موږ بې ارزښته نه یو!

 
ابراهیم ایمان/ خوست
د ټاکنیزو مبارزو په وخت کې چې کله ولسمشر اشرف غني خوست ته د کمپاین لپاره راغلی و، د خوست ولسونو سره یې په کلکه وعده وکړه ، چې که چیرې واک ته ورسیږي د خوست ځوان کدرونه به په حکومت کې ځای پر ځای کړي، دشیخ زاید پوهنتون به نړیوال کړي، دخوست او ګردیز لویه لاره به په اساسي ډول ورغوي ، د غلام خان بندر باندې به سرمایه ګذاری وکړي یاده لاره به په ترانزیټي لاره بدله کړي.
هر کله چې ټاکنې جنجالي شوې، ښاغلی اشرف غني به په چیغو چېغو ویل:  خوستوالو ارګ ته څو قدمه نږدې کړی یم او په هره ناسته کې به یې د جواز خان کارنامه خلکو ته بیانوله. د خوست ولس نه یې په وار وار مننه کوله. کله چې حکومت له مامور نه تر وزیره له ویانده تر اجیره تقسیمدلو، له ولسمشر نه هغه دې خوست ولس کارنامې چې په هر غونډه کې یې بیانولې هیرې شوې وې.
ولسمشر چې هر کله د واک په ګدۍ کېناستو، د جواز خان د وړې لورکۍ کیسه او د خوست د ولسونو په لکونو رایې او نه ستړیدونکې منډې ترړې یې هیرې کړې. ولسمشر هغه خلک له پامه وغورځول چې شپه   او ورځ یې په ځان ورته یوه کړې وه.  ولسمشر ته اوس هغه ولس بې ارزښته ښکاري چې دی یې ارګ ته څو قدمه نږدې کړی و نه، نه ،ولسمشره موږ بې ارزښته نه یو وایي چې په تیرو زمانو کې یو مشهور ویناوال له جیبه دوه زرګونه را وایستل او ناستو کسانو ته یې وویل: څوک غواړي چې دا پیسې ورکړم؟
ټولو لاسونه جګ کړل ویناوال نوټونه په موټي کې ټینګ کړل، ویې مووړل، کوت کوت یې کړل اوله ناستو کسانو یې یو ځل بیا پوښتنه وکړه:څوک غواړي چې دا پیسې ورکړم؟ بیا هم ټولو لاسونه جګ کړل. ویناوال د زرګون نوټونه لاندې واچول، پښه یې ور باندې کيښودله، په خاورو کې یې ولړل او دومره یې سپېره کړل چې هغه د چا خبره له پېژندلو ووتل دغه وخت یې ناستو کسانو ته وویل : اوس هم د چا پکار دي؟ بیا د ټولو لاسونه جګ شول.
ویناوال وویل موږ په ژوند کې کله کله وځپل شو توهین شو ، حقارت احساس کړو او ګومان وکړو چې نور نو بې ارزښته شوي یو خو دا ګومان بې ځایه وي دغه نوټونه که هر څو کوت کوت شي او په خاورو دوړو سپيره  شي، بیا هم په ټولنه کې ارزښت لري او واقعي ارزښت یې په ځای پاتې کیږی.(*)
 
اوس چې زموږ خوستوال په کومو بنډارونو یا سیاسي بحثونو کې کيني نو مقابل لوری دې پېغور په ډول ورته وایي چې ستاسو ولسونو خو په ټول ټاکنو کې  بې سارې قرباني ور کړه خو تاسو خو یې هیڅ ثمر و نه لیدو زموږ خلک یې خبره په خندا او هوایي تیره کړي هیچاته منطقي  ځواب نه لري، ځکه موږ هر وخت حکومتونو، پاچاهانو، وزیرانو او والیانو  په تشو وعدو غلط کړي یو او د مور او میرې چلند يې را سره کړی دی.
موږ چې هر څوک تر ارګه رسولي دي ډیر ژر یې هیر کړي یو زموږ ولسونه یې په تش میدان پریښودلي دي خو اوس موږ ویښ یو او د خپل حق غوښتونکي یو نه د چا حق خورو او نه خپل حق چا ته وربخښلی شو داسې خو والا که خوند کوي چې توره دې زما وي او ماڼۍ  دې د لالا وي.                                                          
 د زرو هیندارو کور *