
د کارمندانو پايښت په اورګان کې تر اوږد محاله پاتې کيدل دي. چې د اورګان موخی او لاسته راوړنې د همدوې کارمندانو په ذريعه لاسته راوړل کيږي. کارمندان چې د اورګان بشري منابع ګڼل کيږي، د اورګان د اهمو دارايو څخه دي. چې د خپل فزيکی او فکري ځواک په استعمال سره اورګان په مخ پورته او هغه لاسته راوړنې چې يې لري په ډیر اسانه او مشترکه توګه راوړلاې شي. د يوې سروي مطابق ۸۰٪ کارمندان د خپل کار سره د علاقی او مينې لرلو په اورګان کې پاتې کیږي
د دې لپاره چې کارمندان تر ډیر مهاله په اورګان کې پاتې شي نو ضرورې ده چې لاندې ټکو ته مو فکر وی.
Recognition
Purpose
Community Culture
Autonomy
Rewards
۱. په رسميت پيژندل Reconition
په اورګان کې د کارمندانو په صحيح توګه پيژندل دي. د هر يوه نوم او د هغه معلومه پته ضرورې ده . ۸۶٪ سلنه کارمندان د په رسميت پیژندلو سره نور هم تشويقيږی او د اورګان د موخو د لاسته راوړلو لپاره زيار او کوښښ کوي. د اورګان مشر ته اهم او اړينه ده چې هر کارمند بیل بیل په رسميت وپيژنی چې ۶۵٪ سلنه باورې کارمندان وايې چې د دوې يوازينې هدف د اورګان موخې دي چې ياد کارمندان په رسميت پيژندل شوی،
Ali! Your are the best!
Shah! You are wright.
ريوارډ: Rewards
د کارمندانو د اوږد مهاله په اورګان ساتلو لپاره ضرورې ده چې هغوې ته د ټارکټ په حاصلولو هر مياشت او يا هم يو پروډکشن دوره کې ايوارډ او بونس ورکړل شي، چې په دې سره کارمندان نور هم تشويقیږی او د اورګان د لا لاسته راوړنو لپاره زيار او کوښښ کوي. څومره چې ريوارډ زيات وی په هماغه اندازه به د اورګان کارمندانو د کار د پايښت سلنه هم زیاته وي.
په دومداره ورکوټې ايوارډ سره د کارمندانو عادات، تشويقونه، او لاسته راوړنې زياتیږي.
ټولنيز کلتور Community Culture
زيات شمیر کارمندان په اورګان کې يوازې د مادياتو لپاره کار نه کوی بلکه د لازده کړي او هم ټولنیز کلتور د لاپيژندلو لپاره کار کوي. په ملټی نیشنل کاروبار او هم کارخانو کې زيات شمیر کارمندان زړه کوی تر څو هلته کار وکړي، چې يوازينی موخه يې ټولنيز کلتور پیژندل دی. چې د کارمند تر اوږد مهاله د پايښت سبب ګرځي.
موخه او مقصد Purpose
د اورګان موخه او مقصد يو د هغه اهمو ټکو څخه دی چې تر ډیره اوږد مهاله کارمندان پکې پايښت مومې، چې هر کارمند خپل معلوم کار لري او د یوې خاصی موخې لپاره کار کوی، چې په خپلو منځیو کې مثبت رقابت د اورګان د لاپرمختګ سبب ګرځي.
خودمختاری Autonomy
هر کارمند د خپل ځان د هوسا کولو لپاره ازادې ته ضرورت لري تر څو ورسپارل شوی کار په شه طريقه سرته ورسوی، د وخت د تنظيم او بی ځايه مصروفولو لپاره نوی طریقه کار څخه کار واخلي ترڅو په لږ وخت کې زيات کار سرته ورسوی،
کله چې په اورګان کې هر کارمند د خپل کار د سرته رسولو په مد کې خودمختاره وي کارمند د اوږد مهاله دورې لپاره په اورګان کې پاتې کيدلې شی، چې هم د اورګان او هم د کارمند د دوامداره پاتې کيدو لپاره يو اهم او اړينه نقطه ده.