
د نیمه پای لوبې درېیمه یا وروستۍ لوبه : د جمعې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غبرګولي ( جوزا ) لومړۍ، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له دوه ویشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ (آی پي ال) شپږ پنځوسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د رایل چلېنجرز بنګلور او چینای سوپر کېنګز لوبډلو تر منځ د هندوستان د رانچي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه . د لوبې پچه د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې، لوبډل مشر ویرات کوهلي وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه . د رایل چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 8 لوبغاړو په سوځېدو 139 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 140 منډو هدف ورکړ . د چینای سوپر کېنګز کرکېټ لوبډلې د 19.5 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف تر لاسه، چې د رایل چلېنجزر بنګلور لوبډلې ته یې د 3 وېکټو او یو توپ په توپیر ستره ماتې ورکړه . چینای سوپر کېنګز لوبډلې د دې لوبې په ګټلو سره پای لوبې ته لاره ومونده، چې په پای لوبه کې به له مومبیي انډینز لوبډلې سره مخامخ کېږي . د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له لوري مایکل هسي ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 46 توپونو 56 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 3 څلوریزې، 2 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو . د رایل چلېنجرز بنګلور او چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی : د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه : 1 ـــ کریس ګېل په 43 توپونو 41 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 2 ـــ ویرات کوهلي په 9 توپونو 12 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 3 ـــ اې بي ډیوېلرز په 3 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو . 4 ـــ مندیپ سېنګ په 7 توپونو 4 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 5 ـــ دینېش کارتیک په 26 توپونو 28 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 6 ـــ سرفراز خان په 21 توپونو 31 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 7 ـــ ډېوېډ ویسي په 7 توپونو 12 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 8 ـــ هر شال پټېل په 2 توپونو 2 منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده . 9 ـــ میچیل سټارک په یوه توپ یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه . د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه : 1 ـــ میچیل سټارک 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 2 ـــ سرینات اراویند 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 3 ـــ هرشال پټېل 3.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 4 ـــ ډېوېډ ویسي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 5 ـــ یوزویندرا چاحل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . د چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې برخه : 1 ـــ ډیوانې سمېت په 12 توپونو 17 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 2 ـــ مایکل هسي په 46 توپونو 56 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 3 ـــ فاف ډوپلیسېز په 22 توپونو 21 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو . 4 ـــ سورېش رینا په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه . 5 ـــ ایم ایس ډوني په 29 توپونو 26 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 6 ـــ پوان نېګي په 6 توپونو 12 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده . 7 ـــ ډیوانې براو په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه . 8 ـــ اشوین په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه . د چینای سوپر کېنګز د توپ اچونې برخه : 1 ـــ اشیش نېهرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول . 2 ـــ اشوین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 13 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 3 ـــ موهیت شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 4 ـــ سورېش رینا 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 5 ـــ ډیوانې براو 3 اورونه توپ اچونه تر سره کړه، 21 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 6 ـــ پوان نېګي یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 4 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 7 ـــ رویندرا جدېجا یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 13 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .