په حکومتي مشرانو کې څومره پښتو ژبي دي؟

 
 
 

نوم
دنده
د کور ژبه
تبصره
  • اشرف غني
  • ولسمشر
    دري/ انګلیسي
    د کور ژبه یې تر واده مخکې دري او اوس انګلیسي ده. په پښتو، دري او انګریزي وینا کوي خو پښتو په رسمیاتو کې یې نه لیکي.
  • حنیف اتمر
  • د امنیت شورا مشاور
    دري/ انګلیسي
    تر واده مخکې دري او اوس انګلیسي. په پښتو هم وینا کوي خو ورته دریمه ژبه ده. په رسمیاتو کې یې نه لیکي
  • نورالحق علومي
  • داخله وزیر
    دری
    په پښتو سم نه پوهیږي. د پښتنو د بنسټیزو دښمنانو له مشرانو دی. په رسمیاتو کې یې نه لیکي
  • معصوم ستانکزی
  • دفاع وزارت ته کاندید
    دری
    پشتو یې مورني ژبه ده، کله کله یې وایي، خو د کور ژبه یې د میرمن ژبه ده. په رسمیاتو کې یې نه لیکي
  • اکلیل حکیمي
  • د مالیې وزیر
    دري/ انګلیسي
    په پښتو نه پوهیږي. په رسمیاتو کې یې نه لیکي
  • داود سبا
  • د کانونو وزیر
    دري/ انګلیسي
    په پښتو نه پوهیږي. په رسمیاتو کې یې نه لیکي
  • اسد ضمیر
  • د کرنې وزیر
    دری
    په پښتو نه پوهیږي. په رسمیاتو کې یې نه لیکي
  • فریده مومند
  • د لوړو زده کړو وزیره
    دری
    په پښتو پوهیږي خو د کور ژبه یې د میړه ژبه ده. په رسمیاتو کې یې نه لیکي
  • نسرین اوریاخیل
  • د ټولنیزو چارو وزیره
    دری
    د کور ژبه یې د میړه ژبه ده. په رسمیاتو کې یې نه لیکي
  • نصیر درانی
  • د کلیو پراختیا وزیر
    دری
    په پښتو پوهیږي خو د کور ژبه یې د میرمن ژبه ده. په رسمیاتو کې یې نه لیکي
  • ګلاب منګل
  • د سرحدونو وزیر
    پښتو
    فکر کوم په رسمیاتو کې یې کله کله  لیکي
  • رحمت الله نبیل
  • د ملي امنیت مشر
    پښتو
    پښتو ورته دویمه یا دریمه ژبه ده. په ندرت سره یې وایي. په رسمیاتو کې یې نه لیکي.
  • انجینیر محمد خان
  • د اجرائیه مشر مرستیال
    پښتو
    کله کله یې وایي خو په رسمیاتو کې یې نه لیکي
    لدې څخه څو حقیقتونه په ډیر څرګند ډول راوځي:
  • د افغانستان پښتانه د هیواد ټول نفوس ۶۲٪ دي خو په لوړو پوستونو کې یې فیصدي ۳۰٪ ده. ټکان ورکول شوې ده. ټکان ورکونکی خو داده چې په نظامي برخه  کې چې د مملکت په سرنوشت کې ټاکونکی رول لري، د پښتنو د تصمیم نیونکو پوستونو اندازه درې فیصده ده.
  • په ملکې برخه کې د ۳۰٪ کمې ورکړل شوي برخې یې هم  یوازې اوه نیم فیصده پښتو ژبې پښتانه دي. پداسې حال کې چې د پښتنو ۹۰ فیصده پښتو ژبې دي او ۱۰ فیصدو خپله ژبه بدله کړې ده. نو معنی دا چې ۱۰ فیصدو ته ۹۲ نیم فیصده برخه ورکړل شویده.
  • د پښتنو تر ټولو زیاته برخه دري او انګلیسي ژبو پښتنو ته ورکړل شویده.
  • ۹۹ فیصده پښتانه چارواکي پښتو نه لیکي.
  • اوس د پښتو ژبې د پالونکو او غوښتونکو څخه پوښتنه ده چې دوی د پښتو وده له پښتنو مشرانو وغواړي که له نورو. که له نورو یې غواړي یو ډول لیونتوب ندی؟ ځکه یو څوک چې پخپله ځان ته څه نه غواړي نو بل یې ورته ولې وغواړي. یو جدي بحث او فکر ته ضرورت دی.
    همدا راز د پښتنو له سیاسي مشرانو څخه پوښتنه پکار ده چې دا پښتو ژبې پښتانه د دې وطن ندي، د استعداد لرونکي پکې نشته که د کوم جرم سزا ویني؟
    که دې پوښتنو ته چا ځوابونه ورکړل یا یې د فکر کولو تیاری وښود، بیا ورته نور حقیقتونه هم لیکم او بحث او فکر ته یې راوبولم.
    ښه روژه درته غواړم.