د کرزی استعفأد سولی د معادلی جوړښت تضمينوي

د سولې مشورتي جرګې ته پيغام


جګړه مار حکومت :
د کورنیو چارو د وزیر په قول هره ورځ لږ تر لږه لس تنه افغانان وژل کیږي . رسمي چارواکي تل حکومتي تلفات ښيي . حقيقت دا دی چه د وژل شوو کسانو شمیر د رسمي ارقامو نه لوړ دی .
د جګړه مارو بهرنيو ستراتژیستانو د پلان له مخې ، جګړه باید تر نامعلومې مودې پورې دوام ولري . د صادر شوې « دیموکراسی » ځناور د خپل بقآ په مقصد لازیاتې وینی ته اړتیا لري . حکيم الله محسود هم کله په ژوند او کله په مرگ د جګړې د اور سره لوبې کوي . دی په آسانۍ نه مري . نه شهید کیږی .
چاړه واقعاً هډوکي ته رسیدلې ده .
د پیښو د تحلیل پر بنسټ، دې نتیجې ته رسیږو چه د جګړې د پای کلید د ښاغلی کرزي او د هغه د بهرنیو جګړه مارو انډیوالانو په لاس کی ده : کرزی او ناټو دواړه يو بل ته متقابله اړتیا لري . دغه اړتیا د متقابل ملاتړ لامل ګرځیدلې ده .
کرزی په دې باندی ښه پوهیږي چه ناټو په افغانستان کې د جګړې د استمرار ستراتيژي غوره کړې ده او دی د توپک سالارانو سره په تړاو د بهرنیو جګړه مارو هیوادونو د جنګي پلان د پلي کولو د پاره یوه وسیله ده .
د کرزی نه د بهرنیانو ملاتړ نور لاملونه هم لري . د هغې جملې نه :
ــ د افغانستان قباله بهرنیانوته سپارل او هغوی د ولس په برخلیک باندې واکمن کول . یعنی د خپل مقام د ساتلو په مقصد د هرڅه نه تیریدل .
ــ د کرزی نه د بهرنیانو د پاره ایډیال سړی جوړ شوي دی ځکه نوموړي د قوم ، ولس او ملت نه تجرید او د اقتدار د ساتلو په مقصد په یوازنی ځواک یعنی بهرنیانو باندی متکی دی.
هغه متحده جبهه چه کرزی د کورنیو او بهرنیو جګړه مارو ډلو ټپلو او هیوادونو څخه د مقاومت په وړاندې جوړه کړې ده، د جګړې د ستراتيژي محصول ده . د جګړې په پای او د سولې په راوستلو کې ، جبهه له منځه ځي او د بهرنیو او کورنیو جګړه مارانو سیاسی بقأ تر سوال لاندې راځي . د همدغه استدلال له مخی هغه هلې ځلې چې د اوسني نظام له خوا د سولې په اړه کیږي ، تبلیغاتي بڼه لري او ورته د هیڅ عملی پایلې تمه نشي کیدای.
فاسد نظام :
د ښاغلي کرزي په اداره باندې د فساد ، اختلاس او قاچاق د شته والي له کبله نیوکې کیږي . د اوسنی اداری بنسټ د بن په غونډه کی چه په کی جنګی ډلو ټپلو برلاسی درلود ، کیښودل شو . خو کرزی په هیڅ ډول په اداره کی کوم رادیکال سمون راوستلی نشو . لامل یی څرګند دی : نوموړی په نظام کی د سمون په راوستلو د افغانستان د ننه د سیاسی قدرت د یوازنی ملاتړ نه ‎( جګړه ماران ، مختلسین ... ) بی برخی کیږی . د دغه واقعیت په نظر کی نیولو سره چه دی کوم سياسي ګوند نلری او د قوم او ولس نه شړل شوی، په اداره کی کوم سمون راوستل ، کرزی ته د سیاسی ځان وژنی معنی لری .
کرزی د بهرنیانو د ملاتړ په راجلبولو کی ، هغوی ته د اداری سمون په ځای ، په نورو ساحاتو کی امتیاز ورکوی .
" د خلیفه له کیسی نه بخشش" . د ولس ، ملت ، او هیواد په خرڅون :
د بهرنیانو د رضائیت د ترلاسه کولو په خاطر د ملی واکمنی د پاتی شوو کمزورو ضوابطو په سر باندی ، معامله ډير ښه سیاسی تجارت دی . کرزی د همدغه مقصد د پاره :
ــ د انتخاباتو د کمسیون په ترکیب کی د ۲ بهرنیانو په غړیتوب باندی، موافقت وکړ .
ــ د انتخاباتو د کمسیون مشر د یوه ناپیلی مسلکی کس په ځای ، تنظیمونو سره تړلی سړی وټاکه . دغه ټاکل د بهرنیو ځواکونو چه د جګړه مارانو په وړاندی د ملاتړ ژمنه لری ، د شور او ځواک څخه د ډک هرکلی سره مخ شو .
ــ د قانون جوړولو د مراجعو نه د ولسوالانو د ټاکنی د قانون طرح ولسی جرګی ته د وړاندی کولو غوښتنه وکړه .
په بل پړاو کی په کرزی باندی یو وړوکی فشار د دی لامل ګرځیدلاي شي چه د والیانو د انتخاباتو قانون هم توشیح او نافذ کړی .
د ولسوالانو د ټاکنی قانون ، د مرکزی حکومت د لازیاتی کمزورتیا لامل ګرځی او لاره د فدرالی تشکیلاتو د پلی کولو د پاره خلاصوی . دا د بهرنیانو د ستراتژی یوه برخه ده: بهرنیان د مرکزی حسابګر حکومت په ځای، د سازشگرو او انعطاف پذیرو سیمه ایز و چارواکو سره مځ کیږی . د قانون د لاری په سوله ایزه توګه د افغانستان د ټوټه کیدو زمینه برابریږی او ناتو په سیمه کی د خپل ستراتژیک پلان لمړی پړاو پلی کولو ته پدغسی شرایطو کی رانږدی کیږی چه په افغانستان کی یو ملی واکمنی چه د ملی دریز نه د بهرنیانو سره چلند وکړی ، وجود نلری .
بنآ کرزی کوم ملی او اسلامی رسالت نلری . نوموړی د نورو په لاس د افغانستان د تباهی د پاره په هره بیه چه وی ساتل کیږی .
د لازیاتی بربادی د مخنیوی په خاطر موږ پرته له دی نه چه د کرزی وجدان او د مسئولیت احساس ته مراجعه وکړو بله چاره نلرو .
د دغه واقعیت په نظر کی نیولو سره چه د افغانستان د تباهی مخنیوی د کرزی او د هغه د انډیوالانو په لاس کی دی، نوموړی باید د سولی په مشورتی جرګه کی چه د غبرګولى په ۸ مه نیته په کابل کی جوړیږی خپل او د خپل حکومت استعفآ د سولی په لور د یو ګام په توګه مطرح کړي .
پدی کی شک نَشته چه د افغانستان په سیاسی فرهنگ او تعاملاتو کی د سیاسی مشرتابه استعفآ غیر طبعی ښکاری او سابقه نلری . خو هیواد په خپل سیاسی تاریخ د یوه بیساری ناورین سره مخ دی چه د هغه سره باید بیساری چلند وشی .
د کرزی د استعفآ نه وروسته د ملګرو ملتونو تر سروالی لاندی د افغانانو او بهرنیانو د ترکیب نه جوړه شوی یوه ګډه بیړنی اداره به واک تر لاسه کوی . دغه ګډه اداره د یوي بین الافغانی غونډي چه په هغي کی د وسله وال او سوله ایز مقاومت او د مدنی ټولنی د سولی پلویانو استازی ګډون ولری ، د جوړیدو زمینه برابروی . غونډه به د جګړه مارانو نه پرته یو لنډ مهالي حکومت ټاکی . لنډ مهالي حکومت به د بهرنیانو په وړاندی د سولی ، ملی او اسلامی دریز څخه د حساب او کتاب مرجع وی .
کرزی د بهرنیانو له خوآ د هغه څه چه تروریزم سره جګړه نومیږی ، په افغانانو باندی تپل شویدی . دی جګړه ایز ماموریت لری او په ۹ کاله کی د جګړی د اور په ساتلو کی بریالی دی . بنآ د سولی ضمانت هغه وخت تآمینیدای شی ، چه د جګړی مخکښ د صحنی نه لری شی .
د وران هیواد او په وینو ککړ ولس په خاطر د چوکی او مقام نه تیریدل د مسئولیت احساس او اخلاقی شهامت غواړی .
و به وینو چه ښاغلی کرزی په مشورتی جرګه، کی تاریخ او راتلونکو نسلونو ته کوم مثبت پیغام ځان سره لری که نه ؟ « پای »


فرانسه
د می میاشتی پنځه لسم ، ۲۰۱۰ م کال

keliwal@hotmail.com