خبرې دې یو ځل بیا په پوره دقت سره واوري. ایا همدغې شمالي ټلوالې د روسیې او ایران په مرسته د سولې ټول پلانونه شنډ نه کړه ؟ ایا همدوۍ په هېواد کې کورنۍ جکړه پیل نه کړه؟ په هېواد کې لسګونه زره معیوبین، په لسګونو زره کونډې او یتیمان، کنډواله شوي کلي او ښارونه ددوۍ د جنایتونو کیسې نه دي؟ که د شمالي ټلوالې او د هغې په سر کې د نظار شورای جنایتونه و څیړل شي مقالې څه چې کتابونه لیکل کیږي. خو دلته هدف ددغو جنایتونو څیړل نه دي، بلکې د افغانستان د خلکو نه غوښتنه ده چې د خپلې رایې نه د استفادې په وخت کې ملي مسؤلیت ته متوجه اوسي او د احساساتو ښکار نه شي. که ښاغلې داکتر عبدالله انتخابیږي او یا څه زیاتې رایې وړی، نو دا به د افغانستان د خلکو به سرنوشت یوځل بیا د هغو جنایتکارانو حاکمیدل وي، چې د افغانستان خلکو په کراتو تجربه کړي. همدغه شان عبدالله په ښکاره په خپلو غونډو کې د فدارالي او نامتمرکز نظام چیغې وهي. دغه شان یو حرکت به په افغانستان کې د تجزیې دروازه پرانیزي او افغانستان به یوځل بیا د قومي او مذهبې جنګونو په اور کې وسوزی او د سولې او ثبات ټول امیدونه به په سیند لاهو شي.
د روهي ويب پاڼې ادارې يادونه :
د عبدالله عبدالله د ژوندليک په هکله ﻻندې په زړه پوری لينک هم وګورئ :
http://www.rohi.af/weekperson.php?id=71