د توتاخېلو ځوانانو ټولنيزې شورا له خوا د سيرت النبي سيالي تر سره شوه.

 
رحمت الله رحيمزی، پکتيا
 
دا سيالي په مرکز ګردېز کې د ښوونځيو له لسګـونو زده کوونکو څخه د ديني پوښتنو او ځوابونو په کولو تر سره شوه.
د توتاخېلو ځوانانو ټولنيزې شورا مسؤلين وايي، چې څو ورځې وړاندې د ښوونځيو زده کوونکو ته په سيالي کې پوښتل کېدونکې، له ۱۵۰ زياتې پوښتنې او ځوابونه ورکړل شوي وو، چې د جمعې په ورځ ورڅخه ازموينه واخيستل شوه.
د دوی په خبره په سيالۍ کې شاوخوا سل زده کوونکو ګډون کړی وو، هر زده کوونکي درې پوښتنو ته په سم ځواب ويلو ګټونکی بلل کېده او ورته په نظر کې نېول شوې ډالۍ ورکول کېدې.
د پکتيا د سولې شورا مشر مولوي خالقداد حقاني دا او ورته سيالۍ جوړول د نويو ځوانانو او زده کوونکو لپاره ګټورې بولي او وايي چې : له دې سره اسلامي پوهه زياتېدلی او عامېدلی شي.
حقاني وويل چې : د ټولنې راتلونکي او د نوي نسل روزنه د اوسنيو ځوانانو په لاس کې ده او له ټولو ځوانانو يې وغوښتل چې، خپل دا مسوليت درک کړي او په سم ډول د تر سره کولو لپاره دې يې کار وکړي.
(( ځوانان لکه څنګه چې دټولنې له قشرونو څخه يو مهم قشر دی، نو ورته په کار ده، چې په ټولنه کې شته ستونزو ته جدي توجو وکړي او د خپلې انررژۍ څخه په ګټې اخیستو سره اوسنۍ ستونزې درک او حل لاره پیدا کړي ))
د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس محمد شفا مشفق، د ټولنو له خوا د اصلاحي او مالوماتو پروګرامونو او غونډو جوړول، يو ښه ګام وباله او ويې ويل چې که هره ټولنه خپل مسوليت تر سره کړي نو په لږ وخت کې به زيات مثبت بدلون رامنځته کېدلی شي.
مشفق له ټولو مدني فعالانو غوښتنه وکړه، چې په يوه ټغر راټول شي او په ګډه سره کار وکړي.
(( د توتاخېلو ځوانانو ټولنيزې شورا دا ګام د ستایلو دی ، باید چې نورې شوراګانې او ټولنې هم د محدوديتو څخه راووځي او په ګډه سره داسې روزنيز او ګټور پروګرامونه دایر کړي ، تر څو په ټولنه کې شته ستونزې د همدې له لارې حل شوې وي او په ټولنې کې به په ځانګړې توګه د ځوانانو د پرمختګ لامل شوی وي .))



د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمدرحمن قادري، د دا ډول اصلاحي او مالوماتي پروګرامونه ستاينه وکړه او له ټولنو يې غوښتنه وکړه، چې سالم رقابت وکړي او خپل فعاليتونه تر يوه قوم يا سيمې محدود نه کړي.
(( که د شوراګانو او ټولنو ترمنځ مثبت رقابت شتون ولري، فکرکوم چې ځوانان به مو د يوې سالمې لاره ته رابللي وي، د خلکو په وړاندې به یې په ريښتني توګه خپل مسوليت ادا کړی وي او قومي شوراګانو او ټولنو ته په کار ده چې خپلو کاري ساحو ته پراختيا ورکړي .))
د توتاخېلو ځوانانو ټولنيزې شورا مشر، محمدولي مينه ناک وايي، چې دا سيالي يې د کلني پلان يوه برخه ده او هدف يې په اسلامي پوهه د نويو ځوانانو سمبالول دی .
مينه ناک وايي چې ورته نور ځينې کارونه هم په پام کې لري.
(( موږ دا سيالي د کلني پلان له مخې دایره کړې، زموږ شورا  ورته نور اصلاحي پروګرامونه هم لري، هڅه مو داده چې په ټولنه او ځوانانو کې اسلامي فکر او اسلامي ارزښتنو ته په رشد سره مخته لاړ شو، خلکو ته اسلامي او ټولنيز مالومات د همدې شورا او غونډو له لارې وړاندې کړو او خپل مسؤليت د ټولنې او خلکو په وړاندې ادا کړو . ))
د توتاخېلو ځوانانو ټولنيزه شورا تر سلګونو پورې غړي لري، چې وخت نا وخت یې دا ډول اصلاحي او ټولنيز پروګرامونه تر سره کړي .
د يادولو وړ ده چې په پکتيا کې شاوخوا څلوېښت ټولنې شته، چې ډېری يې تش په نوم دي او د فعاليت کوم څرک يې نه لګيږي.