نړۍ دجوﻻی پر 5 مه نېټه:

 
_ الجزايرکې د خپلواکۍ ورځ ده.
_ په ارمنستان کې داساسي قانون ورځ ده.
_ په ارجنټائين کې دماشومانوورځ ده.
_ وينزويلا هېواد دخپلواکۍ ورځ نمانځي.
_ په1811 زکال کې وينزويلاVenezuela په اسپانوي مستعمروکې لومړی هېواد و، چې خپلواکي يې ترﻻسه کړه.
_ په1829 زکال کې د «اورال» لويديځ ته دل ومړي ځل لپاره په روسيه کې الماس وموندل شو.
_ په1841 زکال کې انګرېز «توماس کوک» د لومړي ځل لپاره د سيلانيانو لپاره د سفر کولو اسانتياوې برابرې کړې، ا و570 تنوته يې د سياحت چارې تنظيم کړې.
 

 
_ په 1882 زکال کې دهندوستان نامتوصوفي Inayat Khan عنايت خان، چې د نړيوال صوفيزم Universal Sufism بنسټ اېښودونکی و، زېږيدلی.
_ په1924  زکال کې په پاريس کې  د 8 مو المپيک لوبو پرانېستونکي مراسم پيل شول.
 

 
_ په1954 زکال کې د بي . بي .سي . BBC لومړنۍ ټلويزيوني خپرونه پيل شوه.
 

 
_ په1954 زکال کې نامتوامريکايي سندرغاړي (( اېلويس پرېسلي )) Elvis Presley  خپلې لومړنۍ سندرې ثبت کړې.
 

 
_ په 1977زکال کې په پاکستان Pakistan  کې دپوځي کودتا Military coup په واسطه، د ذوالفقارعلي بوټوZulfiqar Ali Bhutto  حکومت د جنرال ضياٌ الحق له خوانسکورشو.
_ په1994  زکال کې په چين کې د ماشومانو پر کار کولو بنديز ولګول شو.
_ په 2006 زکال کې يوه 62 کلنه انګريزه وروسته له دې، چې په مصنوعي توګه دوه ځاني (حامله) کيږي، يوماشوم زيږوي .