
_ نن ورځ د معمارانو نړيواله ورځ ده.
_ په ترکيه کې د سمندري پوځي ځواکونو ورځ ده.
_ په 1200 زکال کې په چين کې لمريزې عينکې يا سترګۍ اختراع شوې. له سترګيوپه لومړي سرکې قاضيانود اوږدو خبرو اترو په مهال کاراخيستلو.
_ په1751 زکال کې دانسکلوپيديا( داېره المعارف ) لومړی ټوک د «ديني ديدرو» او «جان دې المېرم» له خواخپورشو اوترهغه وروسته په 30کلنوکې بيا 35 ټوکه نورهم خپاره شول . د انسکلوپيديا په تکميلولو کې د هغه پېړۍ نامتو ليکوالانو او شخصيتونولکه «ژان ژاک روسو»، «مونتېسکو» او نوروهم برخه واخيسته.
_ په1921 زکال کې په «شانګهای» کې دچين د کمونېست ګوندبنسټ کېښودل شو.
_ په 1923 زکال کې په کاناډاکې د مهاجرو داسې يوقانون پاس شو، چې په عمل کې يې د چينايانود ورتګ نه ممانعت کولو. چينايانود دې ډول قانون تصويبول د دوی سپکاوی وباله.
_ په 1961 زکال کې شهزادګۍ «ديانا» زېږيدلې.
_ په 1977 زکال کې په ايټالياکې د ناټو يوې پوځي اډې ته ناپېژندل شوي الوتونکي توکی ( نات ) ورغلی و، چې د يوې لنډې مودې لپاره د پنځه کيلومترو شاو خوا برېښناهم قطع شوه.
_ په1991 زکال کې په پراګ کې يو پروتوکول ﻻسليک شو، چې له امله يې په رسمي توګه نور د «وارسا تړون» موجوديت ته خاتمه ورکړل شوه.
_ په 1997 زکال کې «هانګ کانګ» بيا په چين پورې اړوند شو.