
بسم الله الرحمن الرحيم
د سردار محمد داوود خان د حکومت له نسکوریدو وروسته د هیواد په داخلي چارو کې د بهرنیانو په ډاګه لاسوهنې پیل شوې، او په ځانګړي ډول د دوو زبرځواکونو امریکا او شوروي اتحاد یا په بل عبارت د امپریالیسم او کمونیزم د جګړې په ډګړ واوښت؛ پر افغانستان د روسانو له یرغل سره سم زیاتره هیوادوال ګاونډي هیواد پاکستان ته کډوال شول او له هغه ځایه یې د هیواد د ازادۍ لپاره هلې ځلې پیل کړې. پاکستان چې له لومړۍ ورځې پوهیږي چې افغانان هیڅکله هم د اباسین څخه رادیخواته خاورې څخه نه تیریږي نو د موقع په انتظار ؤ او تر دې ورته لوی چانس په لاس نشو ورتلای لکه څنګه چې له لومړۍ ورځې د اسلام له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په وسیله منځ ته راغلی یو ځل بیا یې د همدې نوم څخه د خپل دښمن د ځپلو په موخه ګټه پورته کړه او په نړۍ یې د افغانستان سره د شوروي اتحاد پر وړاندې د هر راز مرستې غوښتنه وکړه او له هغو افغانانو چې د شوروي ښکیلاک پر وړاندې په پاک ضمیر ولاړ وو ، هر ډول مرستې او د هر مسلمان ملتیا ته یې اړتیا لرله د ملګرتیا تمثیل وکړ او د وري په جامه کې د لیوه رول یې ولوباوه.
امریکا د افغانستان ستراتیژیک اهمیت او له کمونیزم سره د مبارزې لپاره له اوو سمندرونو د مالي مرستو په بڼه راپورې وته او پاکستان یې د افغانستان د دروازې په ډول وکاراوه. پاکستان د افغانانو اووه ګوندونه جوړ کړل او د هر یو تر مینځ یې د نفاق اور ته لمن وهله ، له بلې خوا هغه مرستې چې د امریکا او عربي هیوادونو لخوا کیدلې د پاکستان حکومت ته تسلیمیدلې او د هغوی لخوا په افغان مهاجرینو او جنګیالیو ویشیدلې خو پاکستان د دې مرستو زیاته برخه ځانته ساتله او کمه یې پر افغانانو ویشله او له دې سره سره یې دا ویاړ هم ځانته وربښلو چې افغانانو ته یې په خپله لمن کې پنا ورکړي ده حال دا چې افغانان په هغه خاوره کې پراته وو چې اوس یې هم د ملکیت دعوه لري.. تر دې چې روسان له افغانستانه ووتل. خو پاکستان او امریکا بیا هم مجاهدین او روسیې په افغانستان کې د وخت حکومت د شطرنج د دانو په ډول لوبول او ساده افغانانو د اسلام او بل د وطن ساتنې په نوم خپلې وینې د امریکا، روسیې او پاکستان په ګټه تویولې چې په پای کې د وخت ولسمشر ډاکټر نجیب الله استعفا ته اړ شو او مجاهدینو کابل ونیو؛ پاکستان چې له پیله یې پورې غاړه مهاجر افغانان په بیلا بیلو ډلو د همدې ورځې لپاره ویشلي وو نور خپلې موخې ته ورسید اووه واړه ډلې په ۱۳۷۱ د غويي په اتمه کابل ته ننوتې او د واک پر سر خپلمنځي جګړې پیل شوې په کابل کې زیات خلک ووژل شول ښار لوټې لوټې شو علمي منابع له منځه لاړې او په هره کوڅه کې بیل بیل حکومت ؤ، دا لومړی ځل ؤ چې افغانستان له پاکستانه په هر لحاظ کمزوری شو او له هغې ورځې تر اوسه یې په هیواد کې ښکاره لاسوهنه بس نه کړه. او په ځلونو یې دا په ډاګه کړې ده چې که افغانان د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني دا هرڅه به پای ته ورسیږي... او د دې جملې ادامه داده چې که افغانان د ډیورنډ کرښه په رسمیت ونه پیژني نو پر سر یې د هرې بدمرغۍ رواړوونکی پاکستان دی!!
له بلې خوا امریکا او په عموم کې نړیواله کلیسا او کنیسا دواړه افغانستان د اسلام وروستی مورچل بولي او امریکا چې د نړۍ زبر ځواک دی د افغانستان د جغرافیایي موقیعت او ستراتیژیک ارزښت او له بله پلوه د افغانستان د بډایه کانونو څخه د دوی د شعار سره سم ( د امریکا ګټې له امریکا بهر) ګټه پورته کړي او وکولای شي چې د خپل پخواني سیال روسیې او د مخ پرودې سیال چین سره د مبارزې لپاره حضور ولري په (۲۰۰۱د اکتوبر په اوومه) نیټه د تروریزم د له منځه وړلو په پلمه او د سپتمبر د ۱۱ پیښې د غچ اخیستلو په نیت یې په افغانستان یرغل وکړ، لږه موده وروسته هغه څه چې دوی تروریزم باله په افغانستان کې نه بلکه په پاکستان کې یې فعالیت پیل کړ او ټولو نړیوالو ته دا په ډاګه شوه. دلته د امریکا دوه مخیتوب څرګند شو ځکه چې دوی پاکستان ته د دوی په اصطلاح د تروریزم د له منځه وړلو لپاره نه يواځې کوم عملي ګام پورته کړ بلکه کومه داسې هیله یې هم ونه کړه چې پاکستان دې د طالبانو او القاعدې مخه ونیسي، خبره بل څه وه امریکې خپل مرموز اهداف لرل او د طالبانو او القاعدې د ځپلو په موخه نه وه راغلې. د هیواد پخواني ولسمشر ډیرې نارې ووهلې چې د دوی په اصطلاح د تروریزم مرکز معلوم دی او هغه زموږ په هیواد کې ندی خو چا یې په خوله تریخ پیاز هم نه خوړ!
هغه تحقیقي رپوټ چې امریکایي لیکوال سیمور هرش په دې وروستیو کې چمتو کړی ؤ او د رسنیو له لارې خپور شو د امریکا او پاکستان د اصلي څیرې یوه بڼه ښیي؛ په دې رپوټ کې چې د سپینې ماڼۍ غبرګون یې هم پارولی ؤ د اسامه بن لادن د وژلو پر سر د امریکا او پاکستان د معاملې راز راسپړي په هغه لیدنه کې چې امریکایي چارواکو د پاکستاني پلاوي سره کړي وه یوه برخه یې دا وه چې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره سم پاکستان په افغانستان کې په ازاده توګه لاسوهنه کولی شي، دا خبره واشنګټن ته د آی اس آی د پخواني ریس شجاع پاشا د سفر پر مهال امریکایي چارواکو هغه ته کړې وه، په هغه هوکړه کې چې د اسامه بن لادن د وژلو پر سر شوې وه پاکستان له امریکا درې غوښتنې لرلې چې یوه یې د دې راز ساتل وو چې اسامه بن لادن په پاکستان کې وژل شوی، اوباما پاکستان ته ډاډ ورکړی ؤ چې تر یوې اونۍ به د بن لادن مرګ پټ ساتل کیږي او بیا به دا اعلانوي چې اسامه د افغانستان د هندوکش غرونو په لمنو کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی؛ دا داسې په ډاګه کوي چې امریکا غوښتل نړیوالو ته وښيي چې افغانستان د تروریزم مرکز دی او دلته خپلې پښې لا نورې ټینګې کړي او د خپلو پټو موخو لپاره کار وکړي له بلي خوا د اسامه مرګ په پاکستان کې د هغه هیواد لپاره په نړیواله کچه بدنامي وه،خو دا خبره ځکه پټه نشوه چې د عملیاتو پر مهال یوه امریکایي الوتکه راولویده او لمبو یې سیمه په سر واخیسته چې په دې پیښه د امریکا او پاکستان پلان ناکام شو، ټولې نړۍ ته څرګنده شوه چې د دوی په وینا تروریزم په پاکستان کې ؤ. خو له دې سره سره نړۍ بیا هم چوپه خوله وه...
پاکستان القاعده او طالبان د دې لپاره نه ساتل چې له اسلام سره ژوره خواخوږي لري بلکه دوی یې د یوې مهرې په ډول په افغانستان کې د خپلو ګټو په خاطر کارول او لا یې کاروي، پاکستان ته ځکه د اسلام ملاتړی نشو ویلای چې تراوسه پکې د انګریزانو قانون پلي کیږي تر دې چې د قضا ادارې یې هم په انګریزي سیستم مخکې ځي، که ټولنیز ژوند ته یې کتنه وکړو نو سړي او ښځې واړه په مختلط ډول ژوند کوي، یو ځای کاروبار کوي ، یو ځای خوراک کوي او حتی په بسونو کې ښځې د سړیو ترڅنګ کیني، فحاشت پکې اوج ته رسیدلی دی او حجاب یې د تلویزیونونو له ښځینه خبریالانو څخه ښه معلومیدلای شي، همدارنګه په پاکستان کې تر ټولو بد فاحش فلمونه جوړیږي او په تلویزیونونو کې د فلمونو هر ډول بې حیایي خپریږي، د مسلمانانو سره د همدردۍ لپاره همدومره بس دي چې هلته له افغانانو سره څومره سپک چلند کیږي، او د دې سره سره د امریکا نظامي اډې په پاکستان کې شتون لري.
د امریکا متحده ایالات هم نه د نړیوال تروریزم د له منځه وړلو سره کومه دلچسپي لري او نه یوازې چې د اسلام او مسلمانانو سره خواخوږي نلري بلکه هر چاته په ډاګه ده چې امریکا د اسلام دښمنه او د اسلام د دښمنانو کلکه ملاتړې ده، مثالونه یې په فلسطین کې د اسراییلو پر ظلمونو چوپتیا په عربي هیوادونو کې د بې شمیره مسلمانانو پر وژل کیدو چوپتیا او په برما کې د مسلمانانو په ټولوژنه او په ژوندي سوځولو چوپتیا ده، چې د دوی د بشر د حقوقو څخه د ملاتړ ادعا درواغجنه ثابتوي، همدارنګه په مصر کې د ډاکټر محمد مرسي د حکومت په راپرځولو چوپتیا چې نوموړی د امریکا د ملاتړې دموکراسۍ له لارې واک ته رسیدلی و او د مصر د اوسني حکومت ملاتړ هم د دوی د دموکراسۍ څخه د ملاتړ دعوا درواغجنه ثابته کړه.
جنرال پرویز مشرف د پاکستان پخوانی ولسمشر امریکا مخکې له دې چې په افغانستان یرغل وکړي ورغوښتی ؤ او له هغه سره یې ناستې لرلې، د دې ترڅنګ پاکستان امریکا ته د بلوچستان د تفتان په دښته کې دوې پوځي چریکي اډې ورکړي وې ، او يواځې پرافغانستان له یرغل څو اونۍ مخکې یې د پیښور او شمسۍ اډې د امریکا پوځ ته په واک کې په دې بهانه ورکړې چې دوی ترې پیسې اخلي. کله چې امریکا په افغانستان یرغل وکړ پاکستان یې له لویو ملاتړو ؤ خو لا یې هم خپل دوه مخیتوب ته ادامه ورکړه او افغان طالبانو ته یې په پښتونخوا کې ځای ورکړ او هغوی له دې ناخبره چې پاکستان یې د خپلو موخو لپاره استعمالوي له بلې خوا یې هغه څیرې چې د پاکستان د دوه مخي توب پر وړاندې وې، فریب نه خوړونکي او هیواد د ملي او اسلامي ګټو مدافعین وو امریکې ته یې د پیسو په بدل کې تسلیم کړل، چې له هغو څخه په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف او داسې نور وو، همدارنګه جنرال پرویز مشرف په خپل کتاب د اور پر لیکه کې هم یادونه کړې ده چې دوی امریکا ته د طالبانو او القاعده د غړو د سپارلو په بدل کې په میلیونونو ډالر لاسته راوړي دي، له مشرف له دې خبرې هم ښکاري چې پاکستان له اسلام سره څومره خواخوږي لري.
له بلې خوا پاکستان هغه طالب مشران هم ترور او یا ونیول چې د افغانستان د سولې لپاره یې هلې ځلې کولې چې له ډلې یې د مولوي عبدالغني برادر نوم اخیستلی شو که څه هم افغان حکومت د هغوی د ورسپارلو غوښتنه د لندن په درې اړخیزه غونډه کې کړې وه خو پاکستان رد کړې وه ، خو امریکا د دې هر څه په وړاندې چوپه خوله وه ځکه چې بیا د دوی اغراضو ته پکې تاوان ؤ، امریکا وايي چې په افغانستان کې د دوی د حضور په کمیدلو سره باید د پاکستان حضور په افغانستان کې غښتلی شي له دې سره د پاکستان سترګې نورې هم سپینې شوې او د پخواني ولسمشر له څرګندونو سره سم چې د افغانستان د بهرني سیاست پوره واک یې وغوښت او ویې ویل چې افغانستان باید په بهرني سیاست کې د پاکستان په خوښه پر مخ ولاړ شي تر دې چې په وروستیو کلونو کې یې پوځي اقدامات هم وکړل او د افغانستان ختیځ ولایتونه د ننګرهار ګوشتې ولسوالي او د کنړ په دانګام یې توغندي وورول او هم یې مخامخ بریدونه په دې پلمه وکړل چې غواړي د پاکستاني طالبانو تحریک غړي چې په افغانستان کې میشت دي له مینځه یوسي خو په دې بریدونو کې ګڼ ځايی خلک ووژل شول خو امریکا په دې اړه هیڅ غبرګون ونه ښود که څه هم د امریکا او افغانستان په امنیتي تړون لومړۍ او شپږمو مادو کې راځی چې امریکا به د افغانستان د کورني او بهرني ګواښ د مخنیوي لپاره لازمه مرسته کوي خو د پاکستان د توپخانې پر وړاندې یې د افغان ځواکونو سره هیڅ ډول همکاري ونه کړه او همدارنګه یې په دیپلوماتیکه توګه هم له پاکستانه ونه غوښتل چې خپل بریدونه دې ودروي، په دې مانا چې امریکا د هیڅ تړون پروا نلري او افغانستان ته د خپلې مستعمرې په توګه ګوري چې حالاتو ته په کتلو د زیاترو افغانانو په نظر هم افغانستان د غرب مستعمره ښکاري.
له بله پلوه په وروستیو کې امریکایي ځواکونو خپل هغه پوځي تاسیسات وران کړل چې دوی ترې ووتل حال داچې د امنیتي تړون په اتمه ماده کې راغلي چې د افغانستان په خاوره کې هغه تاسیسات چې امریکایان نور ترې ګټه نه اخلي افغان ځواکونو ته سپارل کیږي، خپل پوځي زغره وال ګاډي او چورلکې یې پاکستان ته ورکړې، سره له دې چې د امنیتي تړون په څلورمه ماده کې راغلي دي چې امریکا به د هیواد وسله والو ځواکونو ته د پوځي تجهیزاتو په برابرولو کې لازمه مرسته کوي خو دوی خپلې پرمختللي وسلې پاکستان ته ورکړې او دا د پاکستان پیاوړي کول د افغانستان پروړاندې او د امریکا بې باوري په خپلو افغان متحدینو ښیي. خو د دې سره سره هم د طالبانو او افغان حکومت سترګې نه خلاصیږي چې دواړه د امریکا او پاکستان په ګټه د یو بل وینې تویوي او په خاصه توګه په لوړه کچه پښتون ټبر وژنه روانه ده.
د افغانستان هوایي حریم د امریکا له یرغل وروسته د دوی لخوا کنترولیږي او ویل شوي وو چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې به یې افغانانو ته سپاري خو اوس امریکا غواړي چې د هیواد هوایي حریم د دوی اړوند یوې کمپنۍ ته وسپاري چې هیواد ته مالي زیان اړولی شي که څه هم د امنیتي قرارداد له مخې افغانستان په خپل هوایي حریم او اوبو بشپړ حاکمیت لري.
همدارنګه په امنیتي تړون کې راغلي چې امریکایان به د افغانستان له مخابراتي فریکونسیو ناوړه ګټه نه اخلي خو د راپورونو پر اساس امریکا د زیات شمیر افغانانو شخصي مخابراتي مکالمې ثبت کړي.
له بله پلوه د رسنیو د راپورونو پر بنسټ د ملي وحدت په نوم حکومت د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې امریکا طرح کړی ؤ که څه هم افغانانو په ډیره میړانه آن تردې چې د دولت مخالفینو هم په دې ټاکنو کې برخه واخیسته او نتیجه یې هم ټولو ته روښانه وه، خو لکه څرنګه چې له مخکې دا حکومت د استعمار لخوا پلان شوی ؤ د ټاکنو نتایج باطل او د میلیونونو افغانانو له پریکړې سره خیانت وشو او داسې دوه سری حکومت جوړ شو چې هیواد ورځ تر بلې د کړکیچ لور ته بیایي ، او د امریکا د پلان سره سم له پاکستان سره داسې اړیکې جوړیږی چې د امریکا ورکړي ژمنه سرته رسوي او په هیواد کې د پاکستان ازادې لاسوهنې ته یې زمینه برابره کړې او لا یې برابروي، د پاکستان پوځي چارواکي څو ځله په ناڅاپي سفرونو کابل ته د بادارانو په څیر راغلل او بیرته ولاړل، په دې وروستیو ورځو کې له پاکستان سره د افغانستان استخباراتي همکاریو تړون هم لاسلیک شو چې دا ښکاره پاکستان ته د افغانستان د محرمو اسنادو او رازونو سپارل دي همدارنګه ځینې افغان افسران پاکستان ته د پوځي زده کړو لپاره لیږل شوي دي.
اوس دا پوښتنه پیدا کیږي چې امریکا او پاکستان ولې دا لوبې کوي او د هغوی موخې زموږ په هیواد کې څه دي؟
پاکستان غواړي چې په افغانستان فشار راوړي تر څو د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني او د هند سره له دوستۍ لاس په سر شي، همدارنګه دوی هیڅکله نه غواړي چې یو ځواکمن او په خپلو پښو ولاړ افغانستان دې د دوی تر څنګ وي ځکه که چیرې له اقتصادي پلوه موږ غښتلي او د یو تولیدي هیواد په توګه پرمخ ولاړ شو نو هیواد ته د پاکستان واړه صادرات په ټپه دریږي او اقتصاد ته یې لویه ضربه واردیږي، که چیرې موږ هغه اوبه چې پاکستان ته درومي کنترول کړو او ګټه اخیستنه ترې پیل کړو نو له یوې خوا د پاکستان زراعت له خطر سره مخ کیږي او له بلې خوا د دوی د کرنیزو محصولاتو صادرول هیواد ته بندیږي او دا یو بل اقتصادي زیان دوی ته رسیږي او همداسې ډیر نور لاملونه ښودلی شو.
امریکا په افغانستان او نړۍ کې د پاکستان په نسبت د لویو موخو لپاره مبارزه کوي ډیره لویه موخه یې د امپریالیزم او دموکراسۍ بشري نظریې پلي کول دي چې په امریکا کې زیږیدلې ده او د نورو عقایدو او نظریاتو په نسبت د اسلام پر وړاندې په کلکه مقابله کول دي ځکه چې دا یوازینی دین دې چې هم دنیوي او هم اخروي ارزښتونه پکې خوندي دي او ټینګ دلیل او برهان لري نو دوی له هرې ممکنې وسیلې کار اخلي تر څو یې وځپي او د دین د نفي او د دین او دنیا جدا کول په دې مانا چې دین په سیاست اقتصاد او ټولنیز ژوند کې هیڅ ډول مداخله ونه لري او یوازې په معبد او عبادت پورې تړلی وي چې اسلام د دې نظر پر وړاندې حق دلایل او ټینګ دریځ لري، او افغانستان د اسلام تر ټولو ټینګ ملاتړی دی.
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه امریکا غواړي د روسیې او چین پر وړاندې هر اړخیز تیاری ولري او په هیواد کې پوځي اډې ولري او په راتلونکي کې د دې دوو رقیبانو په مخ کې دفاعي حریم ولري او په یو ډول کلابندۍ کې یې راګیر کړي. همدارنګه افغانستان د زیاتو طبیعي ارزښتناکو زیرمو درلودونکی هیواد دی چې دوی غواړي دلته پانګه اچونه وکړي او خپل اقتصاد نور هم پر مخ بوزي، او همداسې نور ډیر پټ او ښکاره لاملونه شته.
دا چې زموږ په هیواد باندې تل پردۍ جګړې راتپل شوي او یا هم موږ سپیڅلي جګړې کړي خو ګټه يې موږ نه بلکه نورو وړې ده، ویلای شو چې وجه یې د سالم رهبریت نه شتون او د سالم هر اړخیز سیاسي نظام نه شتون دی. همدارنګه زموږ د ملت بې غوري او د غفلت خوب دی، کله چې د قربانۍ وخت شي نو ټول ولس راپورته شي او قرباني ورکړي خو کله چې دا وخت تیر شي او ظاهري خطر رفع شي نو بیرته بیا ویده کیږي او د خپلو قربانیو ثمره پردیو او نا اهله کسانو ته پریږدي چې دې خبرې زموږ هیواد له بریالیتوبه وروسته لا نورو بدمرغیو ته ورټیل وهلی. زموږ خلک د بدلون کوښښ نه کوي او د یوې معجزې په انتظار دي تر څو یوڅوک راشي او دوی له بدمرغیو وژغوري او ابادي ورته راولي، همدا وجه هم ده چې زبر ځواکونه زیاتره وخت زموږ هیواد ته د دوستۍ په نامه او د دې سرلیک لاندې راغلي چې موږ له بدمرغیو وژغوري خو که د بشر تاریخ ته ځیر شو هیڅکله هم یو قوم بل چا له بد مرغیو نه دی ژغورلی او تل هغه لویدلي ملتونه چې د راپورته کیدلو هڅه یې کړې ده د پرمختګ لوړې نقطې ته ختلي دي، او هغو خلکو تل د غلامۍ ژوند کړی دی چې په نورو یې تکیه کړې ده. پرمختللي ملتونه د دې لپاره لویدلو ملتونو ته د مرستې لاس ورغځوي تر څو د هغوی په مینځ کې خپلې ګټې ولټوي او خپل کلتور، مفکورې او نورې غوښتنې په هغوی تحمیل کړي، ځکه چې د مقابلې او مخنیوي توان یې نلري او په اسانۍ او له زیان ګاللو پرته زبر ځواکونه کولای شي هلته خپلې موخې ترلاسه کړي.
مبارزه او جګړه د انسان په خټه کې اخښل شوې ده او هر انسان د نورو په مینځ کې د خپل فکر او فلسفې د خپرولو لپاره مبارزه او جګړه کوي او د دې جګړې کول ضروري دي ، که څوک دا مبارزه او جګړه ونه کړي نو باید د نورو خیالات ومني او په ځان یې عملي کړي.
زموږ ملت باید د دې مبارزې لپاره مټې راونغاړي تر څو له یوه پلوه د نورو لخوا د خپل غني او سپیڅلي اسلامي افغاني فرهنګ، خاورې او شتمنیو د لوټلو مخه ونیسي، خپلې ګټې د ځان لپاره خوندي کړي او د علمي پرمختګ دروازې خلاصې کړي ترڅو په اسانۍ وکولای شي د بد مرغیو مخه په کمه بیه ونیسي او له بله پلوه کله چې په ځان متکي شوو نو د خپل عالي کلتور او پاک دین د خپرولو لپاره باید هڅه وکړو.
زموږ هیواد د اسیا په زړه کې پروت او د خپل موقیعت او مرکزیت له پلوه د ارزښت وړ دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې د نړۍ زبر ځواکونه ځانته لیوال کړي دي، خو دوی دې لیوالتیا د هلاکت کندې ته غورځولي دي او د زبر ځواکونو د هدیرې په نوم یاديږي او هر وخت به د نړۍ زبر ځواکونه په ګونډو کوي او هیله ده چې بیا د زبرځواکونو په ګونډو کول زموږ څخه د میلیونونو وروڼو او خویندو د ژوند بیه وانخلي.