
_ د کانګو په جمهوريت کې د پوځ ورځ ده.
_ په «سلوادور» کې د ښوونکي ورځ نمانځل کيږي.
_ په 1889 زکال کې جرمني په اروپاکې لومړنی هېواد و، چې د بوډا خلکو لپاره يې تقاعد ورکولو.
_ په 1960 زکال کې د چين اوشوروي اتحاد ترمنځ په رسمي توګه اړيکي پرې کيږي. د دغه اړيکو پريکون په ظاهره د شوروي مشر»ن . س . خرشچوف» اودچين مشر«مائوتسدون» ترمنځ د يو بل د توهين کولو له امله رامنځته شو. خرشچوف، مائو ستالينست وبللو او هغه په مقابل کې دی ريوېژنست(هغه څوک ، چې له خپلوموخونه ليري شي يامرتدشي).
_ په 1973 زکال کې د جرمني فدرالي جمهوريت اود جرمني دموکراتيک جمهوريت دواړه د ملګروملتونو(م م ) غړيتوب ته ومنل شول.