څـــنګــه زما مــخې ته راغلـــی لارويـه
زمـا ژونـد ډک لــه ژاړااو دځــګـرويــه
پـه پــردي وطــن کـی خـواره مســـاپره
تـورې شـپې په غــيږکـې اخلـمه زړګـيه
زه دخــــپل وطــن اصــيلــه پښـــتـنه وم
دغــيرت اودنـامـوس خــوږه کيـــسـه وم
چـــې وطــن کـې ګرځــيــدمـه نازيـدمـه
د نـــازو او مــلالـې د ژونـد جــلـوه وم
اوس طـوفـان کـې راايساره په سـلګو يم
هر ســهار، ماښــام په سـوو اوسيــلو يم
دژوندون پاڼـه مــې يــو پـه بل رژيــږي
ديوســولـې په ارمــان تـل پــه زارو يــم
د وطن بچي مـې لـوږې نه مړه کيـــږي
دنګ ماڼو کې مې زړګۍ نه قـراريــږي
د وطن بي بي يانی در په در ګـرځـيږي
د ژوندون هر يـو ارمان پـسـی ژړيـږي
سـهــار پاڅـمــه غــمـونــه دي دردونــه
ماښـــام هــــم دا غــم لـړلــي خــبرونــه
چې راډيوته هروخت غوږ نيـسم دااورم
دا بمــونه دي ،مــرګــونه دي، قتــلونــه
هيڅ په ژوند مې دراحت خــبره نه شـته
ســتا راتــلو ته د حاجــت خـبره نـــشـته
تړمې اوښکې اوسـلګو کې اموخــته يــم
مســافــره اوســـيلــو کـــې امـوخــته يـم
ماشومان موليلاميږي ډيــرپريشــان يــم
داغمجن غمجن وخــتونوته حــيران يــم
د وطــن پــه محــبــت کــې پـښــتـنو نـه
سـوله غـواړمه لټون ته يې سرګردان يم
نولارويه ورشـه جـنګ تـه زوال راوړه
شرط دسولې ده يوسورغمې لعل راوړه
ته فرهاد که د شــيرينې ديــدن غــواړی
د حفــيظ دګـران وطـن نه احـوال راوړه
وروستي