حامد کرزي په مسکو کې له افغانانو سره وکتل

 
وړمه ورځ د افغانستان مخکنی جمهور رئيس ښاغلی حامد کرزی مسکو ته راغلی و، د جمهور رئيس پوتين په شمول يې له  ډيرو مقاماتو سره وکتل، د خبري رسنيو د پراخه ورشو سره يې   ډيرې مرکې او خبري کنفرانسونه  تر سره کړل. پرون ماښام يې ددې ځای له يو شمير افغانانو سره وکتل، په دغه شمير کې زه هم ورغلی وم، دده خبرې مو واوريدې، په زړه پورې وي.  د افغانستان د روانو حلاتو د پاکستان د استخباراتو، د تروريزم په وړاندې دامريکا د جنګ،  او د افغانستان د ثبات لپاره   يې د روسيې ، چين او هند د همکاريو د ضرورت په باب ښه په تفصيل خبرې وکړي او د افغانستان ، سيمې او نړۍ د حالاتو په باب يې  د خپل اوسني دريځ په باب هم څرګندونې وکړې.
  د ورغلوکسانو له منځه  ښاغلي  ډاکتر شېرحسن حسن  له ښاغلي کرزي څخه له دې کبله  مننه وکړه چې  زموږ ليدو ته يې وخت پيدا کړی و اوويې  ويل ، موږ خوشاله يو چې تاسې  وينو او له دې کبله هم خوشاله يو چې د افغانستان په تاريخ کې نوی فصل پرانستل شوی دی، چې له برکته يې تاسې د يو ولسمشر پتوګه خپله دوره په ابرو او عزت پای ته ورسوله، واک مو په ابرو او عزت بل منتخب ولسمشر ته وسپاره او دادی اوس په ابرو او عزت د خپلو هيوادوالو په منځ کې ښکارئ او  له هغوی سره د زړه خواله کوئ،  دغه فصل په تاريخ کې د کرزي د دوري په نامه ثبت دی، دا ستاسې لپاره او زموږ د ټولو لپاره لوی وياړ دی او له دې کبله موږ مبارکي درته وايو. خو  ستاسې تاريخي رسالت پای ته نه دی رسيدلی،  هيله درڅخه کوو چې د هيواد له نوي مشرتابه سره له خپلو همکاريو څخه ډډه ونکړئ او همېشه د همکارۍ او ملاتړ لاس وراوږد کړئ،  تاسې چې نن د ښاغلي پوتين کومې برياوې وينئ نيم يې د خپلې هوښيارۍ او درايت له برکته او نيم يې د خپلو اسلافو لکه (ګرباچف، يلڅن، پريماکوف او نورو ... ) د  تجربو څخه د استفادې او ښې همکارۍ له برکته دي.  نو که ستاسې د ولسمشرۍ دوره پای ته رسيدلې ده ، تاريخي رسالت مو پای ته نه  دی رسيدلی، هيواد مو په ډير بد حالت کې دی او نوې اداره له زياتو ستونزو سره مخ ده، که تاسې له نوې ادارې سره د زړه له کومي مرسته  وکړئ   تاسې به  د ټولو افغانانو په زړونو کې  د يو ملي مشر په حيث ځای ولرئ  او دا به زموږ د ټولو لپاره نوره زياته خوښي او لا زيات وياړ وي .  د وخت د کمي له کبله نورې خبرې اوږدې نه شوې او  موږ ټولو په دې خبره د اتفاق  دوعا وکړه.