موږ او دوی

 
افغانستان چي په نړۍ کي پنځه زره کلن تاريخ لرونکی هيواد دی او د نړۍ په هر تحول کي يي د خپلي آزادۍ شمله هسکه نيولې او د نړۍ وهر زبر ځواک ته يي غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او د نړۍ وهر ستر طاقت درلودونکي ته افغانستان قبرستان جوړ سوی ، چي د افغانستان ددې هسکي شملي درلودلو اصلي لامل افغان ولسونه يا افغان ملت دی ، چي خپل وهر دښمن (تيري کوونکي) ته يي په يو مټې او يوه خوله شرميدونکي ماتي ورکړي ده .
چي په افغانستان کي ټول قومونه پښتون ، تاجک ، هزاره ، ازبک ، ترکمن ، بلوڅ ، ايماق ، پشه يي  او ...  د وروڼو رنګه د هر استقلال وجنګ ته لکه سپر د تيارسي په حالت کي اوسيدلي . خوپه ۱۹۷۰مه لسيزه کي کله چي په افغانستان کي دوي پرلپسي کودتاوي وسوي او په ګران هيواد کي د بدبختۍ اور بل سو ، نوپه همدغه وخت کي زموږ تاريخي دښمنانو له دې فرسته ګټه پورته کړه ، چي د اسلام ، جهاد او ديموکراتيک په نامه يي په لس ګونو ډلي ټپلي يي د افغان وطن د بربادۍ لپاره جوړي او د خپلو شومو اهدافو لپاره يي يو بل ته په سنګرکي سره کښينول او داسي يي وجنګول ، چي دا تاريخي افغانستان يي په کنډواله بدل ، په لکونو افغانان مړه  او معيوبيان سول او په مليونونو افغانان د جنګ له ويري و بهرنيو هيوادونو ته کډوال سوه ، د دښمنانو لا زړونه نه وه رايخ سوي ، په همدغه وخت کي يي دافغانانو د ملي ترمانولوژۍ د منځه وړلو لپاره يي خپلي دسيسې د پورته ذکر سوو قومونو په نومونو د ځينو ګوډاګي تنظيمونو له خوا يو پر بل داسي ظلمونه وسوه ، چي هغه د يو مټي افغان کور يي په څو قومي او نجسو تنظيمونو بدل کړ ، چي همدغو لاسپوڅو تنظيمونو د جګړي په وجه يوازي په کابل کي ۶۰۰۰۰ افغانان شهيدان سول ، خو د طالبانو د اسلامي امارت او ښاغلي حامدکرزي او بيا ډاکټر صيب اشرف غني په حکومتي دورو کي دا اجري قومي مليشي ورځ تر بلي په افغان ټولنه کي خپل اعتبار له لاس ورکوي او د يو مټي افغانستان په لور افغانان د حرکت په حال کي دي ، خو سل په سلو کي نه دي ختم سوي ، ځيني پردي پال پښتانه د پښتون په نامه او ځيني پردي پال تاجک ، هزاره ، ازبک د خپلو قومونو په نامه د ځېنو استخباراتي کړيو په لمسون خپل ضميرونه پلورلي او تردي نامه لاندي سياست کوي ، خوبيا هم د افغانستان په ميشتو قومونو کي ځينو کسانو د خپل ځان او تنظيم لپاره ډيري لاسته راوړني لري او خپل شخصي ژوند او سرمايه دارۍ لپاره يي هڅي کړي ، اما د همدي ګټو برسيره تل د ملي ګټو سره په ټکر کي اوسيدلي او ځينو استخباراتي کړيو څخه په همدي نامه پيسي (کريډيټ) ترلاسه کوي .دهمداسي اشخاصو پرضد بيا د نورو قومونو دوی ته ورته بي ضميره سياست کوونکي د قومونو د تفريقي په خاطر يو پر بل باندي تورونه لګوي  او خپل سياست او ګټې په همداسي يو دبل په بدنامولو د قوم او سمت بازيو له لاري جاري ساتي .
داچي په افغانستان کي داسي فوځي او استخباراتي قوي نظام نه لرو ، چي د همدي دلالانو لوبو ته د پای ټکی کښيږدي ، خوبيا به هم ددي دلالانو پر ضد چي په هر قوم پوري مربوط وي بايد خپله ملي مبارزه جاري وساتو . اود خپل افغانيت او ګران افغانستان شمله  به هسکوو .
پرون د دفاع وزارت لپاره چي معصوم ستانګزی انتخاب سوی وو اما د ولسي جرګي له خوا رد سو . خو دا رديدل زموږ ځينو پښتنو نيشنليسټانو د اسمان نړيدل وبلل ، چي دا کار ټول د شمالي ټلوالي او د جميعت د ګوند پياوړي قومندان عطامحمد نور له خوا تر سره سو ، چي دولسي جرګي غړو ته يي بډي ورکړي ترڅو چي معصوم ستانګزی ناکامه کړي .
نوماهم د دوی ددې احساساتي برخورد ته په کتو دغه يو څو کرښي سره ترتيب کړي ، چي محترمو دپښتنو سياستوالو ، که چيري عطامحمد نور دا کار د هرچا په ترو باندي وکړ ، بياهم زه زنده باد ورته وايم ، هغه په دي خاطر چي هغه خپل هدف سرته ورسوی اما  ما او تا چي خپل سرونه ګريوان ته کښته کړو د پښتون په نوم په سياست کولو کي د پښتون لپاره کوم خير راوړی ؟ او يا زما او ستا سياسي تنظيمونو د پښتون قوم لپاره تر غم ، وير او ماتم  او د خپلو لاسونو تر پريکولو لپاره نور څه کړي؟ زه به د عطامحمد نور يوه کوچنۍ بيلګه درته وړاندي کړم تاسي فکر پروکړی ، چي ايا زموږ په کوم سياستوال او يا د تنظيم په رهبر کي به دومره ژوره پوهه او دومره ژوري ګټي ته په فکر کي  وي .
يو ملګري مي راته کيسه کوله چي زه او يو بل دولتي چارواکی دهمدي چارواکي ملګري د کار په خاطر ، په مزار شريف کي د عطا محمد نور و دربار ته ورغلو، کله چي د حال احوال پوښتني سره خلاصي سوي ،زما څخه خپله ښاغلي نور پوښتنه وکړه : چي تاسي څوک او د کوم ولايت څخه ياست ؟ ماچي خپل ځان ورته معرفي کړي په همدي وخت يي خپل سکرټر ته ور ږغ کړ چي هله راسه ددي ميلمه شميره درسره وليکه ، چي بيا مو په همدي ولايت کي په کار راځي ماته داسي پوسخند غوندي و بريښيدل لکه هاغه زموږ پښتانه سياستوال  يا چارواکي چي کوم پښتون له ځانه تير وباسي ، خو کله چي موږ را رخصت سو او خپل ولايت ته راغلم هره مياشت هم هغه سکرټر راته زنګ وهي او د ښاغلي نور سلامونه وړاندي کوي او د خدمت او ضرورت ويلو ټينګار راباندي کوي ،نو کله مي چي ددي ملګري بيان واوريد د ښاغلي عطامحمد نور ودې ژور سياست ته په سوچ او انديښنه کي سوم ، چي دا خلک ليوني نه وه ، چي په لوګرولايت کي يي دده لمانځ غونډه ترسره کړه .
نو اوس زموږ د پښتنو سياستوالو صرف شعار دی مګر عمل يي په صفر کي ضرب دی ولي ددوی شعار او عمل يو ډول روان دي ، چي زموږ همداسي سياست به زموږ د خرابی ، بربادۍ  او شاته والي سبب ګرځي او دوی به لکه همدا نن بريالي او خپل هدف ته رسيدونکي وي .