ستاسې ژبه ستاسې د صحت ځینې نښې ښیي!

 
د انسان په بدن کې ژبه داسې غړی دی، چې د انسان صحت ورڅخه معلومېدای شي: ژبه ځینې داسې نښې لري چې کولای شو د هغې په مرسته د خپل صحت په اړه معلومات ترلاسه کړو.
هغه لومړی د ژبې رنګ دی چې د یو صحت مند انسان د ژبې رنګ ګلابي وي.
د دې پسې دوهم د ژبې پاسنۍ د وړو غدو( دانو) رنګ دی، چې د دې څخه د هاضمې سېستم معلومېږي چې په کوم حالت کې دی.
درېم د ژبې غاړې (څنګونه)  دي چې څرنګه رنګ لري که چېرې د ژبې غاړې سپينې معلومېږي، تاسې یو هفته مسلسل خپل غاښونه پاک کړئ، امکان دې ولري چې د ژبې رنګ مو ګلابي شي خو که چېرې ګلابې نه شو، بیا ماسته اسعتمال کړئ او که بیا هم ښه نه شو نو امکان دې ولري چې ستاسې د بدن انټي باډي چې د مرضونو سره مقابله کوي کمزورې وي:  نو په دې حالت کې تاسې یو ډاکټر سره مشوره وکړئ.