
ايډیا د يو کاروبار پرمخ وړلو کې اهم رول لوبوی، څه خلک دا توان او استعداد لري چې د کاروبار په مخ بولو لپاره د مختلفو لارې سوچ وکړی، د کاروبار د حل ليارې، نوی جوړښت، نوی پروډکت بازار ته عرضه کول په پروډکت کې بدلون، په پرډکت کې د استهلاک کوونکو لپاره اضافه پيکج او داسې نورې ايډيا د دې سبب ګرځی چې نه يوازې د کاروبار مالک ورځنې ژوند ښه شی بلکه د هيواد اقتصاد مو هم ورسره په لويه کچه په مخ ځی. چې د يوې موثرې ايډیا د رامنځته کيدو سره د انسان په ورځنې ژوند په ښه کولو کې ډیر توپیر رامنځته کیږی، يو شرکت او هم کارخانه د يو پروډکت د رامنځته کولو په خاطر نوی ايډيا په کار وړې
يوازينی لاره چې خپل تجارت او کاروبار پرمخ بولی شو، هغه د ايډیا لرل، کله چې کاروبار پرمخ وړنکی ښه ايډیا ولری، د هغه پروډکت به هم په مارکيت او هم ازاد بازار کې پرمخ ځي، په پروډکت کې د کوالټی برابرول، د پروډکت هر ځل مختلف پیکينګ ډیزان، د پروډکت مارکیت ته عرضه کول کله چې يوه ښه ايډیا ولرو، نو هغه خيالی دنیا چې ذهن کې يې لرو پوره کولاې شو.
د ښه او موثرې ايډيا لپاره ضرورې ده چې لاندې اهمو ټکو ته مو فکر وي.
1. Solve the problem
۱. د کاروبار د ستونزو حل: د ټولو څخه اهمه ايډيا، هغه ستونزه چې په کاروبار کې رامنځته شوی له منځه يوسی. څه ته ضرورت دی چې په پوره کولو يې هغه ستونزه له منځه يوسو؟ کوم خلک دې پروډکت ته ضرورت لری؟ د دې سوالاتو د حل لپاره اړينه ده چې ځانګړي او اهمه ايډیا ولرو. تر څو مو کاروبار او پروډکت نور هم پرمخ ولاړ شی.
2. Understand Your Market and Competitors:
۲. بازار (مارکيت) او کمپیټیټر پیژندل:
په دوهمه برخه کې د کاروبار مارکيت (بازار) او مقابل کمپیتيتر پیژندل دي. چې دوی څه کوی. او د دوی په مقابل کې کومه سټیرټیجی ( بدلون او هم اضافه والی په خپل پروډکت) کې رامنځته شی.
3. Business is about automation
۳. تجارت بايد چې اتوماتيک او د نوی عصری تيکنالوژې په بنياد وی.
دريمه برخه چې اهمه او برخه ګڼل کيږي هغه د کاروبار او تجارت په نوی عصري تیکنالوژی پيوندول دي. د کاروبار د پیل د ورځی څخه بايد کوښښ وشی تر څو نوی او عصري تیکنالوژي په خپله کارخانه کې نصب او ځای پر ځای کړی. چې د يادې تخنیکی تيکنالوژي په ذريعه سره په خپل کاروبار کې بشپړه عصري بدلون راوستلی شو، په همدې ډول د کاروبار هر برخه کمپيوتراز شي، د مختلفو ډيپارمنت لپاره د کمپيوتر عيار شوی سوفټ ويیر جوړ او کار ته اماده وي.
4. Start the first Step:
۴. د لومړې مرحلی پیل:
په کاروبار کې پلان ګذارې مهم رول لوبوی، چې د يو موثر پلان په تمامولو سره کولاې شو چې د اورګان هغه اوږد مهاله موخې په څه موده کې لاسته راوړوو. پلان ضرورې ده چې زر تر زره په عمل کې راولو. د خپل پلان په عملی کولو پیل کول دی او د پلان ځنډنې کول هم اورګان د ناکامې لورې ته روږدوی.
پلان ګذارې په لومړې قدم کې د ډیر مشقت او ربړونو سره مخ وی چې په عملي کولو او ښه سټيرټیجی نیولو سره هغه په ښه او اسانه طريقه عملی کيږی.
5. Get Feedback and be flexible to make changes
۵. د پلان څار کول او د هغه جاج اخيستل (که په پلان کې بدلون ته ضرورت وه مثبت بدلون ضروری ده چې وشی)
پنځمه برخه هغه د د جوړ شوی پلان ايډيا درلودل چې ايا زمونږ جوړ شوی پلان د اورګان د موخو د لاسته راوړنې قابليت لری؟ ایا پلان په صحيح ډول عملي کیږی ؟ ايا پلان د اورګان د موخو خلاف خو نه دي؟
د پورته ټولو پوښتنو په کتو سره بايد د پلان جاج واخیستل شی. که چیرته پلان د اورګان د موخو د لاسته راوړنې په خلاف او هم جهت نه وه، نو په پلان کې مثبت بدلون راوستل اړين دی.
همدارنګه د پروډکت په اړه د خلکو څخه فيډبیګ واخیستل شی، د خلکو نظريات د پروډکت په اړه چې د دوی بنيادی ضروريات پوره کولاې شی، پروډکت هم پرمخ بولې شی. که په پروډکت بدلون ته ضرورت وه ، ضروری ده چې بدلون پکې راوستلې شی.
6. Don’t give up
په کاروبار کې همت او خوارې اهم رول لوبوي. کله هم چې په کاروبار کې د ادارې د اصولو مطابق همت او خوارې وشی. د کاروبار د پرمختګ سبب ګرځي.
زمونږ اکثر وروڼه چې د ګټېو سره عادي وی. د تاوان (لوس) په کولو سره کاروبار پريږدې، ولی په اصل کې ستره لاسته راوړنه په کاروبار کې د ګټې او تاوان دواړو حالاتو کې پاتې کيدل دی. او کاروبار په مخ وړل دي.