د ( ۲۰۰۱) کال د سپټامبر په ۱۱مه نېټه د امریکا په نیویارک ښار کې په دوو لویو سوداګریزو مرکزونو د القاعدې له لوري بریدونه وشول. دې بریدونو زیات مالي او ځاني زیانونه واړول، په دې بریدونو کې کابو (۳۰۰۰) امریکایان له منځه لاړل او د میلیارډونو ډالرو مالونه یې له منځه لاړل، څو ورځې وروسه اسامه چې د القاعده رهبر و، د دې بریدونو پړه پر غاړه واخیسته.
په دې وخت کې په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت حاکم و او د دوی هر اړخیز ملاتړ د عربانو له لوري کېدو. په هېواد کې د ننه کورني جنګونه روان وو په ځانګړې توګه د شمالي ټلوالې او د وخت له حاکم نظام یعنې طالبانو تر منځ.
دې جګړو غربیانو په خاصه توګه امریکې ته د راتلو لاره هواره کړه، هماغه وو چې دوی په افغانستان برید وکړ او د طلبانو نظام یې د شمالي ټلوالې په مرسته په یوه اونۍ کې را نسکور کړ.
لنډه دا چې امریکایان زموږ په هېواد حاکم شول، په لندن کې د بون کنفرانس جوړ شو، په دې کنفرانس کې د ناټو غړیو هېوادونو په شمول ګڼو افغانانو په خاصه توګه جهادي مشرانو هم برخه اخیسته وه، په دې کنفرانس کې داسې پرېکړه وشوه: انتقالي دوره رامنځته شوه، کرزی د دې انتقالي دورې خاکم شو، ټاکنې وشوې، کرزی د هېواد ولسمشر وټاکل شو او پوره دیارلس کاله په هېواد کې ولسمشر پاتې شو.
کله چې کرزی د افغانستان ولسمشر شو، افغانستان کورنیو جګړو داسې ځپلی و، لکه په هاونګ کې چې مالګه وټکوې، هېواد په یوه کنډواله بدل و. کرزي د نړیوالو په مرستو او خیراتو هېواد په څلورو کلو کې به پښو ودرولو. (زما یې اوس هم هغه خبره یادیږي چې ویل یې په څلورو کلو کې به هېواد په کوچنۍ امریکې بدلوم په لسو کلو کې به یې په لویه امریکا بدلوم)، چې همداسې وشول، هېواد یې له نړۍ سره برابر کړ، په زرګونو کسان ښوونځیو ته تلل، روغتونونه جوړ شول، سړک پاخه شول، په هېواد کې ملي او نړیوالې پانګونې وشوې، هېواد ته د نړیوالو پام شو، نړیوالو دلته خپل سفارتونه پرانیستل، افغانستان د نړۍ په ۶۳ هېوادو کې سفارتونه خاوند شو، نړیوالو پر له پسې مرستې وکړې، خلاصه دا چې افغانستان په هره برخه کې د سیالانو سیال شو.
اوس یو شمېر کسان د پخواني ولسمشر په کړنو سترګې پټوي، دا هغه کسان دي چې د کرزي په دوره کې یې هم وخوړل او هم یې وڅټل، همدا کرزی و چې دوی یې د پوهې خاوندان کړل، دوی یې له فیسبوک، موبایل، انټرنیټ، موټر، پیسو او داسې نورو څېزونه سره بلد کړل، د ژوند په چارو کې یې ورته اسانیاوې رامنځه کړې.....
له دې ټولو اسانتیاوو سره سره اوس هم دوی لګیا دي او پر کرزي نیوکې کوي، څوک یې غل بولي، څوک یې چاپلوس بولي او څوک بل نوم پرې اېږدي.
زه وایم چې د کرزي په کړنو سترګې پټول لومړی له خپله ځانه سره جفا ده وروسته له هېواد او ملت سره لویه جفا ده، د خدای بنده ته په خپله سترګې نه لرې که تا سترګې درلودی نو ولا که دې سترګې پټې کړې وای، ته دې حالاتو ته وګوره او پخوا وختو ته وګوره، پخوا دې په هېواد کې توره تیاره وه، اوس دې هېواد په روښناییو بدل شوی، پخوا به په مرکب له یوه ځای څخه بل ځای ته تلې، اوس په صفر موټر کې چکرې وهې.
بل دا چې ستا په ټول تاریخ کې له مغلو را نیولې تر دې ننه واک په سولییزه توګه نه و لېږدول شوی. خو کرزی و چې په هېواد کې یې د واک د سولییز لېږد بنسټ کېښود.
همدا اوس هم چې د ده سلا نه وي، قسم ده که دا ډول کسان دوه ورځې هم حکومت وکړي، همدا کرزی دی چې دوی ته مشوره ورکوي.
په درناوي