دلمر غيږه

ته مې ژوند ته مې اجل يې تا به ســـتايم تا به ستايم
غم ،خوښيو کې مې مل يې تا به ستا يم تا به ستايم
 
که زه دلته او ته هلـــته ﻻر د مرګ او ژوند يوه ده
څراغ غوندې راته بل يې تا به ستايم تا به ستايم
 
ســـــتا په مينه کې لوګی سوم راته وايه ﻻ به څه کړم
د سپوږمۍ د مخ اوربل يې تا به ستايم تا به ستا يم
 
غـمازي شيطان سو کډه د شفق اورته پناه وړي
ته تر اوسه په يرغل يې تا به ستايم تا به ستايم
 
پرې يې نه ږدې ګذار وکړه کهکشان نه پوځ ورمات کړه
د لــــمر غيږه کــــې اتل يـــــې تا به ســـــــتايم تا به ستا يم
 
ماتو هيلو سرهسک کړی هيلو ﻻر ورته پرانيستې
اوس د هيــلو پر درشل يې تا به ستا يم تا به ستايم
 
د زمان سترګې ړندې شه! چې ستا لور ته بد کاته کړي
د (( بابي)) ښـــــــــــکلی کابل يې تابه ستايم تا به ستايم