غزل

ته چـــي  مــي وليــدې ما ښه ولـــيده
دا ټــوله  مـــينه مــي  د  زړه وليـــده
 
راته خپل ځان پردی پردی ښکاره سو
مـــا چــــي بــيا کـلـــه اّيــينــه وليـــده
 
خيالونه ورک مـي د جنت ســوه ګـلــه
چي ســـتا د کــور مـي دروازه ولــيده
 
ســترګـی مـي دواړه هر ځای تا لټوي
دا ســتا د مــخ مــي چـي کعــبه ولـيده
 
زه يـــې خمــار کـړم لـيونی يــې کړم
وســـيمه مــا د عــشـق نشـــه ولــــيده