نن په بلوچستان کي دافغان کډوالودستونزوپه اړوند غونډه ترسره سوه‎


خبريال : مهجور

دا غونډه په بلوچستان کي د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني په هڅو جوړه سوي وه ، چي په بلوچستان کي د ټولو افغان پنډغالو استازو ،مشرانو،سرښوونکو ،ښوونکو برخه درلوده . د غونډي اجنډا د کډوالو ستونزو او بل د روژي مبارکي مياشتي په خاطر د کډوالو نړيواله ورځ د جون پر (۲۰مه) چي هر کال لمانځل کيدل ،نوپه نيټه کي يي بدلون راغلی نوپه همدي خاطر د کډوالو نړيواله ورځ يي هم ولمانځل او په بلوچستان کي يي دافغان کډوالو ستونزي پر څلورو برخو(تعليم ، روغتيا ، اوبه او د PORکارډونه) ويشلي وې ، پرهمدي څلورو برخو باندي د کډوالو مشرانو او استازو هر يو په بلوچستان کي د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني مشر ظاهرپښتون ، حاجي مستوخان ، اخترمحمد باوري ،ډاکترمحمد خاورين ، طلامحمد خان ،طوره باز خان ، ګل خان وردګ ، داروخان اعتمادي ، عبدالواسع پوپل ، غلام علي نصرت ، تادين خان تره کي او داسي نورو مشرانو خبري وکړلي او هريوه په خپلو خبرو کي د UNHCR ، حکومت پاکستان او د افغانستان حکومت څخه يي د ستونزو په حل کولوکي جدي غوښتنه کوله .دهمدي ورځي په خاطر دافغان کډوالو سره اړوند ټولو ادارو ته بلن ليکونه او خبرتياوي ورکول سوي وي ،چي بايد راسي او له نږدي څخه دافغان کډوالو ستونزي وويني او هم يي واوري او خپلي کړني و کډوالو ته ورپه ګوته کړي ، خومتاسفانه هيڅ يوي اداري وراتلو ته زړه نه وو ښه کړی صرف تر رسنيو ماسيوا دهيڅ يوي اداري ګډون ونه کړ. خوافغان کډوالو او د غونډي ويناوالو په ډير دردمندو لهجو په کوټه کي د افغان قونسلګری پر کارکوونکو يي نيوکي کولي که انجوګانو والا زموږ سره ظلم او ناروا کوي تاسو خو زموږ دافغان دولت استازي او د افغان کډوالو غمخوره اداره ياست ، تاسي خو بايد ګډون کړی وای ، که جنرال قونسل د امنيتي او دپلوماتيکي اصولو له مخي نسي کولای چي ګډون وکړي د مهاجرو درياست او د پوهني د پوهني د آتشه خو دا زمه واري وه چي د افغان کډوالو ستونزي له نږدي وګوري او وا يي وري . ددي رياستونو او دندي يوازي د کوټي ښار او د قونسلګری پر چارديوالونو کي نه دي ،بايد په بلوچستان کي د ټولو افغان کډوالو دپنډغالو حال احوال واخلي او د ستونزو په حل کولو کي يي مرسته ورسره وکړي ،سبا د کوټي ښار په سرينا هوټل کي چي په لکونو روپۍ ورته ځنګړي سوي او په نمايشي ډول يي د کبابونو او روشونو سره لمانځي د هغي غونډي لپاره بيا ټول تيار دي .
د غونډي په اخره کي يو پري کړه ليک اعلان سو چي UNHCR او اړوندي اداري بايد د کډوالو ستونزو ته د حل لاري پيدا کړي .
۱ـ دهغو ماشومانو چي عمرونه يي له اتلسو کالو څخه کم دي په بټيو کي خښته وهي او يا شاقه کارونه کوي مخنيوی يي بايد وسي .
۲ـ هغه ماشومان چي ښوونځی پريږدي علت يي بايد پيدا او مخنيوی يي بايد وسي .
۳ـ د هغو ښوونځيو چي د زده کوونکو تعداد يي زيات وي ، بايد کمپيوټر ليب ا و ريسورس روم ورته جوړ سي .
۴ـ دښوونکو د پنځو کالو پاته سوی تقاعد بايد ورکړل سي .
۵ـ د هرپنډغالي و هسپتال ته بايد د امبولانس سهولت برابر سي .
۶ـ دنوي او زړو سرانانو و هسپتالو ته بايد ليب روم جوړ سي.
۷ـ دنوي سرانانو او لورلايي د پنډغالي د اوبو ستونزي بايد حل سي .
۸ـ د ګردجنګل او ځنګل پيرعليزي د ماشومانو پرمخ بايد ښوونځۍ خلاصي سي .
۹ـ د شنو کارډو درلودونکو ستونزي بايد حل سي .
۱۰ـ د UMR دکارډونو ستونزي بايد حل سي .
۱۱ـ افغان کډوالو ته بايد سکالر شيفونه زيات سي .
۱۲ـ په سرخاب او نوي سرانانو کي د ۱۶ او ۲۳ نمبرښوونځيو ترميمات بايد وسي .
دپورته پريکړه ليک څخه وروسته د غونډي ګډونوالو ته د غرمي ډوډۍ هم برابره سوي وه او د ډوډۍ خوړولو څخه وروسته غونډه د ماسپښين پر ۲ بجي پای ته ورسيده .