د تجملي توکو اقتصادي اغېز

 
تجملي توکي یا luxury goods د توکو هغه ډول دی چې د ژوند تیرولو لپاره اړین نه وي خو  د لګښت کوونکي لپاره د اړتیاوو په پوره کولو کې لا زیاته اساني او راحت رامینځته کوي. دغه توکي د نورو اړینو توکو په پرتله ګران او یوازې د ټولنې د لوړ عاید لرونکي وګړي یې د رانیولو مالي ځواک لري.
تجملي توکي یوه ځانګړتیا لري او هغه دا چې د نن ورځې تجملي توکي شاید د سبا ورځې په ضروري توکو بدل شي. د بېلګې په ډول پخوا وختونه محدود شمېر وګړو شخصي کمپیوټرونه او یا هم ګرځنده تلیفونونه لرل خو نن سبا دغه دوه توکي د وګړو په ورځنیو اړتیاوو بدل شوي دي.
د تجملي توکو تقاضا نظر د وګړو عاید ته د لوړ ارتجاعیت لرونکې ده، په دې معنا کله چې د وګړو شتمني او عاید زیاتیږي نو د تجملي توکو تقاضا یې هم لوړیږي. همدا لامل دی چې یوازې د ټولنې د لوړ عاید لرونکي وګړي کولای شي د تجملي توکو څخه ګټه واخلي.
د تجملي توکو ډېر کارول د ټولنې د طبقاتو په ځانګړي ډول د شتمنو وګړو تر مینځ د نوموړو توکو په لګښت کې رقابت او سیالي رامینځته کوي، د بېلګې په ډول کله چې یو تن نوی ماډل موټر رانیسي نو خوا او شا نور وګړي هم د هغه سره سیالي کوي، هغوی هم همدغه او یا هم له دې څخه غوره او قیمتي موټر رانیسي تر څو په سیالۍ کې ترې وړاندې شي. دا چاره د دې لامل کیږي چې د ټولنې اقتصادي منابع په بې ګټې توکو ضایع شي. که د ټولنې اقتصادي منابع همداسې په غیر تولیدي چارو لګول کیږي نو د پانګې د بې ځایه مصرف له امله د یوې ټولنې او هېواد تولیدي ځواک ځپل کیږي او نوموړې ټولنه یوازې په مصرفي ټولنې بدلیږي چې له امله یې په اقتصادي جریان کې د عاید کچه کمه او باالاخره یوه ټولنه له اقتصادي ځوړتیا سره مخ کیږي.
ځینې بیا وایي چې تجملي توکو ته تقاضا کولای شي چې د بازار د پراختیا له لارې د نوموړو توکو تولید ته لار هواره کړي او په دې برخه کې پانګونه صورت ونیسي چې له ځان سره به د روزګار فرصتونه هم ولري. خو باید ووایو چې دا ادعا د پرمختللو هېوادونو لپاره سمه ده ځکه هغوی د تجملي توکو د تولید ظرفیت لري، نه زموږ د هېواد په څېر د وروسته پاتې هېوادونو لپاره چې لا تر اوسه د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم تولیدي ځواک نه لري.
زموږ د هېواد په څېر مخ پر ودې هېوادونه چې چندان صادرات نه لري او د کورني صنعت حمایوي پالیسي پر مخ وړي باید تر ډېره بریده د تجملي توکو د وارداتو مخنیوی وکړي. نوموړي هېوادونه باید هغه توکي په نښه کړي چې اړین نه وي او پیرودل یې یوازې د هېواد څخه د پانګې د وتلو لامل کیږي، د نوموړو توکو پر وارداتو باید بندیز ولګول شي، یا ورته وارداتي سهمیې وټاکل شي. دا چې د وروسته پاتې هېوادونو صادرات کم دي او پر وړاندې یې په لویه پیمانه د تجملي توکو ورود د نوموړو هېوادونو سوداګریز بیلانس له کسر سره مخ کوي. دغه کسر د یو هیواد د اسعارو د تبادلې د نرخ د کموالي او  نورو ګڼو اقتصادي ستونزو لامل هم کیدای شي.
دا چې نن سبا د نړۍ هیوادونه په خپل منځ کې ازاده سوداګري کوي ځکه خو د تجملي توکو د وارداتو د مخنیوي او کمښت تر ټولو غوره لار پر نوموړو توکو د اضافي  او زیاتیدونکي progressive مالیاتو وضع کول دي. له دې لارې به له یوه اړخه دولتي عواید زیات شي او له بله اړخه به د بیو د لوړوالي له امله د تجملي توکو تقاضا کمه او له دې لارې بې ځایه مصرف کیدونکې پانګه به وژغورل شي.
په هیواد کې د وروستي ځل لپاره د دغه توکو څخه پر سګریټو یې سل سلنه مالیه وضعه شوې، خو دا چاره هغه وخت ګټوره ثابتیدای شي کله چې د مالیاتو د لوړوالي تر څنګ په قاچاقي ډول هیواد ته د نوموړو توکو د راتګ مخنیوی وشي. همدارنګه یوازې پر سګریټو یا مخدره توکو باید بسنه و نه شي بلکې نور هغه توکي هم باید په نښه او مالیه یې لوړه کړل شي چې اړتیا ورته نه وي او یوازې د عاید د ضیاع لامل کیږي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.