
روسانو چې د افغانستان په پاکه خاوره یرغل وکړ، نو ویې غوښتل چې د انګریز د (بیل یې کړه، ایل یې کړه) فرموله وکاروي. نو ویې ویل چې افغانستان ته د دې لپاره راغلي دي چې اکثریت وټکوي او د مظلومو! اقلیتونو حقوق اعاده کړي. خو له نیکه مرغه ټول افغانان پسې راپاڅیدل او روس یې سر وهلی او شرمیدلی له ګران افغانستان څخه وشاړه.
امریکا هم هماغه کار کوي. خو له ده سره بخت یار دی. پښتانه یې د طالب په نوم څنډې ته کړي او د نورو ورونو قومونو په نوم یې څو ټیکه داران په واک کې شریک کړي دي، چې دوی هم له امریکایي استعمار سره د هیواد د دغه لوی قوم په ټکولو کې مرسته وکړي. خو بیا هم عام افغانان که پښتانه دي او که نور سره ورونه دي او پوهیږي چې دا د استعمار عام کار وي چې ولسونه پخپلو کې سره اچوي.
د بون تر استعماري تړون وروسته د لوړو زده کړو وزارت تل سکتارستو کسانو ته ورکول شوی دی او په روغ لاس یې د هغه قام په وړاندې د فساد او تبعیض سدونه درولي دي، چې د هیواد په ازادۍ او ساتنه او ابادي او له نورو ورونو قومونو سره په ورورۍ کې تر نورو کم نه و او ندی.
دا کار د ملت نیمه بدنه فلجوي او طبیعي ده چې نیم روغ بدن هم متضرروي.
د ډاکتر صاحب اشرف غني څخه د هیوادوالو تمه دا وه چې یو داسې څوک به د دې وزارت په مشرتابه کې راولي چې د تیرو ۱۳ کلونو کمۍ، فشاد، بې کفایتي او ضرر رسونه اصلاح او لوړو زده کړو ته د افغانانو د عادلانه لاسرسي او ټولو ته د باکیفیته لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
متأسفانه یوه ډیره زیرکه او چلبازه ښځه پدې قادره شوه چې ځان د ښځو د نماینده او مسلکي کادر په توګه پر ولسمشر ومني او وزیره شي، چې نه د مشرتابه استعداد لري، نه ملي او افغاني فکر لري، نه زموږ له تاریخ او فرهنګه خبره ده او نه د هیواد د اولادونو د باکیفیته لوړو زده کړو په ارزښت پوهیږي. د مساوات، انصاف، محرومو ته د توجه په ضرورت او د افغانستان په ثبات، یووالي او پرمختګ کې د عدالت پر اهیمت خو ګرد سره پوهیږي نه.
یوازې یو کمال لري او هغه دا چالاکي وکړي. د همدې چالاکي په زور یې په داسې حال کې کمپاین یې داکتر عبدالله ته کړی او د بدخشان د یوه جمیعتي میرمن او خپله هم د دغه ګروپ غړې ده، ځان یې په اشرف غني وزیره کړ. دا میرمن فریده مومند نومیږي. د کادري معیار د پوره کولو پرته د رباني په فرمان د طب پوهنځي استاده شویده او هیڅ ډول ملي او مسلکي تعهد نلري. د عبیدالله عبید په سپارښت یې په امریکا کې کوم لنډ مهاله کورس لوستی او د هغه له خوا وزارت ته پیشهاد شوې ده.
دې اغلې د ګټې پر ځای محرومو سیمو ته یو لوی خیانت وکړ او د اماده ګي هغه پوهنځی یې بند کړ چې د تیر ولسمشر حامد کرزي په فرمان تاسیس شوی و. چې دا کار یې د قانون صریح پایمالول دي.
هیله ده څوک پیدا شي او وزیره وپوهوي چې د ولسمشر فرمان د قانون حیثیت لري. د وزیرانو او نورو حکومتي کارکوونکو دنده د قانون تطبیق دی نه د هغه ماتول او ودرول.