پـه تخــيل کي مــي ده ښــکلــې ائـــيــنه ســـاتلــې
دې ائـيـنـې راتــــه جـانـانــه ســتا څـيره سـاتــلــې
نه مي هــيرېږي که سي تـېر پـېړۍ پـېړۍ کلـونه
ما په خپل ذهن کــي د يار د کـور کوڅـه سـاتلــې
ډېرو سـاتلـي دي پــه زړو کـي رنګارنګ کلمــې
خــو مــا محــبوبه ســتا د نوم ښــه کلمــه سـاتلـې
له ډيره وخـته مي دښــمـنه ســتا د مـرګ لـه پـاره
د زړه په سره پوښ کــي ده توره توپنچــه سـاتلـې
چې کوم رهزن يې قلم مله ! نه کړي چور اوتلان
دزړه په ښار کي مي د هــيلـو قــافــله ســاتــلـــې
وروستي