ســـتا لــه بۍ نيازۍ نه پښتنې شوې زمـا اوښکې
راغلې خــو له سترګو نه ستنې شوې زمـا اوښکې
سترګې مــې تروې تروې زبيښي لذت يــې اخلي
تاو لــــه محبت نه څه خوږې شوې زمــا اوښکې
پـــټې شــــي کـــچه شي ،اشــــنا ســـتا په راکتلو
ســــتا د دوه ليمو غوندې پخې شوې زما اوښکې
پام چــــې په ځـــوانۍ دې چــــرته نه شي تندرونه
ښکـــــليه شه خبــر!که درپسې شوې زما اوښکې
ســــتا لـــــه تغافله ځان په ځان شوې نه غونډيږي
اوس د مــــرکې نه د جــــرګې شوې زمـــا اوښکې
ســــتا لــــه دې راتګــــه مـــــخړونی د ماښام شو
راغــــلې زمــا سترګو ته، ډيوې شوې زما اوښکې
جـــــوړ په ختــــميدو مــې دي د عــــمر همدمانې
وارد ويـــنو راغی چې نن سرې شوې زما اوښکې
ســـــتا له لـــيوني غرور نه څـــنګه تاو راتاو شوې
جار يــــې له شيبې چې زولنې شــوې زما اوښکې
ښکــلی يې حمزه که په محفل کــې بې پردې کړو
نه دی دا قيامت چې بې پردې شوې مــا اوښکې
وروستي