
دخوست ولايت د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د ورزې له سړک څخه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د بدلې ترسيمې پورې (11,25)کيلومتره غځېدلى سړک جوړ او د سه شنبې ورځې په ګهيځ مهال د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
دا سړک چې د اسمعيل خېلو مندوزيو او نادرشاه کوټ ولسوالۍ زياتې غرنۍ سيمې له يوې او بلې ولسوالۍ سره نښلوي،د سيمې خلکو ته په ورځېني ژوند کې خورا مهمه لار بلل کيږي.په همدې اساس ولايتي ادارې د خپلو پلانونو په رڼا کې ددې سړک جغل اندازۍ،پلچکونو،پلونو او استنادي دېوالونو جوړولو ته د نورو مهمو سړکونو په څېر لازمه توجه وکړه.
خوست والي پوهنمل حکم خان حبيبي د سړک د پرانېستې پرمهال وويل د ورزې له سيمې تربدلې پورې غځېدلى سړک (11,25)کيلومتره اوږدوالى او (4,5) متره سور لري، چې چارې يې دڅوارلسو مياشتو په موده کې د (٤٤)څلورڅلوېښت مليونه افغانيو په لګښت بشپړې شوي دي.
دده په وينا د سړک په اوږدو کې (14) پلچکونه،دسړک د استحکام پخاطر د (1350) متره په اوږدوالي استنادي دېوالونه او (42)متره اوږد پل هم جوړ شوى دى، چې مالي لګښت يې د کليو او پراختيا وزارت په چوکاټ کې د(NRAP) له پروګرام څخه ورکړل شوى دى.
خوست والي پوهنمل حکم خان حبيبي د خپلو خبرو پرمهال زياته کړه که چېرې د سړک په کومو برخو کې ستونزې او نيمګړتياوې شتون ولري، د کليو او پراختيا رياست او د پروژې قراردادي مکلف دى ، چې د هواري لپاره يې اړين ګام واخلي.
وروسته جوړ شوى سړک د خوست والي پوهنمل حکم خان حبيبي لخوا پداسې حال کې د پټۍ په پرېکولو سره رسماً ګټې اخېستنې ته وسپارل شو، چې خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت،د ولايتي شورا ريس اميرالله زړه سوند،د ملي امنيت مرستيال ډګروال عبدالغفار،د بېلابېلو ملکي ادارو مسوولينو ،د اسمعيل خېلو مندوزيو او نادرشاه کوټ ولسواليو ولسوالانو،مخورو مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو يې ملتيا کوله.