د تبادلې د ثابت نرخ ګټې او زیانونه

 
دولتونه د نورو په مقابل کې د خپلو اسعارو د تبادلې لپاره د تبادلې د نرخ د لاندې ډولونو څخه استفاده کوي:
د تبادلې بدلیدونکی نرخ: د تبادلې بدلیدونکی نرخ په دې معنا چې د نورو په مقابل کې د کرنسۍ د تبادلې د نرخ ټاکل د بهرنیو اسعارو بازار ته پرېښودل کیږي تر څو هلته د عرضې او تقاضا د قواوو د برخورد په پایله کې نوموړی نرخ وټاکل شي. دلته دولتونه د خپلو اسعارو د تبادلې د نرخ د بدلون او یا په هغه کې د تغیر راوستلو سره کومه دلچسپي نه لري او د بازار له لوري ټاکل شوی نرخ د خپل ځان او د نړیوال تجارت په خیر او ګټه ګڼي او په کومو حالاتو کې چې دغه چاره د یو هېواد په ګټه نه وي او یا په بهرنۍ سوداګرۍ کې د نا انډولۍ لامل کیږي نو بیا نوموړې هېوادونه د ګمرکي تعرفو، سهمیو او د نورو پالیسیو په عملي کولو سره دغه ستونزه حلوي.
د تبادلې ثابت نرخ: د تبادلې ثابت نرخ په دې معنا چې د خارجي اسعارو سره د کورنیو پیسو د تبادلې لپاره یو ثابت نرخ ټاکل کیږي. د بېلګې په ډول  د افغانیو سره د یو ډالر د تبادلې نرخ د ۵۲ او ۵۸ افغانسو تر مینځ ټاکل کیږي. کله چې د افغانیو او ډالرو د تبادلې نرخ د دغه ټاکل شوي حدودو څخه کم او یا زیاتیږي نو چارواکي د بیلابیلو لارو د دغه کار مخنیوی کوي او د تبادلې نرخ بېرته خپل اصلي حالت ته راولي.
په دغه لیکنه کې موږ یوازې د تبادلې د ثابت نرخ په ګټو او زیانونو خبرې کوو او د بدلیدونکي نرخ پر ګټو او زیانونو بحث راتلونکې ته پریږدو
د تبادلې د ثابت نرخ ګټې:
لومړی -  د انفلاسیون مخنیوی: ښکاره خبره ده چې انفلاسیون د پیسو  د تبادلې د نرخ له بې ثباتۍ سره نېغه اړیکه لري، نو کله چې د د کرنسۍ لپاره د تبادلې ثابت نرخ وټاکل شي په پایله کې یې د انفلاسیون یا د پسو د پړسوب مخه نیول کیږي. له دې پرته د تبادلې د بدلیدونکي نرخ په حالت کې ممکن ډېری وختونه د اسعارو د تبادلې نرخ د ټاکل شوي حد څخه ښکته شي چې دا چاره د پیسو پړسوب ته هم لاره هواروي.
دویم – اطمینان او د پانګونې زیاتوالی: د تبادلې ثابت نرخ؛ د اسعارو اړوند د سوداګرو او نورو وګړو د راتلونکې احتمالي زیانونو په هکله وېره له مینځه وړي  چې په دې صورت کې هغوی په بهرنیو تادیاتو کې له کومې وېرې پرته  په ډاډه زړه خپل هر ډول کاروبار پر مخ وړلای شي ځکه هغوی د خپلې کورنۍ کرنسۍ د تبادلې د نرخ د ثابتوالي له امله ډاډه او مطمین وي، او له بله اړخه دغه چاره د نړیوالې سوداګرۍ په پرمختګ کې هم اغېزناکه ثابتیږي. د تبادلې ثابت د راتلونکي د ډاډمنتیا له امله په یو هېواد کې د پانګونې د زیاتوالي سره هم مرسته کوي، کاروباریان د همدغه ډاډ پر بنسټ په یو هېواد کې پانګونه کوي، دغه پانګونې د کورنۍ اړتیا تر څنګ د صادراتو په موخه هم توکي تولیدوي، اوس که د تبادلې نرخ ثابت نه وي او د بېلګې په ډول د کورنۍ کرنسۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې لوړ شي نو په دې صورت کې به د یو هېواد صادراتي توکي د نورو هېوادونو د وګړو لپاره ګران تمامیږي او د نړیوال بازار په سیالۍ کې به وروسته پاتې کیږي.
د تبادلې د ثابت نرخ زیانونه:
د تبادلې د نا سم نرخ ټاکل: که د تبادلې لپاره ثابت نرخ په پوره پاملرنې سره و نه ټاکل شي نو دا کار ډېرې ستونزې زیږوي. د بېلګې په ډول، کله چې د تبادلې نرخ ډېر زیات لوړ وي نو دا چاره د صادراتو د قیمت د زیاتوالي له لارې یو هېواد ته زیان رسوي، دا چاره په خپل وار سره د یو هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ کوي ځکه صادرات هم د مجموعي تقاضا د یوې برخې په توګه په اقتصادي پرمختګ کې لوی رول لري.
د نرخ د ثابت ساتلو ستونزه: په مناسبه کچه د تبادلې د نرخ ساتل څه نا څه ستونزمن کار دی. کله چې په بازار کې د تبادلې نرخ د ټاکلي حد څخه ښکته کیږي نو دولت مجبور دی چې په بازار کې مداخله وکړي او د تبادلې نرخ بیرته مطلوب حالت ته لوړ کړي. په دې موخه لکه زموږ د هېواد په څېر ډېری هېوادونه د بهرنیو اسعارو زېرمې بازار ته عرضه کوي او په بدل کې یې خپله کورنۍ کرنسۍ رانیسي. دا چاره د بهرنیو اسعارو د زېرمو د کموالي له امله لا ډېرې ستونزې رامینځته کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.