
په ماشومانو او ځوانانو د ډېر فشار له وجې په نړۍ کې ورځ له بلې په د ځان وژنې پېښې مخ په ډېرو دي، خو د دغې پېښې مخنیوی ډېر په اسانۍ سره کېدای شي.
ځوانان په خپل ځان د بې باورۍ ،کمزوري اقتصاد، په ښونځیو او پوهنتونونو کې د ناکامۍ له کبله د خفګان سره مخ کېږي او ځینې وخت دغه خفګان لوړ او د د خپل ځان د مړینې سبب یې شي.
خو ماشومان مو بیا د نورو لاملونو له کبله خفه او پرېشانه کېږي:
د کور دننه خپل منځي جنګونه، او په خاص ډول طلاق هغه څه دي چې د ماشوم حوصله له مینځه وړي.
په ماشومانو ډېر فشار راوستل، هغوي د خپلو همزولو سره لوبو ته نه پرېښودل هم د هغوي په ذهن بد تاثیر کولای شي، ځکه د سپورت کولو سره انسان زړور او حوصله مند تربیه کېږي.
ډېر خواږه شیان خوړل لکه بوره، رازګولۍ، ګوړه او نور هم د ماشومانو په ذهن بد تاثیر کوي او هم یې صحت ته تاوان اړوي.
له دې سره د ۵ ساعتونو څخه زیات د کمپيوټر یا ایپاډ استعمال هم د ماشومانو د خفګان لامل کېدای شي.