
اوس سکرین (پردې) ته ډېر کتل د کورنیو او خصوصا ماشومانو لپاره یوه لویه ستونزه جوړه شوې ده. تلویزیون، کمپیوټر، سمارټ فونونه، ویډیوګیم او نور شیان زموږ زیاتره وختونه له سکرین سره تماس ته ځانګړي کويچې دا کار باید په ځانګړي ډول په ماشومانو کې کنټرول کړو. تر دوه کلونو کم ماشومان باید په مطلق ډول له سکرین څخه لیرې وساتو، نور ماشومان باید په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۲ ساعته سکرین ته پرېږدو، حال دا چې په ځینو څېړنو کې ښودل شوې ده چې د ۸-۱۸ کلونو ماشومان په اونۍ کې ۴۵ ساعته وخت سکرین ته ورکوي، چې دا د سرو زرو (وخت) تر ټولو ظالمانه ضیاع ده. لویان که په دفتر کې له کمپیوټر څخه چاره نلري، په داسې ډول دې یې وکاروي چې سترګو، دماغ او اسکلیت ته یې تاوان تر ټولو ټیټ ممکن حد ته راورسوي.
سکرین ته ډېر کتل د فزیکي فعالیت مخه نیسي او چاغښت او نورو مزمنو ناروغیو ته لار اواروي. په ماشومانو کې د ناوړه سلوک، کړنو، عقیدو او ژوندډول اساس ږدي. همدا راز په ماشومانو کې د شپې وېرېدل او بېخوبي هم تولیدولی شي. دا ډول ماشومان ناوخته ویده کېږي او وختي نشي پاڅېدی چې د وختي پاڅېدو له ګټو بې برخې کېږي، که د ښوونځي په خاطر وختي پاڅېږي، نوپه بیړه کې وي او سباناری چې د دوی روغتیا ته ډېر مهم دي، ترې پاتې کېږي.
د دې لپاره چې د ماشومانو د سکرین وخت کم او کنترول کړئ لاندې کړنې باید په نظر کې ونیسئ:
- ماشومانو ته د سکرین د زیات کتو صحي ضررونه بیان کړئ،
- خپل ارزښتونه ورته ووایاست او پوه یې کړئ چې عشقي او جنګي وحشتناک فلمونه او ډرامې زموږ له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. د خپلو ارزښتونو برتري او روغ ژوند ته د هغو ګټې هم ورته تشریح کړئ،
- یو کورنی مهالوېش جوړ کړئ او هر ماشوم ته د یو مشخص تلویزیوني چینل داسې وخت ورکړئ چې د ده د عمر سره سم او ورته ګټور وي،
- د خوب په خونو کې تلویزیون او نور سکرین لرونکي وسایل مه ږدئ،
- ماشومان بدیلو ښو کارونو لکه د کیسو اورېدو، کورني بحث، ورزش، لوستلو، لیکلو او د کور په کارونو کې برخې اخیستنې ته وهڅوئ،
- د تجارتي اعلان په وخت کې ماشومان وهڅوئ چې یو څو منظم فزیکي حرکتونه وکړي، ژور تنفس یا د فکري تمرکز تمرین وکړي،
- د سکرین وخت ماشومانو ته د جایزې او جزا په عنوان مه ورکوئ قوانین مو باید ډېر سخت نه وي، بلکې د څو ساعتونو موثرو او ګټورو کارونو په بدل کې ورته یو معین وخت اجازه ورکړئ، چې د پورته اصولو له مخې ګټور شیان وګوري. که ممکنه وه، ګټور شیان له ماشومانو سره په ګډه وګورئ.
- لویان دې هم د کورنۍ وخت کمپیوټر ته نه ورکوي او په اصطلاح واده دې ورسره نه کوي، بلکې فعال بحث، عبادت، کورني کارونه، شریک ورزش، ګډ خوراک او د ګټورو شیانو ګډو لیدو ته دې وخت ورکړي.