نازولي خيال دې ګرانې له کاره يم ايستلی
هر نظر دې د زخمونو له شماره يم ايستلی
نه دې ياد مري او نه زه مرم بس نيمچه حالت کې ګير يم
هم هوښيارو، هم بېسدو له کتاره يم ايستلی
ټول نظر سوم او مېلمه سوم ستا د دوو سترګو په کور کې
خو تاکور نه يو وار څه چې په زر واره يم ايستلی
څه احسان دی د دې خلکو په خپل زور مې ځان ژغورلی
نه يې زه د بلا خولې نه، نه له داره يم ايستلی
د خپل تن غوښې به ورکړم، که واړه ساه دې مې واخلي
هغه چاچې په هرځلي له خماره يم ايستلی
زه خو جوړ يمه له خاورو دا مرمر غوندې پاک خلک
حق لري چې زې له ښاره او بازاره يم ايستلی
شيخ ګومان کړي چې ايمان به وي يوازې په خلوت کې
ځکه زه يې له يارۍ د کردګاره يم ايستلی
ما پتيال سينه سپر کړې پرهرد تورې وار ته
نو پر څه دغه وګړوله انکاره يم ايستلی
۲۴ لېندۍ ۱۳۸۴
کندهار ښار ـ د الکوزو کوڅه
وروستي