
زور زیاتی د ناوړه کار په مقابل کې د بقا له انګېزې، دفاع، حملې یا تېښتې له غبرګون سره تړلی دی. انسان په ټول تاریخ کې زور زیاتی کړی او تر زور زیاتي لاندې راغلی دی. زور زیاتی یو څه جنیټیکې منشې هم لري او هغه د دې لپاره دي، چې د خطر او زور زیاتي څخه دځان ، کورنۍ او متعلقانو د خلاصون لپاره باالمثل عمل وکړای شي، دا اصلا په دماغ کې د جایزې د سیستم (reward system)یوه برخه ده، چې د خوړو اوکورنیو اړیکو څخه د خوند له غریزې سره نښتې ده، خو که انحراف وکړي، نو د نورو د ژوند او حقوقو د پایمالولو سبب کېدای شي.
د انساني تاریخ ژورې مطالعې ښودلې ده چې زموږ پخواني نیکونه تر موږ ډېر سوله دوست و. اوس لکه چې د داروین بیولوژیکي، د فراید اروایي، د هابز فلسفي او د ماکیاولي سیاسي تیوریو انسان ته د زور زیاتي لپاره لا قوي انګیزې ورکړي دي.
زور زیاتی انسان د تل لپاره نېکمرغه کولی نشي او د یو روغ ژوند سره په تضاد کې عمل دی. بل انسان هم د ورته ظرفیتونو لرونکی دی او په ورته عمل سره لاس پورې کولی شي. د زور زیاتی خاوند هم له زور زیاتي سره مخ کېږي. زیاتره یې ژوند بېخونده، په اضطراب او تشویش کې تېرېږي او دا متلونه پرې تطبیقېږي چې بد ګرځي بد به پرزي، او چې څه کري هغه به ریبي.
د زور زیاتي یو ډول د بل انسان سپک ګڼل او ریشخندول دي. دا بد عمل له کوره پیلېږي. ځینې ماشومان خپل ورونه/ خویندې ریشخندوي، چې ورو ورو دا عادت ښوونخي، ټولنې، کار ځای او نورو برخو ته رسېږي. په ټولګي کې په ځینو ملګرو مضمون جوړول، ځینو پاک زړو ښوونکو او یا کارکوونکو ته د مدیریت او ریاست د اوازو په ورکولو هغوی ریشخندول، په کار کې د انساني موثرو اړیکو په لار کې یو خنډ جوړوي، انسانان یو د بل څخه خوابدي کوي، او عقدې او غوټې پکې پیدا کوي، چې د فرصت پیدا کېدو په صورت کې ډېر خطرناک منفي غبرګونونه ترې پیدا کېدای شي.
باید ماشومان پرې نږدو چې دغسې سلوک خپل کړي. ماشومانو ته ټوکې او خوش طبعي ورزده کړئ، موقع ورکړئ، چې خوش طبعه اوسي، خو د خپل ورور،خور، ملګري، ټولګیوال او بل انسان د تحقیر، توهین او ریشخندولو په بیه نه. انسان؛ الله جل جلاله د کرامت سره پیدا کړی دی، د ټولو مخلوقاتو په منځ کې یې شریفترین حیثیت ورکړی دی. باید د نورو په سپک ګڼلو ځان تر ټولو سپک مقام ته ټیټ نکړو.
د ښځو پر وړاندې زور زیاتی یو اوږد بحث دی چې ډیر څه پرې لیکل کیدای شي. د بشریت له پیل څخه پر ښځو د زورزیاتي بدترین ډولونه تعمیل شوي دي او اوس هم جریان لري. ښځه ظریفه او لطیفه ده، د یو لوی انساني مأموریت لیږدونکې او د انساني نسل د بقأ مسئوله ده. په هیڅ صورت ورسره هیڅ ډول زور زیاتي توجیه نشي کیدای.
کوچنیان هم د زور زیاتي په وړاندې دیر زیانمنیدونکي دي او ځانګړې پاملرنه غواړي. په ځانګړي ډول په فقر، جګړې، افتونو او بیړنیو حالتونو کې.
ماشومان مو د مینې او زغم په روحیه وروزئ او له تشدد او زورزیاتي او د هغه د بدو عواقبو څخه یې خبر او منع کړئ.