
که بلغمو تکلیف ستاسې په صحت کې فرق راوستی وي مګر د دې څخه د خلاصي لاره موجوده ده، د دغه مرض څخه د خلاصي لپاره
به تاسې د ښوروا په قسم نور ډېر ګرم خواړه استعمال کړي وي، خو تاسې داځل کورکامن چې په هر ځای کې پیدا کېږي استعمال کړئ.
کورکامن چې د د مضرو بکتریاوو په ضد ښه نتیجه ورکوي او د بلغمو د مینځه وړلو کې پوره کومک کوي.
ددې استعمال په دې قسم دی: چې هر سحر یوه کاشوغه کورکامن په یو ګیلاس شیدو کې وخورې، ددې تر څنګ یوه کاشوغه کورکامن او یوه کاشوغه مالګه د ورځې درې وارې غړغړه کړئ.
انشاالله ددې کار په څو ځلې په سرته رسولو سره به ښه شئ.