
دا دی افغان مسلمان او مجاهد ولس يو ځل بيا دولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټولټاکنو په درشل کې دی او که خدای کول نو همدا يوه مياشت وروسته به د خپل ولسمشر او د ولايتي شوری د ټاکلو لپاره د رايو ورکولو صندوقونو ته ورځي. په دې خاطر چې افغانان دموکراسي نوې تمرينوي، دموکراسي افغانستان ته نوې راغلې ده نو هرومرو به څه ستونزې وي ، افغانان لا هم د ټاکنو له کلتور سره لکه څنګه چې په کار ده بلد نه دي.
لا هم د ټولټاکنو په اهميت او ارزښت نه پوهېږي لا هم د ټولټاکنو موخې ورته رڼې ندي. نو مخکې تردې چې ټاکنې تر سره او وخت يې راورسېږي دولت، د ټاکنو کميسيون او مدني ټولنې دنده لري چې افغان ولس دټاکنو په ارزښت او اهميت وپوهوي، پدې اړه د دوی ديني او ملي رسالت ته يې متوجه کړي. دوی بايد ولس وپوهوي چې په ټاکنو کې ګډون د دوی ديني او ملي دنده ده، د هيواد او ولس د برخليک موضوع ده، دولس او هيواد نېکمرغي او بدمرغي ورپورې تړلې ده، اوولس هم بايد په خلاص مټ او د مسووليت په درک او احساس په ټاکنو کې ګډون وکړي او د هيواد، نظام او ولس په جوړولو کې ونډه واخلي.
داكار بايد لاپخوا شوى وى او اوس مو هم ډېرو خت له لاسه وركړى دى او څومره چې اړوندو مراجعو ته په كار وه هغوى پخپله دعامه پوهاوي دنده كې ناكام شوي دي خوبيا هم دايوه مياشت هم ډېر وخت دى .
ولس ته هم په كا ر ده چې دا ځل ډېر دقيق، او پاخه ګامونه واخلي او هغه چاته رايه ورکړي چې په رښتيا هم د ولس او هيواد غم ورسره وي، د افغانستان دبيا رغولو او ودانولو لپاره منظمې برنامې او معقولې طرحې ولري.
ولس بايد دا ځل د هغه چا تر شا ودرېږي چې له افغانستان څخه د جنګ د کمپلې ټولول، په افغانستان کې سوله او امنيت، ملي وحدت ورورګلوي اتفاق او اتحاد غواړي، هغه چې هر افغان خپل ورور، د دې خاورې بچی او په دې خاوره کې حقداره او افغانستان هم دټولو افغانانو ګډ کور وبولي. د سولې لپاره رښتونی او ملي پلان ولري، د نفاق پر اور اوبه شيندي همداراز د نظام لپاره د شفافيت لارې چارې ولټوي، اهل ته کار وسپاري، تخصص او وړتيا په پام کې ونيسي، ضوابطو ته پر روابطو ترجيح ورکړي، سازشونه ونکړي، کاذب مصلحتونه په پام کې ونه نيسی، د مخدره توکيو د کرنې اوترافيک مخه ونيسي، په افغانستان کې د مخدره توکيو د مافيا لاسونه لنډ کړي، د هيواد له لاسه وتلی اعتبار بېرته را ژوندی کړي،د هر ډول نشه يي توکيو، فحشا، ناقانونۍ او له قانون څخه د سرغړونو مخه ونيسي، د ټولو قومونو نظريې د افغانستان مادي او معنوي ارزښتونه په پام کې ونيسي ويې ساتي اود يوه متوازن پر مختګ او انکشاف لپاره هڅې وکړي.
همداراز ولس بايددهغه چاترشاه ودرېږي چې د افغانستان بين المللي اعتبار را ژوندی او هيواد مو په نړيواله کچه وځلوي، د هيواد ملي شتمني ملي امانت وګڼي، خائنان، د ولس او ملت قاتلين، د پرديو ګوډاګيان او د ملي شتمنۍ لوټوونکې د محاکمې مېز او احتساب ته راوستلی وشي.
يو ځل بيا وايو چې ملت بايد دا ځل ډېر محتاط واوسي،رايه امانت وګڼي او دا امانت خپل اهل ته وسپاري.
افغان حكومت ، دټاكنو خپلواك كميسيون او نړيواله ټولنه دې هم ډېر زيار وباسي چې په افغانستان كې دولسواكۍ له غوښتنې او اصولوسره سم ازادو، رڼواو خپلواكو ټاكنو ته زمينه برابره كړي داسې ټاكنې چې واقعاً دملت دزړه اواز وي ، دملت پرېكړه منعكسه كړي او هېوادشموله ټاكنې وي .
كله چې داسې ازادې ، شفافې او رڼې ټولټاكنې ترسره شي نو بايد چې ټول سياسي جريانات ، ګوندونه ، مدني ټولنې او عام ولس يې پايلې هم په خوښۍ ومني او دملت پرېكړې ته غاړه ږدي كه څۀ هم داپرېكړه ظاهراً دوى په خوښه نه وي .
موږ بايد دګاونډي هېواد ايران له وروستي تاوتريخوالي عبرت واخلو هلته مو وليدل چې څومره غټه رسوايي جوړه شوه .
همدااوس داسې اورېدل كېږي چې ځينې جريانات چې پخپلې برياباوري ندي له ټاكنو وروسته داغتشاش اراده لري او غواړي چې په دې توګه په هېواد كې ناارامي رامنځته كړي . نوبايد دولت او په افغانستان كې مېشت بهرني پوځونه بايد دې ټكي ته متوجه واوسي او مخكې ترمخكې ددې ډول دسيسو شنډولو ته چمتووالى ولري .