غزل

پـــــــه وفـــــا دې تـــــير ايســــــتلې د يادونو تـــــاوان راکړه
زړه مــــــې کـــــړي دي درزونه ،د دردونــــــــو تـاوان راکړه
 
تــــــــه قاتـــــــل د ارمــــــانو يې، تا قــتلونه دي ډيـــــر کړي
مــــــــيراثي د هغه قـــــــــام يــــــم ،د ســـرونو تـــــاوان راکړه
 
زړه مې ټول تغمې تغمې دی،ترينه خيژي خوږې څړيکې
اســـــــويلو باندې ځان پــــــــوه کړه،د اهونو تـــاوان راکړه
 
اوښکه اوښکه شوه موجونه،تم کيدل يې را تـه ګړان دي
زخــــم زخـــــم مې احساس دی، د زخــــــمونو تاوان راکړه
 
باغ د مينې مـــــې تالا شـــــو،په تنکۍ څانګو اوربل شو
چې ((وږمې ))يـــــــې خـــــــورولې ،د ګــــلونو تاوان راکړه