
د ظاهر شاه د سلطانت په وخت کې د خوست ځینې مشران ظاهر شاه په دې پلمه دبلخ په زندانو کې بندایان کړي وو، چې په وينا يې پر سلطانت يې د غازی ببرک خان کورنۍ د کوتا نیت لري.
په هغو بندیانو کې زما نیکه او د نیکه ورور هم شامل و زما د نیکه بل ورور چې وخت په وخت به د دوی لیدو ته ور تللو په هماغه دور کې بلخ د ترکستان په نوم بلل کیدو.
نوموړي خپله کیسه کوله چې د ژمی مهال و د خپلو وروڼو او نور ملګرو لیدو ته بلخ ته روان شوم په هغه وخت کې موټرډیر کم وو خو د ژمی په وخت کې به د لارې خراببدو له امله به ګردیز ته تګ را تګ نه کېدو، ټول خلک به له خوست نه تر ګردیزپورې په پلې پښو روان وو.
د نیکه ورور مې ویل هغه وخت به چې چا سفرونه کول نو له ځان سره به یې چيریکي یا کمپله هرومرو وړله. زما سره هم یوه خړه چيریکي را سره وه ویل يې چې هر کله د سټو کنډو بېخ ته را ورسیدم.
یاد کنډو د ډیرې واورې وریدو له امله بند شوی و دپلار کاکا مې ویل چې ټول خلک په شا را روان شول بله چاره نه وه زه هم را وګرځیدم او په لار کې مې د سامانډک په نوم یو ځوان ملګری شو پوښتنه یې را نه وکړه چې چیرته روان یې؟
دپلار کاکا مې چې ډیر طنز مزاجه سړی وه ځوان ته يې ور غبرګه کړه دا دی راغلم د شواک علاقدار شوم.
نوموړي سامانډک چې دا خبره واوریده را ټوپ یې کړ له اوږو یې چریکی رانه واخيسته په خپلو اوږو یې واړوله په زړه کې مې وویل چې والا ښه سامانډک مې پیدا کړی دی.
په لاره کې په خبرو شوو سامانډک خبر را غبرګه کړه والا علاقدار صاحب ټول کلیوال راسره ظلم کوي دعوې راسره کوي.... په لاره کې به چې چا لمر ته تکیې وهلې وې سامانډک به ور عږ کړو چې وه خلک علاقدار مې را وستو ټول خلک به يې ښه راعلاست لپاره را مخکې شول هر چا به ځان ځان ته ځان کش کاږلم چې بیګا ته به زما میلمه کیږی بیګا ته زما...نه نن د سامانډک سره ځم بله ورځ به بیا سره ګورو.
د سامانډک بازار دومره ګرم و چې د منلو نه وو زما نه په سامانډک ډیر خلک را ټولیدل ځکه په هر چا به یې غږ کاوه چې علاقدار ما را وستلی.
اوس هم ځینو ځینو سامانډکانو تش په نامه والیانو بازار ګرم کړی دی چې څوک لږه شان خبره وکړی چې فلانی د فلاني والایت والی کیږی نو سامانډکانو یې دومره بازار ګرم کړی چې سم په رښتیا والی ترې جوړ کړي البته په فیسبوک کې زیات داسې خلک هم شته چې سامانډکان یې په خپل سر والي کړی.
هغه بېچاره ګان خبر هم نه وي خو ټول هم داسې نه ځینې د شهرت وږې تږې بیا ځینو سامانډکانو ته سوال یا پیسې ور کوي او ورته وایی چې دفلاني ولایت والي یا د فلاني وزارت وزیر مې کړه
که یو څوک ولیکي چې فلانی صیب والی کیږی نو هر چا چې انځورونه ور سره احستي وي نود فیسبوک شیشې ته را ورسیږی .په دې پلمه تش په نامه والیان په ټولنه کې ښه ځانونه مشهور کړي او سامانډکان یې دومره دروغجن شي چې څوک یې بیا په رښتیا خبره هم باور نه کوي.
ابراهيم ايمان ـ خوست