
د جنگي اسيرانو حقوق :
په ليلی دښته کې د جنايت د ستروالي د پوهاوي په مقصد ، دلته لازمه ګڼو چې د سريزې په توګه دجنګي اسيرانو د حقوقو په اړه دنړيوال قوانينو په رڼا كې څو يادونې وكړو.
د ژنيو دڅلورو کانوانسيونونو ( 1925 ،1929،1949،1993 م کال ) ددويم پروتوكول له مخې بايد له اسيرانو سره "انساني" چلند وشي . دانساني چلند مانا دا ده چې :
1- داسيرانو بشپړ لست نړيوال سره صليب ته وړاندې شي.
2- نړيوال سور صليب وكړای شي چې كله ناكله له اسيرانو سره ليدنه كتنه وكړي او احوال يې كورنيو ته ورسوي .
3- داسيرانو فزيكي روغتيا او كرامت ته درناوی وشي .
4- له اسيرانو نه غچ وانه خيستل شي.
5- اسيرانو شكنجه او اعدام نه شي .
6- داسيرانو پربدن باندې رنځوونكي بيولوژيكي آزموينې ونه شي.
7- اسيران دجبهې په لومړنيو ليكو كې بيگار ته ونه ګومارل شي.
8- دوی ته د دفاع او محاكمې حق وركړل شي.
9- اسيران دجګړې له ساحې څخه په يوه لرې سيمه كې استوګنه وكړي.
1- پراسيرانو باندې ډله ييزه سزأ تطبيق نه شي.
2- ټپي او رنځور اسيران بايد د روغتيا پالنې څخه ګټه ترلاسه كړي .
3- ترشخړو وروسته ، بايد اسيران په بشپړ مصئونيت خپلو سيمو يا هيوادونو ته وليږل شي.
جنګي اسيران دانساني چلند نه بې برخې كول جنګي جنايت او د اشد مجازات وړ ګڼل كيږي.
ملګرو ملتونو امنيت پر عدالت باندې مقدم وګنل :
د ډله ييزو قبرونو شتوالي چي په كي جنګي اسيران ښخ شوي دي د بشر دحقوقو له عمومي اصولو څخه د سر غړوني بيلګي ګڼلي شو .
په 1999 م كال كي د ( م .م ) عمومي منشي اعلام وكړ چې د افغانستان په دريو لويو ښارونو كي 12 څارونكي ځای پر ځای كوي . د بشر له حقوقو د کمسيون څخه « د اروپايي اتحاديي دكيڼ اړخ رئيس « سر فرانسيس ورتز » د جون په مياشت كي دخپلي اتحاديې په استازيتوب دليلي دښتې د وروستي پيښې د پلټنې په اړه نړيوال سره صليب او ( م.م ) ته غوښتنه ليكونه استولي وو . د جولای پر 8 مه « ګوردان بت» د نړيوال سره صليب وياند ځواب وركړ چې : موږ په هيچ يوه پلټنه كې برخه نه شو اخيستی . زموږ لومړنۍ دنده د جګړې قربانيانو ، ژوندي و ګړو او په جګړو كې د ورك شويو كسانو پاتې كورنيو ته مرستې رسول دي. دا ويره شته چې په يوه پلټنه كې د نړيوال سره صليب ګډون د هغه پر فعاليتونو باندې چې له خلكو سره په آزاده توګه د تماس پر بنسټ يې جوړوي منفي اغيزه واچوي .
په هر حال ! ( م . م ) به د ناپيليتوب او محرميت له اصولو سره سم نړيوال سره صليب ته اجازه ور نه كړ چې د پيښي په اړه د يوې محكمې په وړاندې شهادت ادا كړي . ميرمن « ماري روبنس » د ( م . م ) دبشري حقوقو د عالي كمشنرۍ ويانده ( فرانسيس ورتز) ته وويل : د بشريت ضد جنايت پر وړاندې بايد هيڅ ډول زغم موجود نه وي . د قضيې د پاره اصلي مسئوولين په پېښه كي اخته دولتونه دي . موږ په دې ډاډه يو چې د افغانستان دولت د تيرو جناياتو د پلټنې په هكله صادق دی . د امريكا دولت به ورته دريځ ولري .
د « ماري روبنس » خبره د انتقالي حکومت په اړوند له واقعيتونو سره سمه نه وه . د انتقالي حكومت له خوا د پيښې د پلټنې په اړه هيڅ يو اغيزناك ګام پورته نشو . او تر هغه وخته پورې چې په جنګي جناياتو تورن ټوپكيان او جنګسالاران په حكومت كې واكمن وي د كابل حكومت له خوا د پيښې د پلټنې په اړه هيله مندي غير واقعبينانه ښكاري .
( م ، م ) د افغانستان د قضيې په اړه تر زياتې اندازې پورې د امريکا د سياست تر اغيز لاندې وو او دي . ( م ، م ) لكه امريكا غوندې د مختلفو متخاصمو افغاني ډلو ترمنځ بېطرفانه سياست نه درلود . ( م ، م ) اړيکې له هغو كسانو سره چې په جنګي جناياتو تورن وو او په انتقالي حكومت کې واك درلود دوستانه او دمتقابل باور پربنسټ ولاړ وو .
په کابل کې د ( م ، م ) پخواني استازي ، لخدر ابراهيمي ويلي وو : « د افغانستان شرايط دا ايجابوي چې بايد دژونديو خلكو پرابلمونه پر مړو باندې او امنيت پر عدالت باندې مقدم وګڼل شي » .
دغه خبره په څرګنده توګه جنګي جنايتكارا نو ته مصئونيت ورپه برخه کړ .
لخدر ابراهيمي دغه واقعيت د پامه غورځولی وو چې اصلاً امنيت او عدالت يو له بل سره نه بيليدونكي منطقي اړيكې لري . موږ امنيت له عدالت پرته او عدالت له امنيت پرته نه شو تأمينولی :
په افغانستان کې د جنايت د پېښې نه وروسته تر اوسه پورې سوله او امنيت د هغو جنګي جنايتكارانو له خوا تر ګواښ لاندې دی چې دعدالت څخه تښتيدلي دي. په دې اړه لاندې مثال ته پاملرنه وكړی :
په همدغې ليلی دښته کې د وروستی فاجعې ( 2001 م ) نه مخکې په 1997 م كال د دسمبر په 30 له 2000 انسانانو څخه زيات قتل عام شول . نړيوال ټولنه او ( م ، م ) په دغه برخه کې نه يوازې بې تفاوته پاتې شول ، بلکې د تورنو كسانو څخه لږ تر لږه يو تن يې ( خليلي ) د راتلونکي حكومتونو د غړيتوب په ورکولو کې مکافات هم ورپه برخه كړل . كه په همدغه وخت کې دغه ستر جنايت تر قضايې تعقيب لاندې نيول شوی وای ، د ليلي دښتې ناورين به تكرار شوی نه وای.
له پورتني مثال څخه څرګنديږي چې سوله او امنيت بايد له عدالت سره په موازي توګه پرمخ لاړ شي . دغه پروسه په روندا او كوسوو کې سرته رسول شوې ده . هيڅ دليل وجود نه لري چې افغانستان ورڅخه بې برخې پاتې شي .
د يادوني وړ بولو چه د 2001 م کال ناورين د رامنځته کېدونه لس ورځې وروسته د امنيت شورآ 1386 نمبر پريکړه صادر شو . د نوموړې پريکړې په بنست نړيوال نظامي ائتلاف په افغانستان باندې يرغل وکړ . بنآ ( م ، م ) د نړيوال ائتلاف په څنګ کې د جنګي جنايت په اړوند مسئوليت لري .
د ډله ييزو قبرونو ساتنه :
هغه ډله ييزو قبرونو چې د افغانانو د مقاومت په وخت کې د جګړې په ترڅ کې رامنځ شوي دي ، يا په کې جنګي اسيران ښخ شوي دي ، د جنګي جنايت كارانو د جرم يوه مهمه بيلګه ګڼل کېږي . ډله ييزو قبرونو د ملي ، اسلامي مقاومت او د هيواد د اصلي بچېانو د اتلوالۍ يوه لويه نمونه ده . دغو هديرو په مذهبي لحاظ د زيارت ځای او په سياسي لحاظ د راتلونکې نسلونو لپاره د ملي نواميسو د ساتنې په خاطر د امتثال يو مرجع به وي چې بايد تر خاورو لاندې لادرکي نشي .
په هيواد کې د شوروي تر يرغل وروسته جنګي ډلو ټپلو په کرات او مرات په ډله ييزي وژني لاس پورې كړی دي . د كمونيسانو په دوره کې ، د مجاهدينو په وخت کې ، د طالبانو په واكمني کې او د طالبانو تر سقوط و روسته د جنګي جنايت بيلګې موجودې دي .
الف : شوروي دولت سره له دي چې د نړيوالو قوانينو لاسليك كوونکی وو ، د افغاني جنګي اسيرانو په بې رحمانه وژلو تورن دی . په دغه مرحله کې د ډله ييزو قبرونو نښې نښانې د شوروي د نظامي واحدونو د نظامي اډې په شاوخواکې يا د زندانونو په نږدې سيموکې موجودې وې . بهتره به دا وي چې په يوه مناسب وخت کې د ډله ييزو قبرونو نقشې له روسانو څخه تر لاسه شي .
د 1996 م كال د مارچ 18 نيټه يوه ډله ييزه هديره چې په کې 800 مړي ښخ كړل شوي وو د كمونيستي نظام د جنايت د سند په توګه په ننګرهار ولايت کې د 81 غونډ په نږديوالي کې كشف شوه .
ب: د مجاهدينو د حكومت په وخت کې چې افغانستان په كورنۍ جګړه اخته شو په زرګونو انسانان ووژل شول ، په دغه وخت کې جنګي اسيرانو د وژلو احتمال د نورو سيمو په پرتله د كابل په جګړو ( افشار، دشت برچې ) کې زيات ليدل کېږي .
په 1995 م كال کې د ( م.م ) د عمومي اسامبلې د 207 مې ګڼې پريكړه ليك له مخې د ( م.م) يو ځانګړی كميسيون بايد په افغانستان کې د بشر د حقوقو څخه سرغړونې و څيړي او په دې باب دې مستند راپورونه برابر او د ( م.م ) د عمومي منشي له لارې دې د امنيت شورا ته وړاندې كړي . خو قضيې عملي بڼه غوره نه كړه .
ج: د طالبانو په واكمنۍ کې په 1997 م كال کې د دسمبر پر 30 مه نيټه اټكل 3000 اسير طالبان د سيالو ډلو له خوأ ووژل شول او په ليلي دښته کې په يوه ډله ييز قبر کې خاوروته وسپارل شول . د دغه بي ساري جنايت تورونه پر پهلوان ملك او خليلي ( دواړه دشمال دائتلاف غړي) لګول کېږي . ( م . م ) دقضيې د پلټنې په مقصد يو كميسيون و ټاكه چې مشري يي د « شونګ يونګ » پر غاړه وه . تر 14 ورځو وروسته چې پلټني دوام و مومند دوسيه د نامعلومو دلايلو له كبله تر نن پورې معلقه پاتې شوه . د طالبانو تر سقوط وروسته بيا اټكل 3500 نفره اسير طالبان د شمال او نړيوال ائتلاف د ځواكونو له خوا ووژل شول ، چې په همدغي ليلي دښټه کې په ډله ييزو قبرونو کې ښخ شول .
په افغانستان کې د جنګي جنايتكارانو راتلونکې محاكمه موږ دي ته اړ كوي چې د ډله ييزو قبرونو په اړه لومړي په ټول ملي قلمرو کې پلټنې تر سره كړو او وروسته د هغوي دساتنې لپاره ترتيبات ونيسو . زما په اند دغه كار بايد د يوې ځانګړې ادارې په واسطه چې د حكومت په تشکېلاتو كې ځای پر ځاي کېږي تر سره شي . د ډله ييزو قبرونو په اړه پلټنې چې په واقعيت کې د جنګي جنايت كارانو په اړه د اسناد او مداركو د راټولولو مانالري ، دا ايجابوي چې حكومت بايد ملي بڼه ولري او د ټوپك تر واکمنی لاندې نه وي. په هر حال ! دغه اداره چې د يوې نظامنامې پر بنسټ د نړيوال سره صليب په همكارۍ په فعاليت پيل كوي بايد د كار يوه اجنډا ولري چې لاند يني بنسټيز مطالب په کې شامليږي :
1- په ټول افغانستان کې د ډله ييزو قبرونو د جغرافيايي موقعيت د ژونديو او عيني شاهدانو په مرسته چې هرو مرو تر اوسه پورې شته دي راجستر كول .
2- د هرې هديرې لپاره ېوه ځانګړې دوسيه جوړول . په دغې دوسيې کې د امكاناتو په حدودو کې بايد د پېښې نېټه، د مړيو شمير ، د شهيدانو هويت او د هغو د سياسي علايقو څرنګوالی څرګنده شي .
3- د ټولو ډله ييزو قبرونو فلمونو او ويدويوي كاسټونه اخيستل ، تر څوچې كه تورن كسان قبرونه تاواني كوي او يايي له منځه وړي ، اسناد يي موجود وي .
4- د بين المللي سره صليب په مرسته د ډله ييزو قبرونو د ساتنې په اړه امنيتي جدي ترتيبات نيول .
وروسته له دې چې د "ايساف" او ناتو ځواكونه په افغانستان کې ځای پر ځای شول ، دافغانستان پيښې ته د نړيوالو سياسي معيارونو له زوايې څخه كتل کېږي . د همدغه بهير له مخې په هېواد کې جنګي جناياتو ته ځانګړې پاملرنه اړول شوې ده . د اروپايي اتحاديې کېڼ اړخی چې د افغانستان په اړه په دغه برخه کې مخكښ ښكاري او مشر يې « فرانسيس ورتز» وو ، د 2002 م كال د جون 12 د اروپايې پارلمان په استازيتوب له نړيوال سره صليب او ( م ، م ) څخه غوښتنه وكړه چې دليلي دښټې ډله ييزو قبرونو په اړه پلټنې پيل او د هغوی د ساتنې كلك تدابير ونيسي . د 2002 م کال په مې مياشت کې د بشر د حقوقو يوه امريكايي او ، ان ، جي ( پي ، ايچ ، ار) د مزار شريف د ډله ييزو قبرونو په اړه يو مقدماتي راپور خپور او په هغه کې يې له نړېوالې ټولنې او له افغاني مقاماتو څخه د هغو سيمو د ساتنې غوښټنه وكړه چې ډير جنايتونه په کې واقع شوي دي . "جان افمان " چې نوموړی راپور يې برابر كړي دی وايي : موږ كرزي او « دونالد رمز فيلډ » ( د امريكا د فاع وزير) ته ليكونه استولي وو چې په کې د ډله ييزو قبرونو دساتنې غوښتنه شوې وه . تر اوسه هېچ يوه پايله تر لاسه نه شوه . انګريزي و اكمنانو هم زمونږ غوښتنې ته ځواب را نكړ . يوازی ( م ، م ) موږ ته داد ورکړ چې ذيعلاقه سيمې په منظمه توګه تر هغه وخته پورې تر نظارت لاندې نيول شوي دي چې دعدالت لومړنۍ پروسه ( جنايي تحقيق د حقيقيت پيدا كوونکې كميسيون يا د نوموړيو دواړو پروسيجرونو مخلوط ) رامنځ ته شي .
دغي پروسې په 2002 کال داكتوبر پر 9 مه نېټه تر ېوی اندازی پوری عملي بنه غوره كړه : ( م ، م ) پرېکړه وکړه چې په هيواد کې د ډ له ييزو قبرونو د شتوالي د پلټنې په مقصد يو پلاوی د ميرمن « اسما جهانگير» په مشرۍ افغانستان ته واستوي .
په 2007 م کال کې په ليلي دښته کې د ډله ييزو قبرونو د قصدي تاواني کېدو خبره راپورته شوه . د ( پي ، ايچ ،آر ) يوه پلاوي په بيړه سيمي ته لاړ او تر تحقيق وروسته يې اعلام وكړ چې پيښه د طبيعي عواملو ( باد ، باران ...) له كبله رامنځ ته شوې ده ؟ ؟ ؟ .
په ليلی دښته کې !
د امریکا مشهوری مجلی " نيوزویک " د ثقه راپور له مخی د2001 م کال د نومبر له 29 نه د دسمبر تر لومړی پوری اټكل 3500 نفره اسير شوی طالبان د دوستم دقواوو په واسطه ووژل شول او په ليلی دښته کې په ډله ايزه توګه تر خاورو لاندی كړی شول .
پېښه په مرکزي آسيا کې د تورکانو په واسطه د 1,2 مليون ارمنيانو د عام وژنې نه ( اپريل 1915 م ) وروسته بېساري ګنل کيږي .
دغه ستر جنګي جنايت ددې لپاره د افغانستان د ننه او د باندې د پاملرنې وړ وګرځيد چې د افغانيت ، اسلاميت ، بشريت او د نړيوالو حقوقو پر خلاف ، اسير شوي طالبانو وروسته له دې چې د يو تړون له مخی سيالو ځواكونو ته ځانونه تسليم كړل ووژل شول .
اما د پېښی په وړاندې د بهرنيانو پاملرنه بل لامل لري : په ليلي دښته کې د ډله ييزو قبرونو كشف په بې ساري توګه د بشر د حقونو د نړيوالو سازمانونو پاملرنه ځان ته د ديې په خاطر راواړوله چې په پيښه کې د يوه بهرني هيواد مسئوليت مطرح وو : د امريكايي ځواكونو چال چلند د نړيوالې بشري ټولنې له خوا ، د نړيوال قوانينو د سرغړونې په اړوند تشويش رامنځته کړی وو . كه نه په افغانستان کې په تيرو شلو كالو کې د هغه په شان په زرګونو جنايات شوي دي ، چې جنايتكاران نه يوازي دا چې مجازات شوي نه دي بلکې مكافات هم ور په برخه شوي دي.
په ليلی دښته کې د نيوزویک په قول د غالب او مغلوب د تړون دانعقاد په وخت د امريکايي ځواكونو (Specials Forces ) 12 نفرو حضور درلود.
د " لوماند ديپلوماتيک " نشريې په قول چې په فرانسوي ژبه خپريږی ( د 2002 م كال دسپتمبرګڼه ) يو قوماندان ( په مضمون کې د قوماندان او نورو شاهدانو نومونه د امنيتي دلايلو له كبله محفوظ پاته کيږي ) چې دطالبانو او مليشي ترمنځ يې منځګړيتوب كاوه وايې : د طالبانو استازی ملافضل او ملا نوری شمال اتحاد ته وړانديز وكړ چې طالبان حاضر دي خپلې وسلې ملګرو ملتونو يا نړيوالو ځواكونو ته تسليم كړي ، په دې شرط چې دوی ته مناسب مصئونيتی تضمينات برابر شي . دوستم ، عطا محمد ، محقق ، امريکايان او انگريزان هلته حاضر وو . بالاخره تصميم ونيول شو چې دكندوز د مقاومت اسيران وروسته له دې چې بې وسلې کيږی ، خپلو سيمو ته واستول شي . دالقاعدی غړی او نور بهرنيان دې ملګرو ملتونو ته وسپارل شي . طالبانو دهمدغه موافقې له مخې ځانونه تسليم كړل.
يو بل شاهد څرګندوي : « ما په « قلعه زينی » کې اسير شوي طالبان يو يو شميرل . دوی 8000 نفروو . په هغوی کې ګڼ شمير د كندوز پښتانه هم شامل وو چې له جګړی سره يې هيڅ تړاو نه درلود. په دغه ترڅ کې ځينې اسيران وتښتيدل ، ځينې د پيسو په بدل کې آزاد شول او يو شمير بهرنيان خپلو هيوادونو امنيتي مقاماتو ته وسپارل شول . په مجموع کې 5000 نفر غايب وو . يوازی 3015 نفره پاتې شول چې د 27 كانتينرو په واسطه شبرغان محبس ته واستول شول . په لاره کې په كانتينرونو باندې دمحافظينو له خوا د ډزو له كبله اټكل ټول اسيران ووژل شول چې بيايې جسدونه په ليلی دښته کې په ډله ايزو قبرونو کې ښخ كړل شول » .
د وخت د انتقالی حكومت رئيس په تشريفاتي توګه د فاجعې په اوريدو سره خپله خواښينی ښكاره او ژمنه يې وكړه چې د پېښې دتحقيق لپاره به يو پلاوی وټاکي . اما دقضيې د پلټنې په اړه هيڅ اغيزناک ګام پورته نشو . ددغه منفي دريځ دليل دا وو چې په انتقالی حكومت کې ټوپكسالاران او بهرني ملاتړ کوونکي اصلی واكمنان وو . د دوی قدرت دلويې جرګې له لارې مشروعيت موندلی وو . دواړه په جنګي جناياتو او د هغې له جملې نه د ليلی دښتی په ډله ييزه وژنه تورن وو . دوی وتوانيدل چې د ډله ايزو قبرونو په اړه دهر ډول تحقيقق مخه ونيسي . د همدغه منطق له مخې دنظار شورأ د دفاع وزير مارشال ( ! ) فهيم له ژورناليستانو سره د يوې مرکې په ترڅ کې اصلأ په ليلی دښته کې د ډله يزو قبرونو له شتون څخه منكر شو . ( لوماند د اگست 2002،22 ) . بناً په هغه وخت کې موضوع معلقه پاتې شوه .
د امريكا د حكومت مسئوليت :
د امريکا ددفاع وزير"دونالد رمز فيلد" د طالبانو او ازبك مليشو دهغه خبرواترو د بهير په اړه چې له مخه يې طالبانو ځانونه تسليم كړل ويلي وو :" دتأسف ځای به وي چې په افغانستان کې دالقاعدې غړي، چچنيان او نور له خبرو اترو څخه په ګټې اخيستنې سره آزاد شي او په نتيجه کې په نورو هيوادونو کې دترورستي اعمالو مرتكب وګرځي » .
دغه نامسئولانه خبره په هغو شرايطو کې وشوه چې د شمال ائتلاف جنګيالي مخکې له مخکې دغچ اخيستنې لپاره ذهنی چمتوالی درلودل .
كله چې په کانتينرو کې د مړيو كاروان دشبرغان محبس ته ورسيد په هر کانتينر کې د 150 نه تر 160 پوری جسدونه بار وو. په دې وخت کې امريکائيان د سيمې خلكوته وويل چې مخکې له دې نه چې مصنوعي سپوږمۍ دمړيو عكسونه واخلي بايد له دغه ځای نه لرې شي ( لوماند ديپلوماتيک ، سپتمبر، 2002 ) .
ديوه کانتينر د ډريور په شهادت په ليلی دښته کې اټكل له 30 څخه تر 40 پورې امريکايي پوځيان له افغانانو سره يو ځای وو.
كه امريکايان عملاً د اسيرانو په وژلو کې ګډون ولري ( لكه چې شاهدان وايي ) يا د وژنې لامل ګرځيدلي وي او يا كه هغوی د صحنې په حضور سره دنورو د وژنكو اعمالو مخنيوی ندی كړی ، په دغه درې واړو حالاتو کې د جنګی جناياتو تورن ګڼل کيږي .
په هر حال ! امريکايي مقامات په دغه پېښه کې له يوی خوأ د جګړی ديو اړخ په توګه اوله بلی خوآ د طالبانو د تسليميدو دتړون دشاهد او ضامن په حيث مسئوليت په غاړه لري .
كه وژنه د ازبك مليشو له خوا شوی وي ( څنګه چې سلګونو شاهدان وايي ) ، د دغه واقعيت په نظر کې نيولو سره چې نوموړي ملېشي د پېښې په وخت کې د امريکا نظامي متحد ګڼل کيده ، بايد د نوموړی جنايت د يو اړخ په توګه د پلټنې په برخه کې مرسته وکړي ، سوالونو ته ځواب ووايي او د ترسره شوی جنايت عواقب ومني .
نتيجه :
د امريكا پخواني حکومت د پيښې دتحقيق په اړه جدي نه وو : په 2002 کال د جون د 30 نه دجولای تر لومړنۍ نيټې پورې د امريکايي قواوو له خوآ د ارزګان پر يوه كلي د واده پر يوې غونډې باندي بمباردمان وشو ، چې 48 ووژل شول او 118 ټپيان شول . امريكا نه يوازې دا چې د پيښې د پلټنې په اړه يې جدي ګام پورته نه كړ ، بلكه د لوماند مياشتني خپروني په قول ( د اګست پر 22، 2002 م كال ) پر ( م . م ) باندي فشار واچول چې خپل تحقيقي راپور چې په کې د امريكايي مقاماتو مسئووليت په ګوته شوي و ، مديا ته ونه سپاري .
په 2008 او 2009 کلو کې په عزيز آباد او بالابلوک کې د امريکا د بمباريو له کبله په سلګونو بیګناه وګړی په شهادت ورسيد . قضيه مسکوت پاتې شوه .
د قراينو نه څرګنديږی کله چې د امريکا اوسني حکومت په افغانستان کې د جنګی جنايت کارانو د محاکمې نه خبرې کوي زياتره پاملرنه افغاني لوري ته اړوي نه امريکايي مسئولينو ته . کوم چې موضوع په افغانستان کې د انتخاباتی کمپاين په بهير کې مطرح کيږي موخه يې پرسيالو ډلو باندې سياسي فشار اچول ګنلی شو .
خو سره له دې ، افغانان هيله لري چې د افغاني او بهرني جنګي جنايت کارانو د محاکمې داعيه دسياسي افزار په بڼه پاتې نشي :
د امريکا نوی حکومت چې د اصوليت په لور د حرکت دعوآ کوی د ( م ، م ) په مرسته د افغانستان د جنګي جنايت کارانو د محاکمې د پاره درې الترنتيفونه لري :
ــ د افغانستان د ننه زمينه برابرول چې امکان يې په لنډ مهال کې نه ليدل کيږي .
ــ د تورنو کسانو دوسيې نړيوال سزآ ديوان ته وړاندې کول ( ديوان په هغه قضاياوو باندې پريکړه صادرولی شي چې د جولای د 2002 کال نه مخکې رامنځته شوی وو ) .
ــ د يو « اد هوک » محکمه جوړول .
څلور كال تير شو تر څو چې ( م ، م ) په دې بريالي شو چې د بوسني د 1995 كال د جولاي د ډله ييزو وژنو په باب يو رسمي « راپور » وړاندې كړي .
خو افغانان څه ګناهّ لري چې د دريو لسيزو په تيريدو سره ( م ، م ) د جنګی جنايت کارانو په اړه د يوه ځانګړي راپور د تنظيم نه ډډه کوي . محاکمه خو د تخيل په آسمان کې چکر وهي . . .
په هر حال ! د امريکا د حکومت اوسنی دريځ ته هرکلی وايو او د عملي اقداماتو هيله لرو. په ټينګه غوښتنه کوو چې د ليلی دښتی پېښه د افغانستان د ټولو جنګي جنايت کارانو د راتلونکې محاکمې په يوه بين المللي محور بدل شي .
يادونه :
د مضمون عمومی چوکاټ په ليلی دښته کې د پېښی نه لږ وخت وروسته ( سپتامبر 2002 ) تنظيم شوی وو . دنوی حالاتو په نظر کې نيولو سره ورباندی له سره کتنه وشو . » پای »
فرانسه
22 جولای 2009