
د ۲۰ پېړۍ په پای او د ۲۱ پیړۍ په پیل کې، په متمدنه نړۍ کې د غږیزو (صوتي) او برېښنایي ( الکتریکي) وسایلو په برخه کې خورا زیات پرمختګونه رامنځته شول او په اوسني نړۍ کې یې یو لوی انقلاب رامنځته کړ، چې تر ټولو ښې بېلګې یې کمپیوتر، مبایل، ایپاډ، ایفون او داسې نور یادولای شو. دې وسایلو نړۍ له ټولو خواو که هغه فرهنګيدي، یا اقتصادي، یو له بل سره نیږدې کړه. نن په ډېر کم وخت کې د ټولنیزو رسنیو په مرسته د نړۍ له ګوډ، ګوډ څخه ځانونه خبرولای شو، چې دا خپله یو لوی پرمختګ دی. فرهنګونه یې یو له بل سره نیږدې کړي دي، انساني او بشري اړیکې یې هم زیاتې ټینګې ساتلې دي. په خاصه توګه د نړۍ په لېرې پرتو سیمو کې اوس انسانان کولای شي په ډېره اسانه توګه یو له بل سره خپلې اړیکې ژوندی وساتي، دې ټکنالورۍ د خلکو ذهنونه روښانه کړي او د دوی په ټولنیزو، عدلي او حقوقي مسایلو کې یې زیات تحول رامنځته کړی دی.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې له انټرنیټ څخه په بېلابېلو بڼو کار اخیستل کیږي او د ځوانانو تر منځ یې په زړه پورې سرګرمي رامنځته کړې ده او همدا رنګه انټرنیټي شبکو د ځوانانو په ژوند کې خورا زیات پرمختګونه رامنځته کړي دي، خو له بده مرغه انټرنیټ کولای شي ځوانان بېلابېلو لارو ته وهڅوي، چې دا د دوی په کورنیو او فرهنګونو پورې هم اړه لري، ځکه کورني په دې کې مسؤله دي، دوی باید خپل اولاد ته له دې ډول وسایلو څخه د استفادې لارې چارې وښیي.
د ټکنالوژۍ نړۍ هره ورځ د پرمختګ په حال کې ده، نو موږ باید د دوی په څېر له دې ټکنالوژۍ خپله ګټه واخلو، کنه له سیالانو به وروسته پاتې شوو.
په درناوي