
څو ورځي وړاندي د بدخشان يو نوميالى شخصيت او د حزب اسلامي پخوانى معروف قومندان عبدالجبار مصدق د طالبانو له لوري ترور شو، د دوى وياند ذبيح الله مجاهد او رسمي سايت ئې (اسلامي امارت) د هغه د ترور مسئوليت رسماً قبول كړ، دا لومړى ځل وو چي طالبان د حزب اسلامي د يوه مهم شخصيت د ترور مسئوليت په دومره بې شرمۍ سره قبلوي، تر دې وړاندي ئې په ننگرهار، تگاب، وردگ ميان، غزني، كندهار، هلمند، بغلان ... او نورو سيمو كي د حزب اسلامي مجاهدين او قومندانان وژلي او د ډېرو نورو د ترور ناكامه هڅه ئې كړې؛ خو د هغوى د وژلو او ترور مسئوليت ئې رسماً نه وو منلى. دا گونكسې خورې شوې چي گواكي حزب اسلامي خپلو مجاهدينو ته لارښوونه كړې چي د امارتي طالبانو په خلاف د هغو طالبانو ملاتړ وكړئ چي له امارت اسلامي وتلي او له دولت اسلامي سره يو ځاى شوي. په داسي حال كي چي حزب اسلامي په دې اړه نه كومه رسمي اعلاميه خپره كړې او نه ئې كوم مسئول كس څه ويلي، د ارزښت په نامه يوه نوي سايت د مهم خبر تر عنوان لاندي ليكلي وو:
ارزښت سايټ له مؤثقو منابعو دا اطلاع ترلاسه كړې چي د كمونستانو، شوراى نظار، طالبانو او دولت اسلامي په اړه د حزب اسلامي له لوري خپلو مجاهدينو ته لارښوونه شوې چي د دوى په اړه نوې تگلاره غوره كړي. هغوى ته ئې لارښوونه كړې او ويلي ئې دي:
كمونستان، شوراى نظار او طالبان حزب اسلامي ته د لومړي دښمن په سترگه گوري، دښمنانو د حزب اسلامي په ضد زېږولي او د جهاد او مجاهدينو په ضد ئې كاروي، دوى د واقعي مجاهدينو په خلاف له هيڅ جنايت ډډه نه كوي، د هېواد ډېرى ستونزي دوى راولاړي كړې دي، د دوى په اړه بايد نوې تگلاره غوره شي، كه چېري حالت داسي وي چي د دوى تر منځ جگړه وي، طالبان يوه لوري ته او كمونستان او شوراى نظار بل لوري ته نو يا د هيڅ لوري مرسته مه كوئ او پرېږدئ چي هغوى په خپلو كي وجنگېږي، خو كه دا ورته مناسبه او گټوره برېښي چي د يوه لوري مرسته وكړي نو د طالبانو مرسته دي وكړي، په دې شرط چي دغه طالبان له حزب اسلامي سره نه وي جنگېدلي. خو چېري چي د امارتي طالبانو او هغو طالب جنگياليو تر منځ نښته وي چي له امارت اسلامي وتلي او له دولت اسلامي سره يو ځاى شوي؛ نو د دغو جنگياليو مرسته وكړئ، دا ځكه چي طالبان د حزب اسلامي قسم خوړلي دښمنان دي او له دولت اسلامي سره هغه جنگيالي يو ځاى شوي چي د طالبانو له تگلارو سره مخالف دي او له حزب اسلامي سره نه پخوا جنگېدلي او نه اوس او په راتلونكي كي د جنگېدو اراده لري.
د ارزښت سايټ په دې خبر كي ويل شوي چي د طالبانو د دوو ډلو تر منځ د جنگ په صورت كي د هغه ډلي ملاتړ وكړئ چي له امارت اسلامي وتلي او له دولت اسلامي سره يو ځاى شوي، او دا ځكه چي دا ډله نه پخوا د حزب اسلامي په خلاف جنگېدلي او نه اوس او په راتلونكي كي د جنگېدو اراده لري.
عجيبه دا ده چي حزب اسلامي نه تر دې وړاندي د دولت اسلامي (داعش) ملاتړ كړى او نه اوس، خو مزدورو رسنيو او د اشغالگرانو مبلغينو د ارزښت سايټ دا خبر داسي تعبير كړ چي گواكي حزب اسلامي له داعش سره يو ځاى شوى!! په داسي حال كي چي حزب اسلامي يو اصولي حزب دئ، دوست او دښمن د خپلو اسلامي اصولو په رڼا كي ټاكي، د لومړي او دوهمي درجې دښمنان هم د اصولو په رڼا كي تعيينوي، د هري ډلي او د هغې د دريځ په اړه ئې ملاتړ او مخالفت هم اصولي وي. څو څرگندي بېلگي ئې دا دي: 1- كله چي امريكا پر افغانستان د بريد پرېكړه وكړه؛ حزب اسلامي د طالبانو د دريځ ملاتړ اعلان كړ، ملامحمد عمر ئې تر رباني غوره وگڼلو، دليل ئې دا وو چي يوه له امريكا پر افغانستان د بريد غوښتنه كوله او بل ئې مخالفت كولو، يوه اقتدار ته د رسېدو په طمع د اشغالگرانو ملگرتيا وكړه او د بل اقتدار د اشغالگرانو په لاس پاى ته ورسېدو. 2- كله چي امريكا له كرزي وغوښتل چي امنيتي تړون لاسليك كړي، حكمتيار د يوه ليك او هيئت په لېږلو سره كرزى تشويق كړ چي د وطن پلورني دا ننگينه وثيقه لاسليك نه كړي، د هغه د دريځ قدرونه او ملاتړ ئې وكړ. 3- د جنرال نجيب او جنرال تڼي تر منځ لانجه راولاړه شوه، لانجه په وسله والي نښتي واوښته، تڼى ونه توانېدو مقاومت وكړي، د كابل پرېښودو ته اړ شو، حزب اسلامي حمايت كړ، همدا د حزب اسلامي پخوانۍ او اصولي تگلاره وه، تر تڼي وړاندي ئې له زرگونو نورو افسرانو او د رژيم له وسله والو سره دې ته ورته چلن كړى، ستر ستر وسله وال قطعات حتى د فرقو په كچه له حزب اسلامي سره يوځاى شوي، ټولو ته ئې پناه وركړې او هيڅوك ئې د خپلو مخكنيو غلطيو له كبله نه وژلى او نه ئې مجازات كړى. 4- حزب وحدت او جنبش د شمالي ټلوالي محوري غړي ول، دوه كاله پرله پسې او په گډه د حزب اسلامي په ضد وجنگېدل، ناكام شول، پرله پسې ناكاميو په خپلمنځيو جگړو اخته كړل، مجبور شول حزب اسلامي ته د روغي جوړي لاس اوږد كړي، او اطمئنان وركړي چي له دې وروسته به د حزب اسلامي په ضد له جنگ ډډه كوي، مزاري چهارآسياب ته د حكمتيار د ليدو په غرض ولاړ، ورپسې جنرال دوستم د هغه ليدو ته ورغى، د دواړو له وړانديز سره ئې موافقه وكړه، دا ئې غوره او مفيده وگڼله چي دوه ډلي د حزب په خلاف له جگړي لاس اخلي.
دولت اسلامي كه څوك گواښي نو هغه يا امريكا او په امريكا پوري تړلي حكومتونه دي او يا ايران او د ايران په چوپړ كي ډلي او د عراق او سوريې شيعه حكومتونه، كه د داعش د نامه په اورېدو سره د دغو په كولمو كي درد راپيدا كېږي ملامت ئې مه گڼئ، خو نه پوهېږو افغانان ولي بايد (داعش) د ستر خطر په توگه وپېژني، دا خو همغه پروني طالبان دي، د طالبانو يوه برخه نه ټول طالبان، لا تراوسه عملاً او په پراخه كچه له حكومتي ځواكونو سره نه دي جنگېدلي، ولي ئې ځيني مزدوري كړۍ د ستر خطر په توگه انځوروي؟!! كه امريكا ملاعبدالروف خادم له گونتانامو آزادوي او پرېږدي ئې چي له طالبانو سره يو ځاى شي، خو كله چي همدا خادم له دولت اسلامي سره يو ځاى كېږي نو امريكايي ځواكونه ئې په سپوږمكيو او بې پيلوټه طيارو سره تعقيبوي او په داسي راكټ ئې په نښه كوي چي نيم غني شوي يورانيم په كي كارول شوي!! په ننگرهار كي د هغو خلكو عامه غونډه په همداسي راكټو په نښه كوي، نږدې څلوېښت كسان وژني او په لسگونو نور ژوبلوي، چي گواكي د داعش په ملاتړ دائره شوې، څو كيلومتره آخوا پر يوه كور همدا راكټي وروي، په لسگونو افغانان په وينو كي رغړوي، امريكايان وايي: دلته د داعش مهم غړي راغونډ شوي وو!! او دا راكټي په داسي حال كي د دولت اسلامي پر پلويانو ورېږي چي امارتي طالبانو پر دوى بريدونه پيل كړي، او دا كټ مټ همغسي دي چي څو كاله وړاندي او پر افغانستان د امريكا د بريد په پيل كي امريكايي ځواكونو د طالب جنگياليو پر لومړۍ كرښي بمونه ورول او شمالي ټلوالي ته ئې د مخكي تگ لار پرانيستله!!!