نړۍ دجوﻻی مياشتې په 8 مه نېټه:

 

 
_ په اسټرالياکې د ابورجيني Aboriginal People (د دغه هېواد اصلي اوسيدونکي) اوونۍ ده.
_ په1654 زکال کې لومړنی يهود «بارسيمسون» امريکاته ورسيد.
 

 
_ په 1839زکال کې امريکايی پانګوال اوسوداګر جان راکفېلرJohn D. Rockefeller زېږيدلی.
_ په 1889زکال کې د وال سټريټ ژورنال Wall Street Journal لومړۍ ګڼه له چاپه راووته.
_ په1901 زکال کې په فرانسه کې د موټرو چلولو ګړنديتوب ته کچه وټاکل شوه؛ دښاردننه موټرو ته يوازې ترلسو کيلومترو په ساعت کې دچلولوګړنديتوب ومنل شولېکن اوس مهال د اروپاپه ښارونوکې دغه اندازه 50 ده.
_ په 1915 زکال کې يوفرمان ورکړشو، چې  دترکستان اوشا وخوا سيمو400 زره کسان په جبري توګه کار وکړي. د قزاقستانيانوله خوا پاڅون وشولېکن په ظالمانه توګه وځپل شو.
_ په 1920زکال کې دانګريزانومستعمره ختيځه افريقا «کينيا» ونومول شوه.
_ په1926 زکال کې پاچا سعود، سعودي عربستان رامنځته کړ.