نړۍ دجون دمياشتې پر 15مه نېټه:

 
_ په اذربايجان کې د ملي ژغورنې ورځ نمانځل کيږي.
_ په سويلي کوريا کې د زراعت ورځ ده.
_ په 1616  زکال کې د لومړي ځل لپاره په کاناډا کې د سره پوستکيو لپاره ښوونځی پرانستل شو.
_ په 1896 زکال کې د جاپان د «هونډو» په ټاپوکې دزلزلې له امله 27 زره کسان ووژل شول.
 

 
_ په 1924 زکال کې د «فورډ» موټرجوړولوکمپنی، خپل لس ميليونم موټرتوليد کړ.
 

 
_ په 1941 زکال کې «هوچي من» دويتنام دخپلواک ليګ «ويتمين» بنسټ کېښود اوخلکوته يې بلنه ورکړه، چې خپل هېواد له استعمارنه وژغوري.
_ په 1950 زکال کې لويديځ المان د اروپا شورا ته ومنل شو.
 

 
_ په 1999 زکال کې په بلجيم کې د کوکاکوﻻ پر خرڅولو له دې امله بنديز ولګول شو، چې زيات کمياوي مواد يې درلودل.
 

 
_ په 2004 زکال کې د لومړي ځل لپاره د موبائيل (ﻻسي ټېلفون) ويروس کشف شو . دغه ويروس يوازې په ځينو موډلونوک ې دخپريدو ځواک درلود .