د ولسمشرۍ نوماندان په ملي جامو کې راڅرګند شول

اسد ۱۳۸۸
 غواړم چې نن خپله ليکنه د پښتو ژبې د حماسې شاعر خدای بښلې ملنګ جان په دې شعر سره پيل کړم چې وايي:
 
چـــا غوږ کــې راته وويل چې جانان مه يادوه
د سرو شونډو د پاسه سور پيزوان مه يادوه
 
ټاکل شوي ده چې د روان کال د زمری په ۲۹مه په ګران هيواد افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوری ګانو ټول ټاکنې تر سره شئ. په دغه لړ کې څه موده وړاندې د هيواد د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشرۍ او ولايتي شوری ګانو اړونده نوماندانو ته اجازه ورکړه چې د غبرګولې۲۶مې نېټې سره سم خپلې ټاکنيزې سيالۍ پيل کړي.
 
د ټاکنيزو سياليو د نېټې د پيل سره سم مو وليدل چې د هيواد په لويو ښارونو کې نږدې د ټولو نوماندانو ډول ډول عکسونه، لوحې ، خبرتياوي او شعارونه خپاره شول او د ګرانو هيوادوالو د پام وړ وګرځيدل. دلته خو د خوښۍ خبره دا ده چې ډير نوماندان د هيواد په ملي جامو لکه کميس او پرتوګ، لونګۍ او واسکټ، قرقولي او چپن پوښلي (ملبس) دي او د دې ترڅنګ يې زړه راښکونکې شعارونه هم په خپلو خبرتياو او پوسترونو کې ليکلې دي. نو په رښتيا چې د نوماندانو دا تود بازار، چټک کمپاين او ولس ته د دوی شعارونه او ژمنې د خلکو په زړونو کې د هيلو ولولې راپاروي.
 
ولي په خواشينۍ سره بايد ووايم چې واک ته تر رسيدو ورسته بيا دا ژمنې او وعدې د ډيرو برياليو کانديدانو په ياد نه وي پاتې. که څه هم نه غواړم چې په دې اړه د بعضې ټولنيزو او امنيتې ملحوظاتو له امله ډير تفصيلات ورکړم ځکه چې وايې (شيخ فريده پټه خوله دې بهترې ده) ولې د ګران هيواد او هيوادوالو په وړاندې د ملي او اخلاقې مسوليت په درلودو سره بايد دا موضوع په لاندې توګه لږ څه روښانه کړم.
 
په هيواد کې تيرو تجربو دا ښودلې ده چې زمونږ دولتې چارواکې برسيره پر دې چې د هيواد په دننه کې د ډيرو ستونزو په حل کې پاتې راغلي دې، بلکه د خپلو بهرنيو سفرونو په مهال او د افغانستان په نمايندګۍ په بهرنيو هيوادونو کې د رسمې مراسمو د ترسره کولو په مهال نه خپل ملي لباس اغوندې او نه په خپلو رسمې ژبو خبري کوې! په داسې حال کې چې دا د يوي خوا د دوی حق دی چې د خپل هيواد په رسمي ژبو خبرې وکړي او د بلې خوا به دوي په دې کار سره د نړيوالې ډپلوماسۍ په اسمان کې د مريخ او عطارد په شان ښکلي وځليږي، دا ځکه چې په دې کار سره  دوی خپل ملي هويت نړيوالو ته څرګند او ثابتولی شئ. دا  شان پوهان وايي چې يو ملت خپلو تار یخې وياړونو، کلتورې ارزښتونو، دينې او مذهبې بنسټونو او تګلارو ته په پام او درناوۍ سره ژوندې پاتې کیږی.
 
پورتنيو اندیښنو ته په پام سره د افغانستان ډير وګړي ټولو کانديدانو ته دا وړانديز کوي چې دوی دې د ولس په وړاندې خپلو ژمنو ته تل ژمن پاتې شئ،  د واکمنۍ په مهال دې د ولس د کړاوونو او ستونزو څخه تل ځان خبر کړي، خپلې اړيکې دې د افغانستان په کليو او بانډو کې د ولس سره ټينګې وساتې، د هيواد په ابادۍ، د ولس په څوکالۍ او د خپل ملي هويت په پياوړټيا او ځليدو کې دې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړې.
 
د اوس لپاره دا ليکنه د پښتو په دې متل سره چې وايې (نه به ناصر خان وي تل او نه به يې سره اوښان وي تل) پاې ته رسوم.
 
د يوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور.
محمد فريد شګيوال