
د ډاکټرانو د ویناوو له مخې لمر ګلی ډېر عجیب خواص لري، چې دغه ګټې ددې په دغې وړو ذړو کې پټې دي.
لکه په دې کې د زړه، پوستکي، کېنسر او د مایوسۍ اعلاج شته.
ډاکټران وايي لمر ګلی باید به خپلو خوړو کې شامل کړو، ځکه لمر ګلی وېټامین ای لري او ددې وړې دانې د انټي اکسیډنټ مواد لري.
که یو څوک نیمه پیاله د لمر ګلي دانې سپينې کړي نو په دغې نیمه پیاله کې شپږ ګرامه پروتین او څلور ګرامه فایبر موجود دي چې دا دواړه د صحت له پاره خورا ضرور دي.
د ټاپرس دانې د انسان د بدن ښکلا او د زړه په قوي ساتلو کې هم پوره ونډه لري، د دې ترڅنګ د بدن د مضرو مرکباتو څخه هم ژغوري.