مدني ټولنه



دا چې نن سبا مدني ټولنې په هر هېواد که د هغه هېواد تر نافذه قانون لاندې خپل فعالیتونه کوي او همدا مدني ټولنې دي چې د خلکو غږ تر حکومته او د حکومت غږ تر خلکو رسوي. ځکه د حکومت او مدني ټولنو تر منځ نه پرېکېدونکې اړیکې شتون لري او همدا اړیکې دي چې د دواړو تر منځ یې رابطه ټینګه کړې ده، حتا په ډېریو مسئلو کې دولت له مدني ټولنو سره سلا کوي او په ډېریو مسایلو کې مدني ټولنې خپلې ستونزې له دولت سره شریکوي.
مدني ټولنه، کله چې څو کسان سره یو ځای شي او د خپلو اړیکو په واسطه یوه خپلواکه ډله رامنځته کړي، خو موخه یې یوازې د ټولنې او حکومت پرمختګ او د دواړو تر منځ همغږي وي، مدني ټولنه ګڼل کیږي.
په دې هکله چې د مدني ټولنې مخینه څه شی وه، دا کلمه د لومړي ځل لپاره چېرته وکارېده او د تاریخ په اوږدو کې یې څومره تغیرات رامنځته کړل، بېلابېل نظرونه شته. یو شمېر کسان دا کلمه په انساني ټولنه کې د حکومت له جوړېدو سره پرتله کوي او وایي چې دا کلمه د لومړي ځل لپاره د نوح (ع) په وخت کې کله چې ده تر یوه قانون لاندې حکومت جوړ کړ، رامنځته شوه. بله ډله خلک وایي چې دا کلمه له میلاده ۳۰۰۰ کاله مخکې رامنځته شوې وه او زیاتوي چې لومړنۍ ټولنه د سوماریانو په وخت کې په بین النهرین کې د پولیسو په جوړېدو سره رامنځته شوه. خو یو شمېر نور کسان افلاطون لومړی کس بولي چې د مدني ټولنې په هکله یې خبرې کړې دي همدارنګه یو شمېر نور کسان بیا وایي چې دا کلمه ارسطو رامنځته کړې. یوه بله ډله د مدني ټولنې جوړښت د مدرنې دورې یا زمانې کار ګڼي او وایي چې دا کلمه په ۱۲مه او ۱۳مه پېړۍ کې رامنځته شوې ده او کومه مخینه نه لري.
په هر صورت د لېبرال یا مدني ټولنې د پیدایښت تاریخ په غربي هېوادونو کې په سمه توګه نه دی معلوم؛ اما د ډمکراټیکو هېوادونو او مدني ټولنو د پیدایښت په برخه کې اتلسمه پېړۍ یوه مناسبه پېړۍ ده.
پخوا به داسې فکر کېدو چې ګواکې مدني ټولنه او دولت یوه مانا لری خو د اتلسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د (هېګل) په واسطه د دولت او مدني ټولنې تر منځ زیات واټن رامنځته شو او مدني ټولنه یې له دولت څخه یوه خپلواکه ټولنه وګڼله.
د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د مدني ټولنې مفهوم له منځه لاړ، خو په شلمه پېړۍ کې د ( انتونیو ګرامشي) په واسطه دا کلمه بېرته را ژوندۍ شوه. ده د دې کلمې په را ژوندي کولو کې له هېګلي نظریې کار واخیست. د ۷۰ یمې او ۸۰ یمې لسیزې په پایلو کې، چې په دې وخت کې په مرکزي او ختیځه اروپا کې هم زیات تحول رامنځته شوی و، د مدني ټولنې د کلمې په را ژوندي کولو کې هم ډېر پرمختګ وشو او د مدني ټولنې کلمه په سوسیالیستي حکومتونو کې هم عامه شوه.
نورو کسانو هم د مدني ټولنې د مانا او مفهوم په برخه کې اظهار نظر کړی چې له هغې ډلې کولای شو د توماس هابز ( ۱۶۷۹ـ ۱۵۸۸) او کارل مارکس (۱۸۸۳ـ ۱۸۱۸) نومونه یاد کړو.
په دې هیله چې په هېواد کې ټولې مدني ټولنې خپلې شخصي ګټې پریږدي او په پوره اخلاص سره هېوادوالو ته خدمت وکړي، د ولس ګټې خپلې ګټې وګڼي.
په درناوي
مأخذ: جامعه مدني ــ کرباسیان ــ تهران.