غزل

تا تـــــــه رســــــيدو کــــــې په زرواره قـــــدم اخلــمه
بل چيرې خو نه ځــــم تر خپله ياره قــــــدم اخلـــمه
ســـتا نظر به څه وکــــړي خبر يم چې خونـــکاره دی
ښـــــه په دې پوهيږم ســــتا تر ښکاره قـــــدم اخلــمه
 
ځم چې دسپوږمۍشپول ته ستا خيال په رڼا پريولمه
ســــــيوري ته د ســـــتورو تر ســــهاره قـــــدم اخلــمه
کړنګ د جام نغمه ده د يزدان راز پکښې نغښتی دی
زړه د مــــــيخانې کــــــې تر انــــواره قــــدم اخلـــمه
 
نه تــــــښتم له عيــــــبه اعتــراف لـــــره چمـــــتو يمه
ټول چـــــې مې ښه وينــــي پر هنداره قـــدم اخلــمه
ستا چې ورک تصوير وينم د ذهن په لــــــيمو کې زه
دا معنا لــــــــري چې تر پــــــرهاره قــــــدم اخلــــمه
 
پيژنم جــــــونګړه او د خټو يو سپــــــيره کــــــورګی
زه به په څــــــه ګون تر شـــــــهرياره قـــــدم اخلمه
نســــــته د فرمان نوم د پتيال د ازل کــــــــرښه کې
هر وخت به ملګــــــــــــرو تر انکاره قـــــــدم اخلمه