غزل

د خپرندوى يادون: سره له دې چې په  پښتو وېبپاڼو کې د نويو توکيو د نشت له امله له يوې،بلې ته د توکيو کاپي او له يادون پرته خپراوي سخت خپه کړى يم خو دې سره،سره خپل ذوق زه هم دې کار ته اړ کړى يم،په دې توپېرچې؛چې زه له  (خبرونه)وېبپاڼې څخه د استاد لال پاچا ازمون يو ښايسته او خوندور غزل چې رېښتيا هم په کاپي او بيا خپراوي ارزي له اصلي سرچينې نه په يادون او مننه خپروم.
                                                                        درنښت او مينه
غزل
بيا دسترګو ډک ساغرراباندې ګرځي
لاس مې ونيسۍ چې سرراباندې ګرځي
زه دچا دسپينې خولې يم غل ختلى
چې کوزه دجادوګر راباندې ګرځي
لاس دې راکړه يو غريب افغانستان يم
نن لښکرې دمحشر راباندې ګرځي
پرهرونو ته مې چا ملهم را نه وړ
خو دهريو لاس خنجر راباندې ګرځي
ژوند خو هغه دې خوند هغه دى رنګ هغه
کله کله چې دلبر راباندې ګرځي
دا زړه نه دى دي دنوم يې څلور توري
په ټپو کې چې اکثر راباندې ګرځي
دکابل او پېښور پرې کوي غړي
خيبر وايي دا ترهګر راباندې ګرځي
لکه راز غوندې په زړه کې مې پټ ساته
القاعده شومه ډالر راباندې ګرځي
پېښوره درته نه مې ويل جانانه
دپردو دپلونو غر راباندې ګرځي
اوس به دواړه جنازې داوښکو باسو
تر هغوچې دا لښکر راباندې ګرځي
چې د يو له بله ځار نشو زړګيه
نو تر دې به هم بدتر راباندې ګرځي
زه دهغې زمکې ګرد يمه چې وايي
لوڅ بربنډه او نهر راباندې ګرځي
زما زړه کې هغه خوند او مستي نشته
که دښکلو جوړ اشر راباندې ګرځي
دا په کومه سزا ژوند دوينو نوم دى
چې دهر يو دور شر راباندې ګرځي
نور دهيچا نظر نشته دى ازمونه
يو غزل تر خپل پرهر راباندې ګرځي