د غا ښونو د صفا کولو یو څو اسانه نسخې!

 
روغ او صفا غاښونه د یو انسان په صحت او ښکلا کې ډېر زیات مهم رول لري، که د یو انسان غاښونه روغ وي نو دغه انسان به له ډېرو ناروغیو خلاص وي.
د یو رپوټ له مخې په نړۍ کې په ۳ کسانو کې یو کس هم خپل غاښونه په پوره ډول نه صفا کوي او که صفا یې هم کړي، د صفایئ په طریقه یې سم نه پوهېږي.
لومړی: د غاښونو د صفایئ برش باید ضرور په ۳ میاشتو کې دننه بدل کړئ شي، د دې ترڅنګ د غاښونو درې واړه طرفونه باید پاک شي، ځکه دا ډول صفایي د غاښونو څخه ټول د خوراک پاتې شوي ذرات له مینځه وړي.
دوهم: د غاښونو کریم او برش باید د ۴۵ سانتي ګرېد درجو حرارت کې کېښودل شي.
درېم: د لسو دقیقو څخه زیات ژاولو ژول هم د انسان غاښونو ته تاوان اړوي، ځکه د زیات وخت له پاره د ژاولو ژولو سره د ژاولو وړې ذرې په غاښونو کې پاتې کېږي او بله دا چې د ژاولو د زیاتو ژولو سره د معدې تېزاب په حرکت راځي چې دغه تېزاب د شیانو په هضم کې ډېره مرسته کوي.
څلورم:د اتو ځمکني توتانو(اسټرابی)اوبو او نیمې وړې کاشوغې دوړو وډا څخه یو محلول جوړ کړئ او بیا ورباندې غاښونه پاک کړئ
زیاتره خلک خپل غاښونه سحر صفا کوي، خو ددې ترڅنګ باید غاښونه د خوراک کولو څخه وروسته او په خاص ډول د خوږو خواړو څخه وروسته باید خپل غاښونه ضرور پاک کړو، ځکه هم به مو خپل غاښونه د چينجانېدو ساتلي وي او هم به صفا وي.
ضرور ده چې خپل غاښونه په ۲۴ ساعتونو کې درې وارې صفا کړو ددې تر څنګ د خولې څخه د بد بوی د تلو د مخنيوي له پاره باید د خپلې ژبې د صفایۍ هم پوره پوره خیال وساتو.