راشـــه چـې په ژوند دې زه باران د مينې ووروم
نور به شــم په زړه به دې ايـــمان د ميــنې ووروم
ولوله طالــب مې شه د زړه کتاب مـــې وســــپړه
زه بــــه دې پــه زړه سـورې رحمــان دمينې ووروم
ټکه شـوه حيرانه تورو وريځــو رنو اوښـــکو ته
شـــين به په دعا درته اســمان دې ميــنې ووروم
تږی مې د ســـترګو د بڼو په سيــوري پــريوځـــه
سوړ به مې د اوښکو زه کاروان د مينې ووروم
ته پـــتڼ د هـــيلو زه د ميـــنـې ســـمنـــدر يـــمــــه
تا ته به څپو کې ســره مـــرجان د ميـــنې ووروم
وروستي