
_ په1783 زکال کې په ((ايسلينډ)) کې د (( لکي )) Laki craters اورشړونی (ولکان) فعاليږي، چې له امله يې نهه زره کسان وژل کيږي.
_ په 1786 زکال کې په نيويارک د لومړي ځل لپاره شيريخ (سړوبی) د پلورلولپاره وړاندې شو.
_ په 1936 زکال کې دلومړي ځل لپاره، د موټرد پارک کولو( درولو) لپاره د پيسو چارجولو ساعتونه ولګول شول.
_ په 1940 زکال کې د نيپتونيم Neptunium عنصر( دعناصرو په دوراني جدول کې 93ځای لري) د کشفيدلواعلان وشو.
_ په1950 زکال په «پراګ» کې د سوسيال دموکراتانو مشرې ((ميلاده هوروکوا)) Milada Horáková ته د اعدام سزا واورول شوه.
_ په 1996 زکال کې په انګلستان کې د فوټبال اروپايي اتلولۍ پيليږي.