حلال رزق روزي ، اثرات او اهميت
چونکه روا خواړه په زړه مثبتې اغېزې لري سلف صالحينو يې په ګټه وټه هم زياته هڅونه کړېده ، د روا او حلال رزق لپاره اسلامي دين او مبين شريعت ګڼ شمېر لاملونه په نښه کړي دي چې په مخکنو فقراتو کې يې تفصيلي څېړنه تېره شوه .
د روا خواړو اهميت :
ګرد اهل علم په یوه دي چې بايد نوم مسلمان د زړه کاته صفا او پرې ځانګړی خيال وساتي ، له همدې کبله امام احمد –رحمه الله – څخه وپوښتل شول چې د زړه د رنځ روغتيا په څه کې ده ؟ هغه ورته وويل : د حلال رزق په لټه کې ده .
له يو بل ديني امام څخه وپوښتل شول : د پرهېزګارۍ او تقوا باره کې راته څه وليکه ، هغه ورته د پلور او پېرود اړوند مسائل وليکل ، خلکو ورته وويل : الله په تا ورحمېږه ! مونږ درته وایو چې د تقوا او پرهېزکارۍ اړوند معلومات راکړه او تا راته د پلور او پېرود ، د دنيا د ګټلو اړوند نوشته وکړه ؟ هغه ورته کړه : د چا خواړه چې روا ګټه وټه وي يقيني پرهېزګار دی .
جوته شوه چې پرهېزګاري له دنيا څخه د کناره کشۍ نوم نه دی ، پرهېزګاري يواځې بدني عبادت يا نورو سره مالي مرسته کولو ته نه ويل کيږي ، دا هم پرهيزګاري ده چې له حرامو څخه انسان په پلور او پېرود کې ځان راونغاړي ، سودي معاملات ټول شا ته کړي ، د اخستلو او خرڅولو په هره ګړۍ کې ورته قبر او قيامت سترګو سترګو ته کيږي تر څو په حرامو ښکيل نه شي ، دا لامل دی چې څومره زمونږ د پلور او پېرود شرعي کچه په ټيټېدو ده ، هومره ورسره مونږ د رب لايزال له پېرزوينو څخه بې برخې يو ، د مړۍ پسې ساه تيګاه يو خو بيا هم پکې خير او برکت نشته ، د دې امت سلف صالحين ( صحابه کرام ) – رضي الله عنهم – به دنبوي ارشاداتو له مخې د حرام مال څخه په ځان ژغورنې کې په لوړه کچه له غور نه کار اخست ، نبی کریم – صلی الله علیه وسلم – فرمايي : [ يَأْتِي عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ، لاَ يُبَالِي المَرْءُ مَا أَخَذَ مِنْهُ ، أَمِنَ الحَلاَلِ أَمْ مِنَ الحَرَامِ ] ( صحيح البخاري : ۲۰۵۹ شمېر حديث ) . په خلکو به داسې وخت راشي چې څوک څه اخلي هيڅ به پرواګير نه وي چې ایا حلال او که حرام يې واخست .
او عمر – رضي الله عنه – فرمايي : له حرامو څخه د ځان ژغورنې په خاطر مونږ د روا خواړو نهه برخې نورې هم پرېږدو .
او دا سمه خبره ده ، تر څو حقيقت پسې لا ځلانده شي مونږ يې څو بېلګې قابل ذکر بولو :
[كَانَ لِأَبِي بَكْرٍ غُلاَمٌ يُخْرِجُ لَهُ الخَرَاجَ، وَكَانَ أَبُو بَكْرٍ يَأْكُلُ مِنْ خَرَاجِهِ، فَجَاءَ يَوْمًا بِشَيْءٍ فَأَكَلَ مِنْهُ أَبُو بَكْرٍ، فَقَالَ لَهُ الغُلاَمُ: أَتَدْرِي مَا هَذَا؟ فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ: وَمَا هُوَ؟ قَالَ: كُنْتُ تَكَهَّنْتُ لِإِنْسَانٍ فِي الجَاهِلِيَّةِ، وَمَا أُحْسِنُ الكِهَانَةَ، إِلَّا أَنِّي خَدَعْتُهُ، فَلَقِيَنِي فَأَعْطَانِي بِذَلِكَ، فَهَذَا الَّذِي أَكَلْتَ مِنْهُ، فَأَدْخَلَ أَبُو بَكْرٍ يَدَهُ، فَقَاءَ كُلَّ شَيْءٍ فِي بَطْنِهِ ] ( صحيح البخاري : ( صحيح البخاري : ۳۸۴۲ ) . عائشه - رضي الله عنها – وايي : د ابوبکر – رضي الله عنه – يو غلام و ، ورځنۍ مزدوري به يې راوړله او ابوبکر به د هغه د لاس مزدوري خوړله ، يوه ورځ يې خواړه راوړل ابوبکر – رضي الله عنه – ترې لږ څه وخوړل ، غلام ورته وويل : تا ته پته ده چې دا څه شی و ؟ هغه ورته وويل : ولې څه و ؟ غلام ورته وويل : د جاهليت په دور کې مې يو چا ته کهانت کړی و او په کهانت هم سم نه پوهېدم خو دوکه مې ورسره وکړه ، بيا راسره مخ شو او دغه عوض يې راکړ او دغه دی تا هم وخوړ ، ابوبکر– رضي الله عنه – د لاس ګوتې په خوله کې وردننه کړې او ټول خواړه يې بېرته اولټې کړل . په يو روايت کې لا دا هم دي چې غلام ورته وويل : ولې ځان تکليفوې ؟ هغه ورته وويل : که ساه مې هم ورسره ووځې خو بېرته يې راوباسم ، ځکه چې ما د نبي کريم – صلی الله عليه وسلم – نه اوريدلي دي چې ( کُلُّ لَحْمٍ نَبَتَ مِنْ سُحْتٍ فَالنَّارُ أَوْلَی بِهِ ) کومه غوښه چې له حرامو څخه راوټوکيږي د دغې غوښې په خوراک اور ډېر حقدار دی .
حتی چې سلف صالحين – رحمهم الله – چې به کله دخواړو په لټه پسې راووتل خپلو کورودانو به يې ورته ويل : زمونږ اړوند له الله څخه وډار شه ، ولږه برداشت کولای شو خو د اور د برداشت نه یو .
له دې کبله چې په بازارونو کې دوکې ، پراډونه ، غلاګانې ، سودبازي ، په غير مشروعه توګه پلور پېرود کيږي ، په حديث کې ورته د بدۍ نوم ورکړل شوی دی ، نبي کریم – صلی الله عليه وسلم – فرمايي : [أَحَبُّ الْبِلَادِ إِلَى اللهِ مَسَاجِدُهَا، وَأَبْغَضُ الْبِلَادِ إِلَى اللهِ أَسْوَاقُهَا ] ( صحيح مسلم : ۶۷۱ ) . الله ته پسندترین ځایونه جماعتونه ( مسجدونه ) دي ، او ورته بدترین ځايونه بازارونه دي .
امام ترمذي پخپل سنن کې په ( ۱۲۱۰ ) شمېر باندې حديث ذکر کړی دی چې نبي – صلی الله علیه وسلم – خلک د پلور او پېرود په مهال وليد ورته يې وويل : [يَا مَعْشَرَ التُّجَّارِ ، فَاسْتَجَابُوا لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَرَفَعُوا أَعْنَاقَهُمْ وَأَبْصَارَهُمْ إِلَيْهِ، فَقَالَ: إِنَّ التُّجَّارَ يُبْعَثُونَ يَوْمَ القِيَامَةِ فُجَّارًا، إِلَّا مَنْ اتَّقَى اللَّهَ، وَبَرَّ، وَصَدَقَ ] ای دوکاندارانو ! ټول نبي کریم – صلی الله عليه وسلم – ته راغلل ، سرونه اوسترګې يې ورته پورته ونيولی ، ورته يې وويل : د قيامت په ورځ به له پرهېزګار ، محسن او رښتيا ګوه پرته دوکانداران فاجران راپورته کړی شي .
عبدالله بن مبارک – رحمه الله – فرمايی : چې د شبهې اوګوماني درهم څخه ځان وژغورم ، له دې څخه را ته بهتر ده چې يو لک ، بيا په يو لک ، او بيا په يو لکو درهمو خيرات او صدقه وکړم .
په رښتيا هم چې نبي کريم – صلی الله عليه وسلم – فرمايي :[ الْبِرُّ حُسْنُ الْخُلُقِ، وَالْإِثْمُ مَا حَاكَ فِي صَدْرِكَ، وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ ] ( صحيح مسلم : ۲۵۵۳ ) . نيکي ښکلو اخلاقو ته ويلی شي ، او ګناه ستا په سينه کې خنډ وي ، او دا دې هم خوښه نه ده چې خلک ترې خبر شي .
د حرامو خواړو له کبله دعاګانې نه قبليږي :
امام مسلم په خپل صحيح کې په (۱۰۱۵ ) شمېر حديث راوړی دی چې [ ثُمَّ ذَكَرَ الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَرَ أَشْعَثَ أَغْبَرَ، يَمُدُّ يَدَيْهِ إِلَى السَّمَاءِ، يَا رَبِّ، يَا رَبِّ، وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ، وَمَشْرَبُهُ حَرَامٌ، وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ، وَغُذِيَ بِالْحَرَامِ، فَأَنَّى يُسْتَجَابُ لِذَلِكَ ] .
بیا نبي – صلی الله علیه وسلم – د يو سړي يادونه وکړه چې په اوږد سفر وي ، ويښتان يې ګډوډ او ګرد غبار پرې پروت وي ، دواړه لاسونه يې اسمان ته پورته کړي وي او ( ای ربه ! ای ربه ! ) نعرې وهي ، خواړه يې حرام وي ، څښاک يې حرام وي ، پوښاک يې حرام وي ، په حرامو يې وده کړي وي نو دعاء به يې څه قبوله شي ؟!
په حديثونو کې راځي چې د مسافر دعاګانې ښې قبليږي ، خو چې د حرام خورۍ په نوم مانع شتون ودرلود ، دعاګانې هم مردودې شوې ، بیا نبي – کريم – صلی الله عليه وسلم – فرمايي ( أَشْعَثَ أَغْبَرَ ) دې کې دېته اشاره ده چې په نهايت زيات انکسار او عاجزۍ الله رابلي ، خو ولې چې د حرام خورۍ په نوم مانع شتون ودرلود ، دعاګانې هم مردودې شوې ، لاسونه يې هم اسمان ته پورته کړي وي ، او نبي کریم – صلی الله عليه وسلم – فرمايي : [إِنَّ رَبَّكُمْ حَيِيٌّ كَرِيمٌ، يَسْتَحْيِي مِنْ عَبْدِهِ أَنْ يَرْفَعَ إِلَيْهِ يَدَيْهِ، فَيَرُدَّهُمَا صِفْرًا ] ( سنن ابن ماجه : ۳۸۶۵ ) . ستاسو رب ډېر د حيا او کرامت والا دی ، هغه ته حياء ورځي چې بنده ورته لاسونه پورته کړي وي او هغه يې ورته تش تور راوګرځوي .
خو ولې چې د حرام خورۍ په نوم مانع شتون ودرلود ، عاګانې هم مردودې شوې ،
حرام مال د عذاب لامل دی :
الله پاک مونږ ټول مخلوق ته په قرانکریم کې ارشاد فرمايلی دی چې که له حرامو لارو ګودرو څخه څوک خيټه ډکه کړي او جمعه وارېنې وکړي ، همدغه خيټه به يې د دوزخ په اور وريته وريته شي ، الله پاک فرمايي : [إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا ] ( النساء:10 ) . د يتيمانانو شتمني چې په ظلم زیاتي څوک خوري ، دوي په خپلو خېټو کې اور اچوي او ډېر زر به سعير ( جهنم ) ته ننوځي . او نبي کريم – صلی الله عليه وسلم – فرمايي : [مَنْ يَضْمَنْ لِي مَا بَيْنَ لَحْيَيْهِ وَمَا بَيْنَ رِجْلَيْهِ أَضْمَنْ لَهُ الجَنَّةَ ] ( صحيح البخاري : ۶۴۷۴ ) د ژامو ترمنځ او د خپو ترمنځ اندامونو ضمانت چې ما له څوک راکړي ، زه ورله د جنت ذمه واري اخلم . معنی دا شوه چې نه حرام خوري او نه حرام څښي .
د عمر – رضي الله عنه – اړوند روايت دي چې يوه ورځ يې شوده وڅښل ډېر خوند يې ورکړ ، له ساقي څخه يې وپوښتل : دا چرته و ؟ ساقي ورته وويل : د زکات اوښان تېرېدل ، خلکو خړوبول ، ما ترې شوده ولوشل ، عمر – رضي الله عنه – ګوته خولې ته کړه او خوړلي شوده يې اولټې کړل .
وروستي