
سګرت څکول یو تر ټولو مضر او بد عادت دی. د بدن هر غړی اغېزمنوي او د هغه غړي د بدترینو ناروغیو سبب کېږي. د وقایې وړ مړینو تر ټولو لوی عامل دی؛ مثلا هر کال یوازې په امریکا کې ۵۸۰۰۰۰ کسان وژني.
سګرت څکول د سږو د سرطان څخه د مړینو د ۹۰٪ ، او د سږو د مزمنو بندشي ناروغیو د ۸۰٪ مړینو مسئول دی. د زړه د بندشي ناروغیو خطر دوه چنده، د دماغي سکتې د خطر نسبت له دوه تر څلور چنده، د نارینه و د سږو د کانسر خطر ۲۵ چنده او د ښځو د سږو د سرطان د ۲۸ چنده پېښو مسئول دی. د سږو پر ناروغیو سربېره چې د مثانې، وینې (حادې میلوما، لیکوما)، د رحم د غاړې، لویو کولمو، مرۍ، پښتورګو، حنجرې، ځیګر، تالو، ټانسل، سرې غاړې، پانکرانس، معدې، د هوا نل او قصبو ناروغۍ پکې راځي.
د سګرټو د لوګي نور ضررونه دادي: مخکې له وخته زیږون، مړه زیږونونه، د کم وزنه ماشوم زېږول، د نوي زېږېدلي ماشوم ناڅاپي مړینې، ورکه شوې امیندواري او نور تکلیفونه. د نارینه سپرم هم اغېزمنوي، هډوکي هم کمزوري کوي. غاښونه بدرنګوي او سوري کېدلو ته یې زمینه جوړوي. د دوهم ډول شکرې ناروغۍ، التهابونو لکه د بندونو د التهاب او د معافیت د سیستم کمزوري کولو ته زمینه جوړوي.
د سګرټو یو ډېر بد ضرر دادی چې کله چې یو شخص سګرټ څکوي، له خولې څخه یې بهر شوی (غیرفعال) لوګی تر لومړي لوګي ډېر خطرناک دی. د کورنۍ هغه غړي چې دغسې لوګی تنفسوي، تر اصلي سګرت څکونکي پکې پورته یادې شوې ناروغۍ ژر او خطرناکې وي. معصوم ماشومان چې بدن یې لا خام او مقاومت یې کمزوری وي، د لا ډېر خطر سره مخ دي. هغه والدین چې د سګرټو بد عادت لري، که څه هم ځان ته د ضرر رسولو حق هم نلري، خو خپلو تنکیو ماشومانو ته د دغه ضرر رسولو حق په هیڅ شان نلري، ځکه نو هيڅکله باید د کوټې په دننه کې سګرټ څکولو ته اجازه ورنکړو.
د سګرټو په پریښودو کې یو ښه حقیقت هم شته؛ د مهرباني له مخې سګرت پرېږدئ، کله چې سګرت څکول پرېږدئ نو:
۲۰ دقیقې وروسته مو د زړه ضربان او د وینې فشار راښکته کېږي،
۱۲ساعته وروسته مو په وینه کی د کاربن مونو اکساید د زهرجن ګاز اندازه نورمال حالت ته راښکته کېږي.
۳ میاشتې وروسته مو د وینې جریان او د سږو دندې نورمال کېږي.
۹ میاشتې وروسته مو ټوخی کمېږي او په اسانۍ به ساه وباسئ.
۱ کال وروسته به مو د زړه درګونو د ناروغیو خطر نیم په نیم راکم شي.
۵ کاله وروسته به مو دخولې، حلقوم،مرۍ او مثانې د سرطان خطر نیم په نیمه راکم شي.
هر څومره ژر چې سګرټ پرېږدئ، هومره ژر به مو بدن په بېرته رغېدا پیل وکړي.