
لومړۍ برخه
په هره ټولنه کې انقلاب تر یوې کچې پورې ممکن وی او پر وړاندې یې خنډونو پراته وی. انقلاب رامنځته کول یو عادي خبره نده او نه د احساساتو په مرسته رامنځته کیږی. بلکې انقلاب کول د مرګ او ژوند خبره ده. همدا علت دی، چې کله حفیظ الله امین د نور محمد تره کي د بند خوني ته د انقلاب د مبارکي په موخه داخلیږي، نو نور محمد تره کي یې د مبارکي په اوریدو ډېر تعجب کوی او وايي: انقلاب، کوم انقلاب!
خیر! اصلاحات هغه اساسي کارونه دي چې په یوه ټولنه کې په تدریجي ډول رامنځته کیږي او ورو ورو ځان پیاوړی کوی. د دې ترڅنګ له ډېرو ننګونو سره مخامخ کیږي، په ځانګړې توګه په ټولنه کې هغه عناصر چې د معاصر دور څخه ویره لري، ځان له دې سره نشې عیارولي یا یې په عیارولو کې د ځان تاوان ویني نو بیا دوی په یو پلان سره د اصلاحاتو راوړونکو د هلو ځلو مخنیوی کوي. دوی ته خنډونه جوړوي او خپل ځواکونه ور مخته کوی چې په سیسټم کې د خپلو ګټو د خوندې کولو په موخه پر ځای شي. داسې کړنې د معاصر دور له غوښتنو سره په ټکر کې دي او باید د دې ډول عناصرو د مخنیوی په موخه عام خلک وه پوهول شي، تر څو د دې ډول عناصرو د احساساتو ښکار نشي. عادی خلک هیڅکله نه غواړی چې د دوی له سر څخه اصلاحات راوړونکي شخصیتونه لري شي. بلکې دوی غواړی چې په ژوند کې یې جدي بدلونونه رامنځته شي. همداسې د دي بدلونونو په کنټرولو کې د واکمنې طبقي او د عادی وګړو ستر مسولیت جوړیږي، چې دا بدلونونه کامیاب کړئ.
نن د ولسمشر اشرف غني او حنیف اتمر د اصلاحاتو پر وړاندې هم ډېر شمېر ګوډ ملایان شته دی، چې د رسنیو، خبرو اترو او نړیوالو دسیسو له لارې د دواړو مشرانو پلانونه شنډوی او ملت یو ځل بیا د خپلو دودي او پخواني خنثی سیاست پر ټغر کیښنول غواړي. دوی د خپلو ګټو په موخه په رسنیو کې یو شمېر خبریالان د یو څو پیسو او امتیازاتو په بدل کې په بیه اخیستي دی او د دوی په مرسته زهر له خولې شیندي چې ملت له خپل ټولنیز عیني شعور څخه غافل کړي. دوی د سکرین پر مخ یوازې دا فکر کوی، چې دا عادی خبرې دی، خو دا فکر نه کوی، چې د دوی له دې تخریب څخه د ملت په ذهنیت کې په څومره لویه کچه منفي او د مایوسي تخم پیدا کیږي او له دي تبلیغاتو دوښمنان څومره ګټه اخیستي شي. په ساده ټکو کې ویلی شوو، چې دوی د افغانانو په جامو کې د بهرنیو ګوډاګیان دی او د دوی پلانونه پرمخ وړي.
همداسې په سیاسي بحثونو کې د دې ډول اصلاحاتو پر وړاندې هغه مایوسه څیرې راڅرګندیږي، چې دوی د خپلو نیمګړتیاوو له امله له واکه لرې ساتل شوي دي. خو دوی خپله پاتې وړتیا د ملت د ګمراه او بی لاري کولو په سفر کې مصرفوی. ملایان چې له ازله یې د حکومت او طریقت له کلمو سره دوښمني ده، د دې ډول وروسته پاتې عناصرو سره په غیر شعوري ډول ملګری کیږي، بیا هغه څه چې دا وروسته پاتې عناصر یې د خپلو ګټو د لاسته راوړلو او مخالف لورې (اصلاحات راوړونکي) د ځپلو لپاره کاروي، په خپلو جلسو، خطبو او ناستو کې څرګندوي.
هغه اصلاحات چې د بابل حمورابي (۱۷۵۰ له میلاد وړاندې) د انساني منفي کړنو د کنټرول او حکومتي لور لید روښانولو په موخه کارولي وو. د خپل عهد د ړندو عناصرو د مخالفت سره مخ شو. تالیس (۶۲۴-۵۴۶ له میلاد وړاندې) پخوا د انساني خدایانو پر ضد چې کوم شعار ورکړای و، نو تالیس یې له جدی مخالفتونو سره مخ کړ. فیثا غورث (۵۶۹ له میلاد وړاندې) د ډېرو خدایانو پر ځای د نظم په نوم د خدای تصور رامنځته کړ، چې تر ډېره بریده له عیني ساینسي اصولو سره سم و، خو د یونان د ملایانو له جدي خطر سره مخ کیږي او په تکلیف کیږي. سکرات (۴۶۹ له میلاد وړاندې)د رښتینوالي او د علم خدای پر ځمکه لټوی او له ځوانانو سره د فکر او شعور په اړه خبرې اترې کوی، تورنیږي او اعدامیږي. اپلاتون (۳۸۵ له میلاد وړاندې) د حکومتي اصلاحاتو، ادارو تشکیل، پوځي او سیاسي روزني په اړه نوی نظریات رامنځته کوی خو ټول نظریات یې خیالي ګڼل کیږي او په تکلیف کیږي، همداسې د ارستو ( ۳۳۵ له میلاد وړاندې) وراره په دی خاطر وژل کیږي، چې سکندر اعظم یې د بتونو له پرستش څخه منع کړ.
بویتیس (۴۸۰-۵۲۵ میلادي کال)هغه څوک و، چې د انساني وړتیاوو په اړه یې وویل: انسان هر هغه څه کولای شي، چې توان یې لري. نوموړی د انسان پر خوښۍ، آزادۍ، تصمیم او د خدای په اړه د نظر په درلودو ډېر کار کړای و، نوموړی په عیسویت کې تر ډېره بریده جدی او د وخت سره سم معاصر اصلاحات رامنځته کړل خو د هغې وخت د شته مخالف ړندو غیر شعوري عناصرو د برید لاندې راځي او قضیه ورته جوړیږي او وروسته اعدامیږي.
نامتو مسلمان ساینس پوه ابن سینا (۹۸۰-۱۰۳۷ میلادي کال) د غزالي لخوا پر منفي اصلاحاتو تورنیږي او وروسته د مرتدکیدو ټاپه ور باندې وهی او بدنامیږي. خو موږ پوهیږي، چې د نوموړی کتابونه تر اوسه په اروپا او افغانستان کې د ویاړ او د علم د تر لاسه کولو په موخه کارول کیږي.
نامتو او ویاړمن مسلمان فلسفي ابن رُشد (۱۱۲۶-۱۱۹۸ میلادي کال) وايي: چې زه د ارستو له دی دریځ سره چې کاینات له ازله موجود وه موافق یم او د دی په اړه په قرآن کې هیڅ ډول متضاد آیت نشته دی. خو نوموړی دې ته ورته ساینسي استدلالونو ته اشارې کوی، نو بیا دی د مراکش په جومات کې نیول کیږی، تړل کیږي او بیا مسلمانان راځي، پر نوموړی لاړې توکی او اخر یې دومره کمزوري کړی چې بې هوشه شی. نوموړی د ارستو پر نظریاتو چې څومره کار وکړ، د اروپا د ډېرو مفکرینو د وس کار نه و او نه د دوی دې ته فکر و. البته که نن موږ د روڼ اندی، آزاد بحث، آزاد فکر او فلسفي ژغورونکي چاته ویلی شوو، نو هغه به ابن رُشد وی، خو اروپا وايي چې ابن رُشد د اروپا دی، همدا علت دی، چې دوی ورته نن هم بشپړ احترام لری، خو اخوانیان نن هم ورته د دوښمني په سترګه ګوري.
ګران وطن افغانستان هم د تاریخ په لویو پړاونو کې له لویو ننګونو سره مخ شوې دی. د تاریخ په پړاونو کې د اصلاحاتو، انقلابونو او سرکشیو پر ضد بیلابیل دریځونه او نظرونه شته دي. ډېر شمېر عناصر د هر مثبت انقلاب پر ضد په ظالمانه ډول د هر پرمختللي ګام او اصلاح مخالفت کوی. کاش چې دی مخالفانه دریځ مثبتي پایلي درلودای یا یې د منفې اصلاحاتو مخنیوی کړای وي. د دوی دي ډول کړنو افغانستان له سیالیو وروسته پاتې کړی دی. په جهالت کې یې ساتلي دي. اصلا دوی نه غواړی چې زموږ د ماشومانو ذهنیتونه د خرافاتو پر ځای د ساینس کورونه شي، د وهمونو پر ځای د مثبت تشکیک مرکزونه وګرځي، د تقلید پر ځای د نوښت علت وګرځي، د مایوسي پر ځای د ولولو باعث شي.
نور بیا - - - -
یادګېرنه: د دې لیکنې په دوام سره به په مستقیم ډول پر سرلیک لیکنه کیږي.